په هرات ولایت کې د یوه هنری پروګرام د مخنیوی په اړه د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې اعلامیه

CSHRN-Logo

د لوی او بښونکی خدای په نامه

په هرات ولایت کې د یوه هنری پروګرام د مخنیوی په اړه د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې اعلامیه

د ۱۳۹۱ لمریز کال وږی
کابل افغانستان 

د هرات ولایت چارواکو د هیواد د تکړه هنر مند شفیق مرید، دهنری پروګرام مخنیوی وکړ. دا پریکړه هغه مهال ونیول شوه چې د مجیب الرحمان، په نوم یوکس د دې پروګرام ترسره کیدل د هرات په ټولنه کې (د فحشا رواجول) ونومول او هغه ېې د دینی ارزښتونو په خلاف کار وباله. ټاکل شوې وه دا هنری پروګرام دهرات ولایت په سپورتی لوبغالی کې د اختر په دریمه ترسره شی.

د رسنیو له لارې د دې خبر خپریدو د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه سخته حیرانه کړه. هغه څه چې د اندیښنې وړ دی، دادی چې یو کس څنګه کولی شی په خپلو ضد او نقیضو اظهاراتو، د یوه ښار د ځوانانو فرهنګی حقونه تر پښو لاندې کړی او د یوه سالم فرهنګی پروګرام له ترسره کیدو مخنیوی وکړی.

د افغانستان د اساسی قانون او نړیوالو ژمنو له مخې، دولت اړدی ترڅو د بیان د آزادۍ له ارزښتونو دفاع وکړی او دافغانستان د وګړو د فرهنګی حقونو هڅونې په موخه ګټور پروګرامونه ترسره کړی او پرې نږدی چې دا ارزښتونه تر پښو لاندې شی.

دافغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه له اطلاعاتو او فرهنګ وزارت څخه غواړی ترڅو په هرات ولایت کې د خپلو ادارو له لارې، دا پیښه تر څیړنې لاندې ونیسی او د هغې پایلې د رسنیو او مدنی ټولنې په واک کې ورکړی.

دافغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه د هرات له والی ښاغلی داود صبا، څخه چې د مدنی ټولنې او بشری حقونو له فعالانو څخه دی، غواړی ترڅو د دې پیښې لاملونه روښانه کړی او خلکو او مدنی ټولنې ته ډاډ ورکړی چې د افغانستان د اساسی قانون د دوهم فصل، او د بشری حقونو د نړیوالې اعلامې دنولسمې مادې او د سیاسی او مدنی نړیوال کنوانسیون د شلمې مادې له مخې، د هرات د وګړو بشری او وګړنیزو حقونو ته ژمن دی.

دافغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه د هیواد له عالمانو او دینی پوهانو غواړی، ترڅو په ټولنه کې د اسلامی ارزښتونو دینی پروګرامونه چې په هیڅ ډول له ملی فرهنګ او بشری حقونو سره په تقابل کې ندی ترسره او خپل مسولیت ادا کړی.

د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه، د دغه هنری پروګرام د مخنیوی په موخه د هرات ولایت د ځوانانو، ملی او نړیوالو رسنیو او مدنی ټولنې له ژر او پرځا غبرګون څخه ستاینه کوی او د هیواد د مدنی ټولنې او بشری حقونو له ټولو فعالانو غواړی چې د هرات ولایت له ځوانانو سره خپل یو والی څرګند کړی.

د قانون او بشری حقونو د ټینګښت په هیله

ځواب دلته پرېږدئ