په بیلابیلو ولایتونو کې د مرستو د ویش په اړه د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې د راپورونو په دوام، د دې بنسټ همغږي کونکو د امنیتي ستونزو دوام د مرستو د ویش په وړاندې د ستونزې په توګه یادوي. په تیرو دوه اونیو کې د مدني ټولنې او بشري حقونو د شبکې همغږي کونکو راستولي دي، که څه هم چې په بیلابیلو ولایتونو کې د مرستو ویش  دوام لري خو د امنیتي ګواښونو له امله د څو ولایتونو په یوشمیر برخو کې د مرستو بهیر درول شوی دی.

په کاپیسا ولایت کې د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې همغږی کونکی وايي چې د نجراب په ولسوالۍ کې د طالبانو لخوا د امنیتي ګواښونو له امله د مرستو ویش بند شوی دی. همداراز د هغه په وینا د اله سای ولسوالۍ د امنیت د نشتون له امله  د ملي دستارخوان پروګرام تر پوښښ لاندې نده راغلی. اخوا یوشمیر راپورونه وايي چې مسوولان په یوشمیر کلیو کې اړمنو او شتمنو ته په یوشان مرستو په ویشلو ټینګار لري او وايي چې دا مرستې باید اړمنو او شتمنو ته د ملي مرستو په توګه وویشل شي. دا په داسې حال کې ده چې په کاپیسا ولایت کې د کوید ۱۹ روغتون د وضعیت په اړه راپور د قناعت وړ دی.

 اخوا د لوګر ولایت څخه د ترلاسه شویو اطلاعاتو له مخې په دې ولایت کې د امنیتي ستونزو شتون د دې لامل شوی دی چې د دغه ولایت په ډیرو سیمو کې د مرستو ویش بهیر ځنډیدلی پاتی شی. د مسوولانو په وینا هغه سیمې چې د مرستو و یش پکې روان دی د خوشي ولسوالۍ مرکزچې د کلیو او پراختیا ریاست تر نظرلاندې دی، د برکي برک، محمد آغې،ازره، خروار او څرخ ولسوالۍ د یوې غیر دولتي مسووې تر نظر لاندې دي. په لوګر ولایت کې د مدني ټولنې د همغږي کونکي په وینا د خوشي په دره کې د دیارلسو کلیو اوسیدونکو له مسوولو ادارو سره په همغږۍ په پټه توګه دا مرستې ترلاسه کړي دي.

د مدني ټولنې او بشري حقونو د شبکې د راپور بله برخه په مختلفو ولایتونو کې د مرستو د ویش د څرنګوالي په اړه ده چې په دې لړ کې په څو ولایتونو کې د واکسین د عملي کیدو د بهیر د پیل خبر هم ورکول شوی دی. ویل کیږي چې د دا بهیر به په بیلابیلو ډلو لکه روغتیايي کارکونکي، امنیتي ځواکونه او عامو وګړو تطبیق شي. په همدې حال کې په غور ولایت کې د مدني ټولنې د شبکې همغږی کونکی د مدني ټولنو د څارونکو پرته د واکسین د عملي کیدو خبر ورکوي. د هغه په وینا که څه هم چې مدني ټولنو د واکسین د عملي کیدو په بهیر د څارنې وړاندیزونه د غور ولایت د عامې روغتیا رییس ته ورکړي وو خو د مدني ټولنې دې غوښتنې ته پاملرنه ونشوه.

 اخوا له بامیانو ولایته رارسیدلی راپورونه څرګندوي چې په تیرو دوه اونیو کې د ملي دستارخوان د مرستو ویش ځنډول شوی دی چې د بامیانو ولایت د کلیو او پراختیا رییس انجینیرمحمد رضا پیام د دې ځنډ لامل د بودیجې نشتوالی بللی دی.

 دا راپور څرګندوي پر امنیتي ستونزو سربیره چې په بیلابیلو ولایتونو کې د ولسي مرستو د ځنډ لامل بلل کیږي نور عوامل لکه د مرستو د ویش په بهیر کې د روڼتیا نشتوالی د دې لامل شوی چې اړمنو کسانو ته دا مرستې ونه رسیږي.

نورې مرکې: