د روان کال د کب میاشتې په لومړیو کې د هند هیواد لخوا د مرسته شویو واکسینونو د عملي کیدو د بهیر له پیله وروسته، بیلابیلې ډلې لکه امنیتي او روغتیايي کارکونکي، خبریالان او ښونکي په مختلفو ولایتونو کې دې بهیر کې شامل شول. خو دا بهیر په ځینو ولایتونو کې له ستونزو سره مل وو چې اندیښنې هم راپارولي دي.  په یوه ولایت کې یواځې اووه ښونکو ته د کرونا واکسین لګول شوی دی او پاتې ښونکي، مدیران او د ښونځیو کارکونکي د ناوړه تبلیغاتو له امله د کرونا واکسین اخیستو ته حاضر شوي ندي. د ملي دستارخوان د عملي کیدو پروګرام هم په ځینو ولایتونو کې له ستونزو سره مخامخ وو او خلکو د دغو مرستو له ویشه رضایت نه درلود. طالبانو په یوشمیر ولایتونو لکه پکتیا او تخار کې اجازه ورنکړه چې دا مرستې اړمنو ته ورسیږي. په ځینو نورو ولایتونو کې زورواکي د دغو مرستو د ځنډیدو لامل شوي او له خپل زوره په ګټې اخیستو ېې مرستې ترلاسه کړي دي.

د واکسین د عملي کیدو بهیر

د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې همغږي کونکو له مختلفو ولایتونو په راپور کې لیکلي چې د واکسین د لګول کیدو بهیر پیل شوی او د دغه بهیر په ښه توګه عملي کیدو په موخه د روغتیايي مسوولانو د یولړ اقداماتو خبر ورکوي چې له هغې ډلې به څو مثالونه هم ذکر کړو.

پکتیا

له پکتیا ولایته راپورونه وايي چې له هنده وارد شوي واکسین څخه ۱۲ زره او ۳۷۰ ډوزه ېې دغه ولایت ته ترسیدلی دی. ټاکل شوې په لومړي سر کې دا واکسین روغتیايي کارکونکو او وروسته امنیتي ځواکونو ته ولګول شي. د یاد ولایت د روغتیايي مسوولانو په وینا د ورځې په منځنۍ توګه تر دوه سوه روغتیايي کارکونکي واکسین کیږي.

لغمان

پنځه زره او ۳۰۰ سوه ډوزه واکسین لغمان ولایت ته ځانګړی شوی دی. اخوا په لغمان ولایت کې د مدني ټولنې او بشري حقونو د شبکې همغږی کونکی په دغه ولایت کې د روغتیايي مسوولانو له قوله وايي چې د واکسین بهیر په ښه توګه عملي کیدو لپاره به نولس نارینه او نولس میرمنې د لغمان ولایت په مرکز او ولسوالیو کې په دندو وګمارل شي. د مسوولانو په وینا تر اوسه دغه کاري فرصت ته دوه زره او پنځه سوه کسانو خپل نومونه ثبت کړي دي.

قندهار

قندهار ولایت ته ۳۰ زره او ۷۶ ډوزه واکسین دغه ولایت ته ځانګړی شوی دی چې د نورو ولایتونو په څیر به په دغه ولایت کې هم د کرونا واکسین د لګولو بهیر به له روغتیايي او امنیتي کارکونکو پیل شي.

هلمند

هلمند ولایت ته کابو شل زره ډوزه واکسین ځانګړی شوی دی.

همداراز له بیلابیلو ولایتونو د رسیدلو راپورونو له مخې، د واکسین تطبیق له پیله تر اوسه له لومړۍ ورځې پرته چې د مړینې یوه پیښه په بامیانو ولایت کې ثبت شوې په پاتې نورو ولایتونو کې د واکسین د لګولو له امله هیڅ منفي پایله نده ترلاسه شوې؛ البته باید یادونه وکړو چې په بامیانو ولایت کې هغه کس چې د واکسین له ترلاسه کولو وروسته مړ شوی د زړه او سږو په ناروغیو هم اخته وو.

د مرستو د ویش بهیر

 د مرستو د ویش بهیر له پیله تر اوسه له مختلفو ستونزو له هغې ډلې امنیتي ګواښونو او د ویش په بهیر کې د رونټیا نشتوالي له ستونزو سره مخامخ وو او دا ستونزې تر یوه حده په ټولو ولایتونو کې شتون لري.

