د ولسي مرستو له پیله له هغې ډلې د ملي دستارخوان پروګرام په چوکاټ کې د مرستوبهیر له ډیرو هسکو او ټیټو سره مخامخ شوی دی. د مختلفو کسانو لخوا له هغې ډلې په مرکز او ولایتونو کې دولتي چارواکو د مرستو له بودیجې ناوړه ګټه اخیستې، د مرستو د شرایطو نه لرونکو کورنیو ته د مرستو ویش، د طالبانو لخوا د تسهیل کونکو ګواښل او د دې ډلې لخوا د مرستو د بستو تښتول له هغو مواردو دي چې تر اوسه د مرستو د ویشل د څرنګوالي په اړه راپور ورکول شوی دی.

سربیره پر دې د روغتیايي خدماتو په برخه کې یو وروستۍ پیښه چې درې اونې وړاندې رامینځته شوه د غور ولایت د کوید-۱۹ روغتون سوځیدل دي چې لامل ېې د ګازو د ډبې چاودل بلل شوي دي. مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې ته په روغتیايي خدماتو او د کرونا پرمهال د دولت د مرستو د پروګرامونو پر بهیر د یو څارونکي بنسټ په توګه د رسیدلو راپورونو له مخې په دې اورلګیدنه کې د روغتون اداري برخه او زیرمه تون په بشپړه توګه سوځیدلي دي، خو د آزمایښت او ناروغانو برخې ته هیڅ زیان ندی رسیدلی. ویل کیږي چې په دې روغتون کې له اورلګیدنې سره د مبارزې اړین توکي او امکانات موجود نه وو.

له دې پیښې لنډه موده وروسته د افغانستان اسلامي جمهوري دولت څارونکې ادارې په څو ولایتونو کې د کرونا له بودیجې د ناوړه ګټې اخیستو خبر ورکړ. د ۸ صبح ورځپاڼې د دغې ادارې د مشرې غزال حارص له قوله لیکلي چې د کرونا بودیجه په ولایتونو کې له پراخ فساد او تالا کیدو سره مخامخ ده او روغتیايي تجهیزات او اړین توکي د بازار له نرخه سلګونه میلیونه افغانۍ په لوړه بیه پیرل شوي دي. دې ادارې له شپاړسو ولایتونو ۲۲۳ تنه حکومتي مسوولان او ۹ حکومتي چارواکي له کابله پر هغوۍ د فساد د تورونو له لګیدو وروسته لوېې څارنوالۍ ته معرفي شوي دي. ۸ صبح د آغلې حارس له قوله لیکلي چې د څارونکې ادارې څیړنو څرګنده کړې چې په ۲۴ ولایتونو کې د ۹۰۷ میلیونه او ۲۶۴ زره او ۶۸ افغانیو لګښت ښيي چې توکي او تجهیزات ۳۳۰ میلیونه او ۳۵۴ زره او ۹۱۲ افغانۍ د بازار له نرخه لوړ پیرل شوي دي چې دا د یادې بودیجې له دیرشو تر څلویښت سلنو کیږي.

اخوا د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې دوه اونیز راپور له مخې د ملي دستارخوان پروګرام په هغه ولایتونو کې چې طالبانو مرسته کونکي ګواښلي د مرستو بهیر ځنډیدلی. په غور، لوګر او هلمند ولایتونو کې د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې د همغږو کونکو د راپور پر بنسټ د ملي دستارخوان پروګرامونه د امنیتي ستونزو له امله ځنډیدلي دي. دا پروګرام له پیله تر اوسه د طالبانو د ګواښونو له امله له ستونزو سره مخامخ وو.

په دې ترتیب د کرونا له امله د شته بیوزلۍ د ډیریدو د مخنیوي په موخه شوې مرستې تر اوسه هم یوشمیر اړمنو ته ندي رسیدلي. دا په داسې حال کې ده چې په مقطعي توګه د لارو تړل کیدل او د اسلام قلعه ګمرک سوځیدو د خوراکي او سوند توکو بیعې لوړې کړي دي.

نورې مرکې: