د افغانستان او پاکستان ترمنځ د امن جرګې د جوړولو په مناسبت د افغانستان د بشری حقونو او مدنی ټولنې پیغام

CSHRN-Logo
د لوی او بښونکی خدای په نامه
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د امن جرګې د جوړولو په مناسبت د افغانستان د بشری حقونو او مدنی ټولنې پیغام
 د طالبانو له ماتې وروسته د تاریخو بدلونونو د پړاو پیل،د افغانستان خلکو لپاره د غوره فرصتونو د جوړولو زمینه،زمونږ په ګران هیواد کې د سولې اوټیکاو د ترلاسه کولو څخه ګڼل کیږی.زمونږ خلکو د سیاسی،ټولنزو،فرهنګی او اقتصادی مشارکت لپاره خپل لومړنی ګامونو ډیر سخت خو له ارزښته ډک ګامونه پورته کوی.د مدنی ټولنې د جوړښت لپاره د زمینه د برابرولو لپاره له ننګونو څخه ډکې خو با ارزښته هڅې روانې دی.هیواد له خپل منځیو جګړو او سیمه ایزو شخړو وروسته نسبتاً ارامه ساه اخلی،د افغانستان دولت چې جګړو یې اساسی بنسټونه نړولی ول،نوی خښته په خښته کږدی او د بیا رغونی لپاره هڅې کوی.

له بده مرغه چې دغه تاریخی فرصتونه له جدی ننګونو سره مخامخ دی،تر ټولو ستره ننګونه د امنیت نشتوالی او د ختیځو لویدیځو او سهیلی پولو له لارې دګاونډیو هیوادونو په ځانګړې توګه د پاکستانی ځواکونو ښکاره لاسوهنه ده.ددغو لاسوهنو په پایله کې طالبان چې د نړیوالې ټولنې له خوا د ترهګرو په نامه یادیږی ځواکمن کیږی،طالبان د افغانستان دخلکو د ملی ا و تاریخی ارزښتونو د ودې په وړاندې ستر دیوال دی، د القاعدې،د متعاصبو اسلامی عربو،متعاصبو افریقایی ډلو،مرکزی اسیا او قفقاز په څیر ترهګرو څخه ملاتړ د پاکستان له لارې ترسره کیږی.

تر ټولو دردونکې او له وحشته ډکې پیښې ځانمرګې بریدونه دی له پردیو متعصیبینو څخه افغان متعصبینو ته یې لاره پیدا کړی او دسلګونو افغان ماشومانو ،ښخو او سړیو خواږه ځانونه اخلی او په زرګونو تنه ټپیان،معلولین او معیبوب کوی، دا خپل ددې خبرې شاهد دی چې په نړیوال ترهګر له افغانستانه ګټه اخلی او په افغانستان کې دعراق په څیر له تکتیکونو څخه کار اخلی.

د افغانستان خلک او مدنی ټولنه،ددې ټولو خونړیو او دردونکو پیښو زغم نلری،د افغانستان د بشری حقونو او مدنی ټولنه ددې غوښتونکې ده چې د افغانستان دولت د سیاسی او ټولنیز رهبر په توګه له ټولو ځواکونو سره د ملی ارزښتونو د ساتنې په موخه د دا ډول پیښو په اړه جدی ګامونه پورته کړی،په هیواد کې د بیارغونې او دیموکراسۍ ټینګښت، پرته له سولې ،ټیکاو او امنیت څخه شونی نه دی.

د امن جرګه د دوه ګاونډیو هیوادونو ترمنځ د شته ننګونو او امنیت د ټینګښت لپاره هڅه ده.د تاریخ په اوږدو کې د جرګه له ځانګړی اهمیت څخه برخمنه ده،هیله دا ده چې د امن جرګه په اوسنیو شرایطو کې په ځانګړې توګه د سرحدی شخړو په اواری کې مهم رول ولوبوی.