هرات

له هرات ولایته رارسیدلي راپورونه څرګندوي چې خلک د موادو د غیر عادلانه ویش څخه ناراضي دي. د دغه ولایت په بیلابیلو برخو کې یوشمیر کسانوویلی چې مرستې اړمنو کورنیو ته نه ورکول کیږي. د هرات ولایت د ښاري برخې د ولسي تړون د پروګرام د مسوول په وینا، هغوۍ داشان شکایتونه ترلاسه کړي دي او هغه به وڅیړي. همداراز په هرات ولایت کې د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې همغږی کونکی وايي: «په یو مورد کې چې زه په سیمه کې وم ومی لیدل چې د سیمې یوتن زورواکي د موادو دویش مخنیوی وکړ او د یوه یا دوه ساعتونو لپاره ېې مواد ساتلي وو. په پایله کې د پولیسو او ولسي تړون پروګرام مسوولانو په منځنګړی توب د مواد ویش بیا پیل شو خو د هغه کس زوی په زور د مرستو یوه بسته ترلاسه کړه.» د هغه په وینا که څه هم چې د ولسي تړون د پروګرام مسوول د دې قضې د څیړلو ژمنه کړې ده خو له دې امله چې هغوې د پولیسو په څیر مخافظتي ځواک نلري نو په یوشمیر مواردو کې د ویش برمهال له ستونزو سره مخامخ کیږي.

تخار

طالبانو د تالقانو له ښاره تر پل بنګي پورې د سیمو مشران ورغوښتي وو او هغوۍ ته ېې خبرداری ورکړی چې هیڅ کلی د ملي دستارخوان د مرستو د اخیستو حق نلر او د هیڅ کلي شورا باید دا پروګرام عملي نکړي.

لغمان

خلک د خواجه صاحب انارباغ په شورا کې د مواد د ویش له بهیره نارضایتي لري. دا شورا ۳۰۴ مستحقو کورنیو څخه جوړه ده.

غور

د تولک او شهرک په ولسوالیو کې د پخوانیو ګواښونو له امله د مواد ویش تر اوسه هم ځنډول شوی دی.

پکتیا

د هغو مرستو ویش چې د ولسي تړون پروګرام پورې اړه لري، تر اوسه ندی پیل شوی. په پکتیا ولایت کې د دې پروګرام مسوولانو ویلي چې طالبانو په ټلفوني اړیکو کې د انکشافي شورا ګانو غړي او د ولسي تړن د پروګرام کارکونکي ګواښلي دي چې په همدې دلیل انکشافي شورا ګانې د دغو مرستو ویش ته نه حاضریږي. مسوولانو ویلي چې د دې ستونزې د آوارۍ لپاره هڅې روانې دي.

بامیان

که څه هم چې د بامیان ولایت د طبعي پیښو سره د مبارزې او د ښځو چارو ریاست ادعا کوي چې کورنیو بیځایه شویو او اړمنو ته ېې مواد ویشلي دي خو څو بیځایه شویو کسانو د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې سیمه ایز دفتر ته په ورتلو سره ویلي دی هرې ادارې ته چې مراجعه کړې له دوۍ سره غیر انساني چلند شوی دی او د هغوۍ وضعیت ته هیڅ پاملرنه نده شوې. دا کسان چې یوشمیر ېې په بهسودو ولسوالۍ کې د وروستۍ پیښې او ځینې د بې وزلۍ له امله له یوشمیر ولسوالیو کډه شوي دي هیڅ ډول مرسته ورسره نده شوې او آن په سیمه ایزو او انکشافي شوراګانو کې ندي شامل شوي. په دې ولایت کې د مدني ټولنې د همغږي کونکي په وینا دا موضوع په ځلونو له اړوندو ادارو سره شریکه شوې ده خو په خواشینۍ سره چې پاملرنه ورته نده شوې.

لوگر

په لوګر ولایت کې د پوهنې وزارت د کارکونکو له ډلې یواځې اووه تنه د روان کال د کب په پنځه ویشته واکسین شوي دي او پاتې نور د پوهنې رییس په ګډون ښونکي، متعلمین او محصلین د ناوړه تبلیغاتو په پایله کې واکسین اخیستو ته ندی حاضر شوي. په لوګر ولایت کې د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې همغږي کونکي په وینا یوشمیر قومي مشرانو او عامو خلکو د کرونا واکسین د مضریت په تړاو شایعات خپاره کړي او هغوۍ ویلي چې دا واکسین د فلج او آن د مړینې لامل کیږي.

 داسې ښکاري چې امنیتي ګواښونه او د روڼتیا نشتون، تر اوسه هم په ځینو سیمو کې مستحقو کسانو ته د مرستو د ویش په وړاندې خنډ بلل کیږي. اخوا د روغتیايي خدماتو د وړاندې کولو په اړه مثبت ټکی دادی چې کرونا د واکسین بهیر په ټول هیواد کې د مرستو د ویش بهیر په پرتله له کم ګواښ او ستونزو سره مخامخ وو.

نورې مرکې: