په افغانستان کې د رسنیو د آزادیو په وړاندې د محدودیتونو رامنځته کیدو په اړه د افغانستان د مدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکې اعلامیه

CSHRN-Logo
د لوی او بښونکی خدای په نامه
په افغانستان کې د رسنیو د آزادیو په وړاندې د محدودیتونو رامنځته کیدو په اړه د افغانستان
د مدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکې اعلامیه
 له څه مودې راهیسی چې په رسنیو کې د هندی سریالونو د بندیو په موخه کوم بحث راپیداشوی، دغه بې وخته بحث د خلکو او مدنی ټولنو ځینې اندیښنې راپارولی. او ددې ویره شته چې افغانستان به یوځل بیاد دتندلارو کړو قربانی شی، چې دهغې جبیره کول به ډیر ستونزمن کاروی. بلخوا داویره هم شته فرهنګی آزادی چې افغانستان کې په خپلولومړیو مرحلو کې ده، او دا په نړې کې په یوې ښې بیلګې هم بدله شوې او ددغه هیواد وګړی هغې ته زیاته اړتیا هم لری به له ستونزو سره مخ شی.

۱. دافغانستان اساسی قانون، دوګړو آزادی، دهیواد دحقوقی چوکاټونو په لړ کې د مهمې ښکارندې په توګه په رسمیت پیژندلی، د رسنیو آزادی، د وګنیزو او فرهنګی آزادیو له مهمو عنصرونو څخه ده. له دې امله د ملی قوانینو له مخې په دغه برخه کې ممانعت شتون نلری.

۲.دافغانستان دولت، د ملګرو ملتونو سازمان حقوقی، اقتصادی او سیاسی نړوال کنوانسیونونه منلی او ورته ژمن دی.دغه کنوانسیونونه چې د بشری حقونو له مهم عنصرونو څخه شمیرل کیږی، فرهنګی او وګړنیزې آزادۍ یې په رسمیت پیژندلی او دهغې په وړاندې باید هیڅ خنډ شتون ونلری.

۳. دافغانستان دولت د ملګرو ملتونو سازمان دغړی په توګه، ددغه نړیووال سازمان منشور ته ژمن هیواد دی. دملګرو ملتونو سازمان منشور، د نړیوال امنیت اوسولې د ټینګیدو تضمین کونکی دی، او له غړو هیوادونو غواړی ترڅو وګړنیزو حقونو ته احترام د خپلو کارونوپه لومړی توبونو کې راولی.

دافغانستان دمدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکه چې په افغانستان کې کې د بشری حقونو همغږې کونکې ټولنه ده، ددغه مبحث د دوام په اړه خپله اندیښنه څرګندوی، او داطلاعاتو او فرهنګ ،مدنی ټولنو ،د هیواد دولسی جرګې غړو څخه غواړی، ترڅو د غونډو په جوړولو سره ددغو ستونزو د له منځه وړلو لپاره یو لاره پیداکړی.

دافغانستان دمدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکه په دې باورده ، چې داسلام مبارک دین ته احترام د افغانستان د زوریدلو خلکو له باورونو او ارزښتونو څخه دی. نو ددغه پاکو باورونو څخه باید هیڅ څوک د ناوړه ګټې اخیستنې مجال پیدانشی کړای.

دافغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه، له جلالتمآب ولمشر حامدکرزی، څخه چې د اساسی، قانون له مخې د وګړنیزو حقونو تضمین کونکی دی، په احترامانه توګه غواړی، د خپل مسولیت او سلاحیت څخه د په ګټې اخیستنې ، په دغې موضوع کې وساطت وکړی او یوسمه دحل لاره دې ورته پیداکړی.

 

ځواب دلته پرېږدئ