«راځې چې ملت جوړونه له لږکیو پیل کړو»
د لږکیو د عدالت غوښتنې کمیټې، د اقلیتونو د ټولنیز پېوستون او هوساینې په چارو کې د جمهوري ریاست د عالي مقام ستر سلاکار سره لیدنه وکړه. دا غونډه د سه شبنې په ورځ د ۱۳۹۹ د سلواغې میاشتې ۲۷ چې د ۲۰۲۱ زیږدیز کال د فیبرورۍ له ۱۶ سره برابره ده د ښاغلي صاحب نظر سنګین په دفتر کې جوړه شوه چې ښځو او نارینه ګانو په ګډون د قومي او مذهبي ډلو کابو دیرشو استازو ګډون کړی وو.
د دې غونډې په پیل کې د مدني ټولنې اوبشري حقونو د شبکې د عدالت غوښتنې برخې مسوول ښاغلي جواد دروازیان، د لږکیو د عدالت غوښتنې د کمیټې او په ۲۰۱۹ میلادي کال کې د دې ډلې د فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل او وې ویل: دا کمیټه تر ډیره د قومي، مذهبي او ژبني تبعیض لمینځه وړو او همداراز د هیواد په راتلونکي برخلیک لکه د سولې بهیر په څیر پړاونو کې د لږکیو د شاملولو په برخه کې فعالیت کوي.
ښاغلي دروازیان زیاته کړه: په خواشینۍ سره چې یوشمیر تبعیضي طرزالعملونه او قوانین شته چې بیاکتنې ته اړتیا لري. له بل لوري نه یواځې دا چې تبعیض په قوانینو بلکې په عمل کې هم د پراختیا په حال کې دی.
د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې د عدالت غوښتنې برخې مسوول همداراز وویل چې ولسمشرې ماڼې د ۲۰۱۷ میلادي کال د دیسمبر په دریمه په یو کنفرانس کې وویل: «.. عدلې وزارت ته هدایت ورکوو چې د تبعیض د لمینځه وړو په برخه کې د اساسي قانون په بنسټ سراسري اقدامات دی ترسره شي او د لازمه قوانینو یوه مقرره دې تدوین شي.» د دې فرمان له مخې قانون تسوید شو جو تر اوسه ېې په اړه هیڅ معلومات نشته، دا په داسې حال کې ده چې داشان قوانینو ته جدي اړتیا لیدل کیږي.
هغه زیاته کړه همداراز لږکي غواړي د هغوې مورنۍ ژبه پیاوړې شي، په هغې ژبې تعلیم وکړي او د هرې سیمې لږکي د خپلو سیمو سیمه ایز مسولین وټاکي یا حد اقل د هغوۍ له قومه مسوولین وټاکي شي او همداراز د سولې په برخه کې د هغوې ونډه پراخه او ډیره شي.
له هغه وروسته د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې رییس سید حسین انوش، د سولې په اړه د دغه بنسټ د راپور معلوماتو ته په اشارې وویل چې له اتیا سلنه ډیر لږکي د سولې د بهیر په اړه پوهاوی لري خو پنځه اتیا سلنه لږکیو ویلي چې د سولې په اړه هیڅ خپرونه او پروګرام کې حضور نه درلود.
ښاغلي انوش په افغانستان کې له لږکیو سره د نړیوالې ټولنې پیستون ته په اشارې وویل، چې د اروپايي اتحادېې ډیری غړو هیوادونو ویلي که لږکي د سولې په بهیر کې دخیل نه وي نو له دې بهیره به ملاتړ ونکړي.
په غونډې په دوام د لږکیو د عدالت غوښتنط د کمیټې غړي ښاغلي محمد زمان کلماني د لږکیو محرومیت ته په اشارې زیاته کړه چې ډیری لږکي د دولت په سترو جوړښتونو کې هیڅ ونډه نلري. په سیمه ایزه حکومتولۍ کې هم وضعیت همدا ډول دی: « د لغمان، کنړ، ننګرهار په هغو سیمو کې چې پشه ېې قوم ژوند کوي ټول چارواکي د نورو قومونو غوره شوي دي. په نورو ولایتونو او سیمو کې هم همدا وضعیت دی.»
ښاغلي کلماني اساسي قانون ته په اشارې وویل چې دغه قانون ټولو قومونو ته په مورنۍ ژبه په ښونځیو کې د زدکړو حق ورکړی دی خو د دغو ژبو کتابونه د پوهنې وزارت په زیرمه خونو کې دي او کله هم مستحقینو ته ونه ویشل شول.
له هغه وروسته میرمن نرګس فیضي او ښاغلي غلام حضرت قادري، هم په ترتیب د لږکیو اندیښنې او وړاندیزونه شریک کړل. هغوې د تعلیم او پوهنې په برخه کې محرومیت او د تحصیلي بورسیو ناعادلانه ویش ته اشاره وکړه.
همداراز دوې زیاته کړه د ۶۹ شپیته تنو په ډله کې چې د سولې د وزارت په چوکاټ کې معرفي شوي دي لږکي نشته.
له هغه وروسته د افغانستان د لږکیو د انسجام د شورا مشر ښاغلي شکیب الله سانین وویل چې موږ ۸۱ قومي او مذهبي لږکي په خپل ډیټابیس کې ثبت لرو خو له دې ډلې یواځې ۱۴ قومونه د نفوسو د احوالو د ثبت په ډیټابیس کې ثبت دي پاتې نور اړ دي چې له دغو څوارلسو قومونو یو غوره کړي. دا د لږکیو په وړاندې ښکاره تبغیض دی.
د افغانستان د قومونو د انسجام د شورا رییس څرګنده کړه چې په افغانستان کې د لږکیو ونډه یواځې د دغو قومونو د امنیتي ځواکونو د شهیدانو په کفن کولو او ښځولو کې ده.
له هغه وروسته ښاغلي صاحب نظر سنګین د لږکیو د عدالت غوښتنې کمیټې څخه په مننې او ستایو وویل چې موږ باید ملت جوړونه له لږکیو پیل کړو. موږ هغه مهال یو واحد ملت کیدای شو چې د ملي هویت تر څنګ زموږ قومي هویتونه هم په رسمیت وپیژندل شي.
د اقلیتونو د ټولنیز پېوستون او هوساینې په چارو کې د جمهوري ریاست د عالي مقام ستر سلاکارهمداراز وویل چې د لږکیو ډیری اندیښنې دقیقې دي او د مشاوریت دروازه ستاسو ټولو په مخ پرانیستې ده او هره کار چې زموږ له عهدې کیږي کاملاْ ستاسو په خدمت کې یو. هر قوم هره غوښتنه چې لرلې موږ په مستقیمه توګه هغه ولسمشرې ریاست ته وړاندې کړې او ځواب مو هم ورته بیرته رسولی دی.
د یاودنې وړ ده چې د عدالت غوښتنې کمیټه د بیلابیلو قومي او مذهبي لږکیو پورې اړوند ۲۵ ویشتو بنسټونو څخه جوړه شوې ده چې د لږکیو لپاره عدالت غوښتنه کوي. د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکه د دې کمیټې د تسهیل بنسټ ایښودونکی ده.