د افغانستان د بشری حقونو او مدنی ټولنه د امن جرګې د ټولنیزې او ارزښتمندی په موخه د جرګې د جوړولو کمیسیون ته لاندې موارد وړاندېز کوی.
۱ . له بده مرغه د ښخو د ارزښت لرونکو نقشونو کمښت،د جرګی ارزښتونه کموی،یو ځل بیا د امن جرګی د جوړولو له کمیسیون څخه غوښتنه کیږی تر څو دغه مسئله په جدی توګه له ګانډیو هیوادونو سره شریکه کړی،د افغانستان د بشرې حقونو او مدنې ټولنې په دې باوری دی چې دغه کار د جرګی ارزښتونه کموی،خو که چیرې دا نقش د پاکستان لپاره د منلو وړ نه وی د افغانستان لوری باید د هغو ټولنو چې د افغانستان دښځو استازیتوب کوی،یا له فعالو او مهمو ښځو،د مدنی ټولنې چې د ښځو د حقوقو په برخه کې کار کوی،پیغامونه له ځان سره ولری.
۲ .د جرګې موخه چې په دوامداره ستراتیژۍ بدلیږی،هغه ټکی دی چې باید په جدی توګه پرې خبرې اترې وشی،د افغانستان خلک اړتیا لری تر څو دغه ستراتیژی په ډیرې ساده ژبه وپوهوی، له بده مرغه چې هیوادوال لا تر اوسه هم د جرګې د کړنو او یا نه کړونو یا د هغه څه په اړه چې باید په جرګه کې وڅیړل شی یا ونه څیړل شی ښکاره او روښانه ذهن نلری.له دې امله ښایی چې یو د خبرتیا یو پراخ کمپیان په لاره واچوی.

۳ .په اوسنی وخت کې چې نړۍ افغانستان ته په معاصر نظر ګوری،ضروری ده چې د شخړو د حل لارو چارو ته هم جدی پاملرنه وشی،د شخړو د حل په مهمو لارو کې په هیواد کې دننه د ټولنیز بحث جوړل دی. بل مهم عنصر بیا دنړیوالو حقونو رول دی د جرګی په پریکړو کې د نړیوالو حقوقو تضمین ځانګړی اهمیت لری.
د دوو ګاونډو هیوادونو ترمنځ تاریخی اړیکې ښوولې چې د نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه د سیمه ایزو ځواکونو د ضمانت پرته هیڅ یوه پریکړه عملی شوې نه ده

د نړیوالې ټولنې فشار د سیاسی او ټولنیزو تحریمونو په برخه کې د سرغړونو څخه مخنوی کوی.

۴ .د بشری حقونو غوښتنه،چې افغانستان او پاکستان ترمنځ د قضایاو دحل له مهم عنصر څخه شمیرل کیږی ،باید د جرګې په کار کې شامل شی،د دواړو هیوادونو په پولو کې بې ځایه شوی د دواړو هیوادونو د متعصیبنو او مخالفینو لپاره جنګیالی جوړیږی،ترهګر د اواره ځوانانو څخه خپل سرتیری برابروی چې د دواړو هیوادونو په پولو کې سرګردانه دی،په مذاکره کې شامل دولتونه بیاد په ملی او نړیوال کچه د منازعو د حل لپاره د یو بل ژمنو ته احترام وکړی.
۵ .له ترهګرۍ سره مبارزه،حقوقی چوکاټ ته اړتیا لری،او وړاندیز کیږی تر څو د دواړو هیوادونو له حقوقی متخصصین کاری ډله د رسمی او اعتبار لرونکی قرارداد مسوده چمتو کړی تر څو د امن جرګه هغه تصویب کړی او د دواړو هیوادونو لپاره په یوې مهمې حقوقی منبع بدله شی،په دې تړون کې د سرغړونو او له حدودو څخه د تیریدنې شرطونه ثبت شی او د دواړو هیوادنو حکومتونه یې پلی کړی. د افغانستان د بشری حقونو او مدنی ټولنه له لوی خدی څخه د امن جرګی د لا بریالیتوبونو غوښتنه کوی او ددې با ارزښته پروګرام د پلی کولو بریالیتوب غواړی.د افغانستان د بشری حقونو او مدنی ټولنې هر ډول ارزښتمندې او اجتماعی بحث ته چمتو دی او د قانون د حاکمیت،دیموکراسۍ او د مدنی ټولنې د ارزښتونو پر بنسټ په ټولنه کې د بشری حقونو عامه ول دی.

ځواب دلته پرېږدئ