«نیلو»، داستانی مجموعه دکال ترټولو غوره اثر

CSHRN-Logo
د لوی او بښونکی خدای په نامه
«نیلو»، داستانی مجموعه دکال ترټولو غوره اثر

نیلو، دافغانې لیکوالې آغلې بلقیس مکیز دلنډو داستانونو دریمه مجموعه ده، چې په دې وروستیو کې خپره شوې ده. دغه اثر په پښتو ژبه لیکل شوی دی، چې دیارلس لنډ داستانونه لری، او دهغه کانکور چې د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت له لوری جوړشوی وو کاندید هم وه، په دغه پروګرام کې د نیلو د داستانونو مجموعې ترنور لوړ ځای ترلاسه کړ، او لومړی مقام ګټونکې شوه.

د نیلو داستان دیوې افغانې میرمنې دردونکې تیرشوی ژوند انځور دی، چې د بلقیس مکیز له لوری دیوعاطفی داستان په توګه لیکل شوی. په دغه داستان کې نیلو دهغو ناوړه ټولنیزو دودونو چې دناوړه سنتونو څخه راپیداشوی قربانی کیږی. په دغه کانکور کې بلقیس مکیز یو له هغوافغانو میرمنو څخه چې د ادبیاتو په برخه کې زیات کارکړی وپیژندل شوه. چې په لیکنو کې په ټولنه کې د ښځو پرونډې زیاته پاملرنه شوې، او دهغوۍ ټولنیزې ،اقتصادی او سیاسی ستونزې رابرسیره کړی.

بلقیس مکیز، په ۱۹۵۰ میلادی کال کې نړۍ ته سترګې پرانیستې، چې په ټولنه کې د ښځو د ونډې په برخه کې د پام وړ خدمتونه کړی. د بلقیس مکیزې زیات آثار خپاره شوی چې مهم یې «مات قلم»، «تپ» و «نیلو» یادولی شو.

میرمن بلقیس مکیز، اوس د افغانستان دمدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکې د دارالانشاه مسولې په توګه کار کوی. دافغانستان دمدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکې د خپرونو او اطلاعاتو څانګه میرمن مکیز ته دغه ارزښتمنه بریا دزړه له کومې مبارکی وایی، او په دغه ستره لاره ورته د زیاتو بریاو هیله کوی.

د کتاب مینه وال کولې شی د شبکې ادارې سره د اړیکې په نیولو دمیرمن بلقیس مکیز دغه کتاب ترلاسه کړی.

 

دیدگاهتان را بنویسید