په خبرتیایی ټولنه کې دژبې او کلتور ساتنه

څیړندوى حبیب الله رفیع
Article03-09-3موږ عصر داطلاعاتو دباران عصر دى، داباران کله کله دومره تیز او خطرناک شی چې سیلونه ترې راولاړشی او کله کله په توند و او سختو ږلیوواوړی، چې دنړیوالو ژبواوکلتورکروندې ته درانه ګواښونه او بې ساری زیانونه اړوی او دژبې ژبدودیز او جوړښتی او دفرهنګ پاخه او بنسټیز بندونه نړوی.
پخوا خبرتیایی ټولنه هم لکه دژبې او کلتور دبهیر غوندې ورو ورو او تدریجی روانه وه او له خبرتیا یې بدلونونو سره ژبې او کلتوری بدلونونه ګام پرګام پرمخ روان وو او څنګ پرڅنګ یې وده کوله او طبیعی اغیز یې یو پر بل کاوه.
لومړۍ ډله ییزې رسنۍ دکتاب،جریدې ، مجلې او ورځپاڼې په بڼه وې، بیا دټلیفون ، ټلګراف او راډیو برښنایی رسنۍ ورسره ملې شوې او بیا د ټلویزیون دغږ او څیرې برښنایی وسیله پرې ورزیاته شوه.
په یوویشتمه پیړۍ کې دخبرتیایی ټولنې بهیر دومره ګړندې شو چې انټرنیټ ټولې ډله ییز رسنۍ په یوه وړه صندوقچه او کتابچه کې ځاې کړل.دمکان پولې یې ړنګې کړې اود پخوانیو رسنیو درسیدو، داونیو ، ورځو ساعتونو او دقیقو مزلونه یې یوځایی ثانیو ته راورسول او دڅوثانیو په ترڅ کې خبرونه او دپیښو څپې دنړۍ له یوه مخ نه بل او له یوه ګوټ نه بل ګوټ ته رسیږی. موږ په خپلو لرغونو اسطورو کې لیدلی چې دجم په جام کې به چې چا وکتل دنړۍ ټولې پیښې او حالونه به ورته څرګند شول او اوس انټرنیټ دا خوب تعبیر او داتصور تصویر کړ.
ژبنی او کلتوری بدلونونه بریښنایی اوګړندی نه دی، هربدلون لکه د میوو دپخیدلو یا دکښتونو درسیدلو غوندې دزمان او مکان دشرطونو پرپوړ یو پلونه ږدی او سنجیدلې او درانه ګامونه اخلی.
له یوې خوا دخبرتیا یی ټولنې چټک تګ او له بله پلوه دژبنې او کلتوری تغیراتو او بدلونونو تدریجی ګامونه ددې باعث ګرځی چې ځینې ژبې دنویو تعبیراتو او ادا په برخه کې ټکنۍ شی، په ادا او تعبیر کې پاتې راشی او دغالبو ژبو او کلتورونو ترژور یرغل لاندې واقع شی.
نوې پیښې نوی تعبیرونه، نوی لغتونه، نوی اصطلاحات او نوی کلتوری ارزښتونه رامنځ ته کوی، ددې متنونو دژباړلو په ترڅ کې باید هره ژبه دخپلې ژبې او کلتور په چوکاټ کې تعبیرونه، لغتونه، اصطلاحات او ارزښتونه رامنځ ته کړی، چې دا دژبې او کلتور دودې، پرمختګ اوبدلون یوطبیعیی بهیر دى، خو که داتعبیرونه، لغتونه، اصطلاحات او ارزښتونه مخامخ له اصلی ژبو څخه راوخیستل شی، نو بیا ژبې او ک لتورونه خپل اصالتونه او رسالتونه له لاسه ورکوی او تریوه کلتوری یرغل لاندې په قهری توګه راځی او که داسې وشی، نوبیا رسنۍ او وسایل له خلکو او اولس نه لیرې کیږی او ژبې او کلتور خپل آراواصل له لاسه ورکوی او دطبیعی ودې مخې ته یې خنډ کیږی.
ددې له پاره چې داطلاعاتو له دې ګړندی باران څخه دخپلو ژبو او کلتور دخړوبو لوپه برخه کې سمه او سالمه استفاده وکړو، باید خپله ژبنۍ او کلتوری پانګه داسې فعاله کړو چې دخپل ژبنی او کلتوری بنسټ پربنا له نوى نړیوالې نقشې سره سم له خپل ژبنۍ او کلتوری مسالې څخه په ګټه اخستلو دخپلې نوې خبرتیا یی ټولنې ماڼې ودانه کړو. په دې توګه به هم په نړیوال کلی وردننه شو او هم به دخپل کور موجودیت او حیثیت وساتو.
موږ باید داطلاعاو دباران له روان شوی بهیر سره لکه دمړی غوندې ددې بهیر په څپو کې ولاړنه شو، بلکه دیوه خوځند او ژوندی انسان په توګه به خپله اراده پکې هرې خواته چې غواړو لامبو ووهو او خپل ځان ته ګټور مسیر پکې وټاکو.
په ځآنګړې توګه پښتو یوه زړه ، مړه ، غنی ، دکوټلی ژبدود ، جوړښت او سکښت لرونکې ژبه ده چې دنړې هر ډول تعبیرونه ،لغتونه اصطلاحات او ارزښتونه په خپل تعبیر لغت، اصطلاح او ارزښت اړولې او هضمولى شی.
داپروسه له ډیر پخوا نه راروانه ده، افغانستان ته داسلام دسپیڅلی دین تر راتلووروسته دعربی ژبې لغات په لویه پیمانه دهیواد ژبو ته راغلل ، پښتو هم دامیلمانه ومنل خو دخپل لوښی رنګ یې ورکړ او دمفغن کولو بهیر یې راپیل کړ او یا یې متبادله لغتونه دخپلې ژبې په چوکاټ کې ورته جوړ کړل، حتى دینی ټرمینالوژی یې هم له خپلې ټولې سپیڅلتیا سره سره ترډیره حده په خپله ژبه راواړوله،صلوه ته یې لموڼځ ، صوم ته یې روژه، خطیب ته یې ستایوال، منبر ته یې دریځ او داسې نور نومونه ورکړل، ځینې کلمې یې دمفغن کولو ترمیچن داسې وایستلې چې شکل او معنى دواړه یې وربدل کړل، لکه تپوس چې دعربی له تفحص نه جوړ شوى، دعربی درې ځانګړی غږونه (ف، ح ، ص) یو ځایی پکې راغلی دی درې واړه وربدل کړی او معنا یې چې لټون دى دپوښتنې او سوال معنا ته را اړولی، یا ماشوم چې دعربی له معصوم نه جوړ شوى (ع، ص) یې دواړه وربدل کړی او معنا یې چې له ګناه پاک ده ددې پاکۍ یوې ځانګړې برخې ته چې په عربی کې یې صبى بولی ورځانګړې کړې ده.
همدارنګه ځینې داسې عربی لغتونه شته چې اوس یې زړه معنا په عربی کې بدله شوې، پښتو هم له خپل تعبیر سره نوې معنى ورته جوړه کړې، لکه استثمار چې پخوا دمیوې ټولولو په معنا وه او چا به چې په ناروا ډول دیوه ملت شتمنی لوټله ورته ویل کیدله، خو اوس داویی (لغت)په نوې عربی کې دپانګه اچونې په معنا دى، نو په پښتو کې موږ زبیښناک کلمه داستثمار پرځاى راوړې، چې داستثمار سیاسی ویی او لغت په ښه توګه روښانوی. همداراز ښکیلاک هم داستمعار پر ځاى رامنځ ته شوى دى.
همدا راز دنوی تمدن ځینې وسایل چې په نولسمه او شلمه پیړۍ کې جوړشوی له خپلو عربی نومونو سره راغلی خوموږ دخپلې ژبې دچوکاټ ، اصولو او پوهاوی له مخې خپل نومونه ورته ایښی، لکه: الوتکه، طیاره – جهاز او بتل تحت البحرى ، آبدوز، زیر دریایی چې زما په نظر تردې ټولو نومونو لنډ او دسادی یا په سپورټ کې دریفری کلمه چې ډیره نامانوسه او نامفهومه ده، موږ په لوبڅاری اړولې، چې دیوه پښتون اوریدونکی له پاره له اوریډو سره سم خپل مفهوم وروسوی، همدا راز لوبغاړی او لوبغالى هم دی.
