دتسلیت پیغام

CSHRN-Logo
د لوی او بښونکی خدای په نامه
دتسلیت پیغام

دافغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې ددالانشاه مدیره پلاوې، خپل د تسلیت او همدردۍ پیغام د میرمن ثریاپرلیکا د پلار ښاغلی ارواښاد محترم الحاج محمد حریف، د مړینې له امله د ارواښاد کورنۍ او دوستانو ته وړاندې کوی. میرمن پرلیکا چې په هیواد کې دښځو له حقونو څخه ددفاع کونکو له کسانو څخه ده، اود افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونوشبکې غړی توب هم لری په دغه غم کې ورسره ځان شریک بولو.

اروا دې ښاده وی!

دافغانستان د مدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکې د دارالانشا او مدیره پلاوی

کابل دوری ۱۰ د لمریز۱۳۸۷ کال

 

ځواب دلته پرېږدئ