مدنی ټولنه، د پیرزوینې ټولنه

په دې ګڼه کې

مدنی ټولنه، د«پــیرزوینې» ټولنه ده او همداراز نشو کولای داسې مدنی ټولنه پیدا کړو چې په هغې کې پــیرزوینه بنسټیز اهمیت ونلری. پیرزوینه څه ته وایی؟ پیرزوینه یا مدارا یعنې په معموله او معقوله توګه د نورو منل. البته چې پیرزوینه- به د انسان د ژوند د نورو حیاتی ځلاو په شان- کله هم بشپړ تعریف پیدا نکړی. د بیلګې په توګه که څوک خپله معقوله او معموله لاره انسان وژنه بولی، د هغه په وړاندې پیرزوینه بې معنی ده.

FaslNamaپیرزوینه عملی موضوع ده او د ټولنیزو اړیکو په آزمویلو کې، خپل کیفیت څرګندوی. خو د دې موضوع بنسټ د انسانانو کړنو او تیروتنو ته دکتنې له مخې راڅرګندیږی. په بل روایت هغه څوک چې انسان پیژندنه ېې پیرزوینې ته لاره ورکوی، په عمل کې په زیاتې زړورتیا سره مدارا کوی. انسان پیژندنه یعنې د انسان بیلابیلو احوالو پیژندنې په اړه څیړنه: فردی انسان، انسان په ټولنه کې. انسان په تن کې، انسان په فرهنګ کې، انسان په تاریخ کې، انسان په جغرافیا کې، انسان په دین کې، انسان په جګړه او داسې نور. په داشان احوالو کې د انسان پیژندنه د زیاتو اطلاعاتو را غونډولو ته اړتیا لری. هرڅوک چې وغواړی په دې اړه وپوهیږی معلوماتو او اطلاعاتو ته اړتیا پیدا کوی. د اطلاعاتو هرډول ترلاسه کول او کسبول د هرډول انسان پیژندنې بنسټ دی همداراز هغه انسان پیژندنه چې پیرزوینې ته لاره ورکړی هم زیاتو اطلاعاتو ته اړتیا لری. پیرزوینه د بې خبرې په صورت کې معنا نلری او نشی رامنځته کیدای. که څوک یواځې ځان وپیژنی او د خپلې نړۍ « او هغو ډولونو او تکثر په اړه چې پکې دی» بې خبره وی، داسې کس نشی کولای د پیرزوینې له ډلې څخه وی. ځکه چې پیرزوینه یواځې په ټولنیزو اړیکو کې ازمویل کیږی او پیرزوکونکی کسان پوهیږی چې د کثرت په عالم کې ژوند کوی او په دې نړۍ کې بیلابیل باورونه، لیوالتیاوې، غوښتنې، ښه او بد موجود دی. هغه بې خبره ندی؛ او مطلع انسان دی چې د خپلو اطلاعاتو په ارزښت پوهیږی.

خو همدا انسان چې د اطلاعاتو له مرستې پرته نشی کولای د انسانی نړۍ د تکثیر په اړه پوه شی، له دې امله چې یو پیرزومند کس وی، دخپلو اطلاعاتو ارزښت په عمدی توګه نفی کوی. په دې شرحه:

هغه چې خپلو بارونو ته زیات لیواله دی، پوهیږی چې په دې نړۍ کې زیات باورونه، لیوالتیاوې او نور دودونه شتون لری چې د هغه له دینی او فرهنګی معتقداتو سره په ټکر کې دی. له داشان موضوع څخه د هغه خبروالی کیدای شی په هغه کې حد اقل دوه ډوله غبرګون راوپاروی:

لومړ: دا چې هغه پوهیږی د صواب لومړۍ بڼه همدا ده، او دخپل ژوند د لارې په توګه ېې غوره کړې، نو ټولې نورې لارې او دودونه چې د هغه له باورونو سره په ټکر کې دی باطل بولی او د هغو باورونو کسان بیلاری شوی بولی.

دوهم: په نړۍ کې د مکثرو دودونو، لارو او باورونو په اړه د ترلاسه شویو اطلاعاتو له مخې، د نفی کونکو قضاوتونو په لور لاره نه جوړوی، د قضاوت پرمهال، تم کیږی او له قضاوته لاس اخلی. یعنې په هغه وخت کې چې پر خپلو اطلاعاتو په تکیه کولو د نورو عقایدو او باورونو په اړه د نفی او ابطال پریکړه وکړی، تم کیږی او له نفی قضاوت کولو څخه په لاس اخیستو، پر خپلو اطلاعاتو سترګۍ پټوی او د قضاوت ارزښت په قصدی توګه نفی کوی. دا کار یعنې نور په معقوله او معموله توګه منل دی. هرکله چې داشان کس له کټمټ داسو اطلاعاتو سره مخ کیږی، نو په بیړې ورته قطعی کیږی چې دی دنورو په څیر په خطا لاره تللی، نو باید بې له ځنده د خپل ژوند لیوالتیاوې، ډولونه او باورونه باطل اعلان کړی او هغو ته د بد کتو په لور سترګې پرانیزی او په سپکاوی ېې لاس پورې کړی.

نشی کیدای چې د یو هیواد د خلکو د ژوندانه بیلابیلو متکثرو بنسټونو څخه سترګې پټې کړو او په هماغه حال کې د مدنی ټولنې سودا هم له ځانه سره ولرو. پیرزوینه یعنې د دې موضوع منل، که په یوې ټولنه کې دخلکو د ژوندانه باورونه، سلیقې او ډولونه، له یوبل سره، یو ډول او همغږی نه وی، عیب او نقص ندی او باید له داشان وضعې څخه اندیښمن نشی او د یوې حل لارې پیداکیدو په لټه کې شی.

تر اوسه په افغانستان کې، مدنی ټولنه نده څرګنده شوې له همدې امله آن کله چې د پیرزوینې بیلګې وینو. نو واقعیی ځغم نشو تجربه کولای. د خپل قلمرو له مذهب څخه یو مثال ورکړم:

زموږ په هیواد کې (د پیروانو د شمیر زیاتوالی) له مخې دوه مذهبه تسنن او تشیع موجودی دی. ددغو دوه مذهبونو پیروان په بشپړه توګه یوبل ځغمی او له یوبل څخه د( اهل تشیع ورونو او اهل تسنن ورونو) په نومونو یادوی. د دې نسبی پیرزوینې او ځغم بنسټ څه دی؟ ځواب روښانه دی: د دې کار بنسټ د اشتراکاتو رابرسیره کول او له اختلافاتو سترګۍ پتول دی. له دې لارې څخه کار اخیستل زیات پلویان لری او د دې کار ښې ګڼې د خیر خوا او مصلحت غوښتونکو کسانو د لیکنو له لارې زیات تبلیغ شوی دی. وایی سنیان او شعیان دواړه مسلمانان دی؛ دواړه داسلام په پیغمبر، قران کریم او قیامت باور لری او اختلافات ېې په فرعی چارو کې دی. اوس نو سالم عقل دا وایی کله چې دوه انسانان د دین په بنسټونو او اوصولو کې سره همغږی وی، نور نو دا معنا نلری چې د فروعاتو پرسره سخړه وکړی، دا تګلاره په ظاهره منطقی ده، خو د یوې مدنی ټولنې وارمخکې پیرزو شویو فرضونو سره بیګانه ده. ځکه چې په دې تګلاره کې لومړی د سنیانو او شعیه ګانو اطلاعات، په دوه برخو ویشل کیږی:

لومړی – بنسټیز او کارنده اطلاعات
دوهم – فرعی او دوهمه درجه معلومات

او هغه مهال دواړه لوری په خپل وار سره پر دې ډاډه کیږی چې د بنسټیزو او کارنده اطلاعاتو (یعنې پرخدای، پیغمبر او قرآنکریم او معاد) په اړه دواړه لوری کومه ستونزه نلری، د دواړو لوریو فرعی او دوهمه درجه اطلاعات له هغومسایلو څخه پرده پورته کوی چې بنسټیز اهمیت نلری او کیدای شی د لږ زیار په ویستو پرهغې سترګې پټې کړو. خو مدنی پیرزوینه هغه مهال څرګنده کیږی چې موړ د بنسټیزو او لومړی درجه اطلاعاتو پرمنځپانکې سره ښکیل شو. د بیلګې په توګه یو سنی او یا شیعه له ځان سره ووایی:

«زه پوهیږم چې فلانی شیعه یا سنی، فلانی اعتقادات لری او پوهیږم چې هغه اعتقادات زما له باورونو سره سمون نخوری. آن فکر کوم چې هغه په بشپړه توګه په غلطې لارې روان دی. له دې ټولو سره سره ، پریږدم چې هغه د خپلې ذهنی او عینی نړۍ په برخه کې هماغه شان چې دی په معموله توګه پاتې شی او د خپلې عقیدې په ټولګه کې د ځان د خلاصون لاره پیدا کړی.».

د پیرزوینې پیل د اختلافونو د لیرې کولو او پر وحدت د کثرت د بدلولو ټکی ندی. پیرزوینه په خوښۍ سره د اختلافاتو او تکثر له منلو څخه پیلیږی. په پیرزوینې کې د نورو د باورونو او معمولو طریقو د ردولو او باطلولو پرځای، د خپلو اطلاعاتو د اقتدار له نفی کولو څخه کار اخلی. وایو: «پوهیږم، خو خپل پوهاوی له وزن څخه دورمه راکموم ، چې ته به وایې هیڅ نه پوهیږم».

د « موسا او شپون » په مشهوره کیسه کې- د مولوی د روایت له مخې کله چې به پوهیده شپون د خدای په اړه په ذهن کې ناسم انځور لری او هغه انځور په بې ادبانه ژبه وړاندې کوی، نو هغه به ېې ډاروه. او وایی:

گند ِ کفر تو جهان را گنده کرد
کفر تو دیبای دین را ژنده کرد
گر نبندی زین سخن تو حلق را
آتشی آید بسوزد خلق را

او شپون له خپلې کړنې په پښیمانۍ سره وایی:

گفت: ای موسا دهانم دوختی
وز پشیمانی تو جانم سوختی

آنگاه:

وحی آمد سوی موسا از خدا
بندۀ ما را ز ما کردی جدا
تو برای وصل کردن آمدی؟
یا برای فصل کردن آمدی؟

د موسا او شپون ترمنځ په خبرو کې د اطلاعاتو راکړه ورکړه کیږی. موسا د خدای اړه معلومات لری، خو کله چې دخدای په اړه د شپون له معلوماتو خبریږی نو هڅه کوی، د هغه معلومات د خپلو معلوماتو په شان کړی؛ ځکه چې خپل معلومات او پوهاوی ډیر جدی نیسی او هغه مصالحه نه منونکی بولی.

البته چې دا ریښتینې کیسه نده. یعنې له پیرزوینې څخه دفاع ده نه له خدای تعالی څخه. که په بل ډول ېې ووایو، مولوی دا کیسه ځکه لیکلې ترڅو د پیرزوینې په اړه خپل نظر څرګند کړی.

د یوې مدنی ټولنې بنسټ ایښودو لپاره زموږ د هریو لیوالتیا کولی شو له دې سره پرتله کړو چې هریو څومره پر پیرزوینې باور لرو. او په عمل کې ېې تمرین کوو. څومره تیاری لرو چې خپل اطلاعات پراخ کړو او هغه مهال د خپلو اطلاعاتو ستره برخه د پیرزوینې په خاطر قربانی کړو.

………………………………………………

دیدگاهتان را بنویسید