موږ باید همدا لړۍ روانه وساتو او په ځانګړې توګه داطلاعاتو له باران نه دنویو څاڅکو دراتوییدلو له پاره چمتو واوسو او په خپله ژبه یې را واړوو خو ، دا کار به دژبې له ژبدود سره سم کوو او دیوې علمی ډلې تربحث ، څیړنې او ځیرنی وروسته به یې منو، نو دهیواد علمی ادارې باید ددې کار له پاره نه یوازې په پښتو، بلکې په دری کې هم علمی کمیټې وټاکی څو موږ لغت جوړونه ، تعبیر کول او اصلاح یا سمونه دخپلو ژبو داصالت اورسالت له ساتلو سره ترسره کړاى شو.زموږ ګونډې هیواد ایران دخپلې محاورې او اصطلاحاتو په چوکاټ کې لغتونه جوړوی او دسیل غوندې زموږ هیواد ته را روان دی، چې ځینې ایران زده او تیار خواره لیکوال یې بې له سنجشه ژبې ته ننباسی او په یو بل ډول افغانی دری پردۍ کوی، یا په پښتو کې ځینې کسان له خپلو لغتونو سره دنااشنایۍ له امله بهرنی یادری او فارسی لغتونه په ژباړلی ډول ژبې ته ننباسی، لکه هوا دار په طرفدار ژباړی، سره له دې چې پلوى،مینه وال لیوال ورته لرو، یا غزادار او سوګوار ته مصیبت ځپلی لیکى، سره له دې چې ویرژلى، ویرمن، ویرجن او غمجن لرو، یاخار دار ته،اغزی لرونکى وایی سره له دې چې اغزن یا اغزین لرو، یا مثلا درو ګر لوکوونکی ژباړل کیږی، سره له دې چې دلوګری کلمه لرو، نمایانګرو ته ښکاره کوونکى ویل کیږی سره له دې چې ښکارندوى او څرګندوى کلمې ورته لرو او داسې نور.
ډله ییزې رسنۍ له نویو پیښو سره نوې انګریزی او دنورو ژبو تعبیرونه راوړی، مثلا په درې کې یو خبر داسې ژباړل کیږی.
داکتر سپنتا وزیر خارجه افغانستان بقصد دهلی کابل راترک ګفت: سره له دې چې ترک ګفتن زموږ په دری او ترک کول یا پریښودل زموږ په پښتو محاوره کې له هیواده تښتیدلو او دتل له پاره تللو ته ویل کیږی، که څه هم دا تعبیر پښتو ته نه دى راغلى، خو دې ته ورته یو خبر: ((اولسمشر له کابل پوهنتون څخه کتنه وکړه)) په پښتو کې دود شوى چې سم نه دى، بلکه باید ووایو اولسمشر کابل پوهنتون وکوت، همدا راز لوبې په لاره واچولې او داسې نور ناسم تعبیرونه او اصطلاحات دی.
ددې نمونو په یادولو سره په نتیجه کې ویلاى شو چې دخبرتیایی ټولنې له چټکې ودې سره موږ کولاى شو چې دپخوتدبیرونو په نیولو سره هم دا بهیر خپل کړو او هم خپله ژبه او فرهنګله ناوړه اغیزو څخه وساتو.
دکلتوری ودې او کلتوری یرغل ترمنځ دتوپیر په باب باید ووایو چې که یو څوک په دې نوی روان بهیر کې دخوځند او متحرک انسان په توګه په خپله اراده یو خوا بلخوا ولاړ شی،داکلتوری وده ده، خو که دمړه یا بیهوښه شخص په توګه ددې بهیر له خوښې او ارادې سره هرې خواته یووړل شی دا کلتوری یرغل دى اویو وخت چې سترګې غړوی دخپل کلتور هر څه به یې دلاسه ورکړی او دکلتوری ښکیلاک په کړیو کې به راښکیل شوى وی.
نـورې ژبـې یادول که دې کـمال دى
خپله ژبه هیرول بـــې کــمالی ده

ځواب دلته پرېږدئ