د ولسي مرستو د بهیر له هغې ډلې د ملي دستارخوان په چوکاټ کې د مرستو بهیر له ډیرو هسکو او ټیټو سره مخامخ دی.  د مرستو له بودیجې د مختلفو کسانو له هغې ډلې په مرکز او ولایتونو کې د دولتي چارواکو لخوا ناوړه ګټه اخیستل، د مرستو په شرایطو نه برابرو کسانو ته مرسته ورکول، د طالبانو له لوري د تسهیل کونکو ګواښل او همداراز د دې ډلې لخوا د مرستو د بستو تښتول له هغو مواردو دي چې تر اوسه د مرستو د ویش په برخه کې راپور ورکول شوی دی.

سربیره پر دې د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په یو وروستي مورد کې کابو درې اونې وړاندې د غور په ولایت کې د کویدـ۱۹ روغتون د اور په لمبو کې وسوځیده چې لامل ېې د ګازو د ډبې چاودنه بلل شوی دی. د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکه چې د کرونا د وبا پرمهال د دولت د روغتیايي خدمتونو د څارونکي بنسټ په توګه فعالیت کوي دې بنسټ ته د رسیدلو راپورونو په بنسټ په دې اورلګیدنه کې د دغه روغتون زیرمتونونه او اداري برخې په بشپړه توګه سوځیدلي دي خو د آزمایښت خونو او ناروغانو برخې ته هیڅ زیان ندی رسیدلی. ویل کیږي چې په دې روغتون کې د اور د پراختیا د مخنیوي امکانات هم موجود نه وو.

له دې  پیښې لنده موده وروسته د افغانستان د اسلامي جمهوریت څیړونکي ادارې په څو ولایتونو کې د کرونا له مرستو د ناوړه ګټې اخیستو خبر ورکړ. هشت صبح ورځپاڼې د دغې ادارې د مشرې غزال حارس له قوله راپور ورکړی چې د کرونا بودیجه په ولایتونو کې د پراخ فساد او تالاکیدو سره مخامخ شوې ده او روغتیايي تجهیزات او نور د اړتیا وړ توکي د بازار له نرخه سلګونه میلیونه ډالره لوړ پیرل شوي دي. دې ادارې  له شپاړسو ولایتونو ۲۲۳ حکومتي مسولان او له کابله ۹ دولتي چارواکي د کرونا په بودیجه کې د فساد کولو له امله لوېې څارنوالۍ ته معرفي کړي دي. همداراز هشت صبح د آغلې حارس له قوله زیاتوي چې په ۲۴ ولایتونو کې د ۹۰۷ میلیونه او ۲۶۴ زره ۶۸ افغانۍ لګول شوي دي چې تجهیزات او اړین توکي د بازار له نرخه کابو ۳۳۰ میلیونه او ۳۵۴ هزار او ۹۱۲ افغانۍ د بازار له نرخه لوړ پیرل شوي دي چې له دیرشو تر څلویښت سلنه کیږي.

 بل پلو د مدني ټولنې او بشري حقونو د شبکې دوه اونیز راپور په بنسټ، د ملي دستارخوان پروګرام په هغو ولایتونو کې چې طالبانو پکې د مرستو ویشونکي ګواښلي دي تر اوسه ځنډول شوی دی. د مدني ټولنې او بشري حقونو د شبکې د ولایتي همغږي کونکو د راپورونو په بنسټ د غور، لوګر او  هلمند ولایتونو په یوشمیر برخو کې د ملي دستارخوان پروګرام د امنیتي ستونزو له امله له ځنډول شوی دی. دا پروګرام له پیله تر اوسه د طالبانو د ګواښونو له امله له ستونزو سره مخامخ وو.

 په دې ترتیب هغه مرستې چې د کرونا له امله د رامینځته شوي فقر د راکمولو لپاره په پام کې نیول شوې وې تر اوسه هم یوشمیر اړمنو کسانو ته ندي رسیدلي. دا په داسې حال کې ده چې د لنډې مودې لپاره د لویو لارو تړل کیدو او د اسلام قلعه ګمرک سوځیدو د خوراکي او سوند توکو بیې هم لوړې کړي دي.

نورې مرکې: