د وري په ۳۰ د دوشنبې په ورځ د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د ۸ صبح ورځپاڼې په ۳۵۸۴ ګڼې کې د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې د راپور په غبرګون کې یو ځوابیه لیکنه خپره کړه. دا راپور چې د ۸ صبح په ورځپاڼه کې د شبکې د دوه اونیز راپور د لړۍ په دوام خپور شوی؛ موضوع ېې په بیلابیلو ولایتونو کې د ملي دستارخوان د پروګرام په تطبیق کې شته ستونزې وې. د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکه د ملي مدني بنسټ په توګه، د قانون پر بنسټ چې ولسمشر او د هغه لومړي مرستیال هم د ملي دستارخوان د پروګرام په پیل کې پرې ټینګار وکړـ د دې پروګرام د څارنې صلاحیت لري له همدې امله په دې راپور کې د ملي دستارخوان پروګرام د مرستو په ویش کې د روڼتیا نشتوالي مواردو ته اشاره شوې ده.

هغه څه چې مهم دي او باید ورته اشاره وشي دادي چې، مدني ټولنې د مجرم د پیژندلو لپاره خپلې څیړنې نه ترسره کوي، بلکې د خپلو صلاحیتونو په چوکاټ کې د دولت او خلکو ترمینځ د پله په حیث عمل کوي؛ له همدې امله هغه څه چې د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې په راپور کې راغلي دي یواځې د خلکو د شکایتونو څرګندول او له خپرولو ېې موخه له مسوولانو سره ددغو ستونزو شریکول دي څو ورته د حل لاره پیدا شي. له دې امله شبکې د یاد اصلاحي اقدام په ترسره کولو سره، په دې بهیر کې د دخیلو بنسټونو په څیر د دغه پروګرام په عملي کیدو کې د روڼتیا غوښتنه کوي او په هیڅ وجه د شبکې هدف دا ندی چې په مسوولو ادارو تور پورې کړي یا ېې له پروګرامونو سره مخالفت وکړي.

څرنګه چې وړاندې هم ورته اشاره وشوه، چې د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکه خپل څارنیز پروګرام د اصلاح او همکارۍ په هدف ترسره کوي، په ورته مهال شبکه لاندې سندونه د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سره شریک وي ترڅو په بامیان ولایت کې ځینې سرغړونې ثابتې کړي او له دې امله د روڼتیا د بهیر په پیاوړي کولو کې له اړوندو بنسټونو سره لازیاته همکاري ولرو.

 

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت محترمو مسوولانو مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې ته د ځوابیه لیکنې په یوه برخه کې په بامیانو ولایت کې د یوې شورا د مشر خپلوانو ته د مرستو د ویش په تړاو لیکلي وو: «په بامیانو ولایت کې د کلیو بیاروغونې او پراختیا وزارت له ساحوي دفتر څخه د ترلاسه شوي راپور له مخې څرګندیږي چې د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې همغږی کونکی د شورا له رییس سره شخصي ستونزه لري او له امله ېې داشان مسایل مطرح کوي.» دې ادعا ته په پام سره د کیلو بیارغونې او پراختیا وزارت له مسوولانو هیله کوو چې د یادې موضوع په اړه د خپل راپور جزیات د دغې موضوع د څیړلو په موخه له موږ سره شریک کړي.

د یاد وزارت د ځوابیه لیکنې په بله برخه کې راغلي: « باید یادونه وشي چې زموږ څیړنې څرګندوي چې په دې غونډه کې ډیر معترضان، هغه کسان دي چې د ملي دستارخوان د مرستو ترلاسه کولو په شرایطو برابر ندي. له دې امله دوۍ غواړي د بیځایه غږ په پورته کولو سره د یتیمانو او بې وزلو له حقونو د ځان لپاره څه بیل کړي.» د ځوابیه لیکنې دا برخه د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې لخوا د مرستې د بهیر د ناعادلانه ویش په اړه د خلکو شکایتونو خپرولو په غبرګون کې لیکل شوې. باید ووایو هغه څه چې په دې راپور کې راغلي په دغه ولایت کې د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې د همغږي کونکي د ترلاسه شویو معلوماتو پر بنسټ لیکل شوي، که چیرې د کلیو او بیارغونې او پراختیا وزارت د یادو معلوماتو د ناسموالي په اړه اسناد په لاس کې لري، هیله کوو چې دا اسناد د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې سره شریک کړي څو په راتلونکي کې د دولت د مرستو د پروګرامونو د بهیر څرنګوالي په اړه د ناسمو راپورونو د خپریدو په مخنیوي کې له شبکې سره همکاري وکړي. په دې صورت کې شبکه کولی شي په ولایتونو کې د خپلو ولایتي همکارانو فعالیتونه وڅیړي.

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت څخه  د ځوابیه لیکنې د خپرولو په اړه د مننې ترڅنګ باید یوځل بیا یادونه وکړو چې د عدالت او روڼتیا د ټینګښت په برخه کې به د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکه له دولتي بنسټونو سره همکاره وي او له دې وروسته به هم هغه شان قضېې چې په تیر راپور کې ذکر شوي وې به بیا هم له مسوولانو سره شریکې شي څو وکولای شو لکه څنګه چې د شبکې رسالت دی د دولت او خلکو ترمینځ د پل حیثیت ولرو.

نورې مرکې: