د ۱۳۹۳ هجری لمریز کال د ولسمشریزو ټاکنو په اړه د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې اعلامیه

CSHRN-Logo

د لوی او بښونکی خدای په نامه

د ۱۳۹۳ هجری لمریز کال د ولسمشریزو ټاکنو په اړه د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې اعلامیه

د ۱۳۹۲ کال د چنګاښ ۱۹، برابره ده د ۲۰۱۳ کال د جولای ۱۰
کابل ـ افغانستان

لکه څنګه چې افغانستان په حساس سیاسی پړاو کې دی او د افغانستان خلک ستره آزموینه په مخ کې لری، د ټاکنو د قانون د چوکاټ نه جوړیدل او همداراز د سراسری او مشروع ټاکنو ترسره کیدو لپاره د لازم چمتوالی نشتوالی، د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه اندیښمنه کړې ده.

زموږ په باور په افغانستان کې د سیاسی ثبات ساتل، د نړیوالې ټولنې د مرستو دوام، د اقتصادی ثبات او د تیرې لسیزې د لاسته راوړنو ساتل، د ۱۳۹۳هجری لمریز کال د ولسمشریزو ټاکنو پورې اړه لری. په بریالۍ توګه د ولسمشریزو ټاکنو ترسره کیدل نه یواځې د افغانستان د پرمختګ بهیر تضمین کوی، بلکې نړۍ ته د دموکراسۍ او مدنی ژوند د پیاوړتیا او ټینګښت په برخه کې زموږ وړتیا نندارۍ ته ږدی. له دې امله په افغانستان کې د سراسری او مشروع ټاکنو ترسره کیدل اړینه او حیاتی موضوع ده.

      د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه ټینګار کوی، د راتلونکو ټاکنو مشروعیت یواځې په هغه صورت کې تضمین کیدای شی چې ټاکنې د قانون پر بنسټ ترسره شی. د تقنینی فرمان له مخې او یا د بلې پریکړې له مخې د ټاکنو ترسره کیدل کولی شی د ټاکنو مشروعیت تر پوښتنې لاندې راولی.

     همداراز د دغ ې ښکارندې په وړاندې د دولت ناغیړی او د ټاکنو په وړاندې بې باورۍ ته لمن وهل، چې د یوشمیر کړیو لخوا له ټاکنو پرته نورو موضوعاتو په اړه لکه د سیاسی واک لیږد پر سر بحثونه ترسره کیږی، چې دغو کړنو زموږ اندیښنې راپارولی دی.

د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه، چې له ټول هیواد څخه د مدنی ټولنې د ۱۱۲ ټولنو په ګډون جوړه شوې ده او په داسې حال کې چې د ټاکنو د قانون د چوکاټ دنشتوالی په اړه اندیښنه لری، د ټاکنو د بهیر د چمتوالی پڅ بهیر او د ټاکنو لپار د بدیلو طرحو په اړه د ولسمشر کرزی پر چوپتیا اندیښنه لری او لاندې ټکو ته د ښکیلو خواو د پاملرنې غوښتونکې ده:

     ۱. د د ې په پوهیدو سره چې د اساسی قانون د څلور شپیتمې مادې د لومړی بند له مخې د افغانستان د اسلامی جمهوریت ولسمشر ملکف دی چې اساسی قانون پلی کړی او د اساسی قانون یو شپیتمه ماده په روښانه توګه د ټاکنو پر ترسره کیدو حکم کوی، د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه، د هیواد له ولسمشر څخه غواړی چې د ټاکنو د ترسره کیدو په وړاندې د پریکنده او قاطع پریکړې په کولو په دې اړه هر ډول منفی تبصرو ته د پای ټکی کیږی. زموږ په باور ولسمشر د یو ستر آزمایښت په درشل کې دی چې د افغانستان د وګړو راتلونکې په هغې پورې اړه لری او هیله لرو چې ولسمشر دا ستره آزموینه په بریالۍ توګه ترسره کړی؛

     ۲. لکه څنګه چې ملی شورا په ځانکړې توکه ولسی جرګه، دقانون جوړونکی بنسټ په توګه د هیواد د وګړو د سرنوشت په اړه ستر مسولیت لری، د افغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه، د هیواد له ملی شورا څخه غواړی تر څو د خپل ستر مسولیت په منلو سره د آزادو، سراسری،عادلانه او معیاری ټاکنو ترسره کیدو ته لاره اواره کړی او هر څومره ژر چې کیږی د ټاکنو او د هغې پورې اړوند نور قوانین د اساسی قانون د روح په پام کې نیولو سره د رخصتیو تر رارسیدو مخکې تصویب کړی؛

     ۳. د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه، په داسې حال کې چې د هیواد ټول سیاسی ګوندونه او بنسټونه په ځانګړې توګه په دموکراتیکه او همغږې توګه ترسره کیدو ته رابولی، ټینګار کوی چې د ټاکنود قانون د چوکاټ جوړولو په موخه حکومت او ملی شورا په همغږې او اغیزمنه توګه خپل فعالیتونه پراخ کړی؛

     ۴. د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه، په داسې حال کې چې د هیواد له امنیتی ځواکونو غواړی چې د ټاکنو د ترسره کیدو په برخه کې هڅې وکړی او لازم چمتووالی ونیسی او د ټاکنو امنیت وساتی او له ټولو امنیتی ځواکونو په مننې سره هیله کوی چې د بې پرې والی په ساتلو سره د ټاکنو امنیت ټینګ کړی او دا درنه دنده په صداقت او میړانې سره ترسره کړی؛

     ۵. د افغانستان د مدن ی ټولنې او بشری حقونو شبکه، ژمنه ده تر څو د راتلونکو سرنوشت جوړونکو ټاکنو په اړه خپلې اغیزمنې ونډې ته دوام ورکړی او له نورو بنسټونو او ټولنو چې د پوهاوی خپروولو او عدالت غوښتنې دنده لری غواړی چې په پوره ژمنتیا او یووالی په دې اړه خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړی؛

په هیواد کې د دموکراسۍ او د قانون د حاکمیت په هیله!

 

ځواب دلته پرېږدئ