د بلخ ولایت دالبرز سیمې د بیځایه شویو خلکو د ستونزو په اړه په مزارشریف ښارکې د مدنی ټولنو راغونډیدل

CSHRN-Logo
د لوی او بښونکی خدای په نامه
د بلخ ولایت دالبرز سیمې د بیځایه شویو خلکو د ستونزو په اړه
په مزارشریف ښارکې د مدنی ټولنو راغونډیدل

یپه شمالی سیمو کې د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې دهمږۍ دفتر، د مزارشریف په ښارکې دالبرز سیمې د بیځایه شویو کورنیو د وضعیت او د هغوی د لومړنیو ستونزو د اوارۍ په خاطر بیځایه شویوکورنیو ته د امکاناتو نه شتون په اړه د یوې غونډې په ترڅ کې اندیښنه څرګنده کړه.

په دغه غونډه کې دمدنی ټولنو،ځایی رسنیو، یو شمیر روڼ اندو، یوشمیر دولتی ادارو، د بلخ ولایت د ولایتی شورا رییس، دافغانستان د بشری حقونو د خپلواک کمیسیون استازی او د نړیوالې ټولنو استازو ګډون درلود.

په دغه غونډه کې ګډون والو ددغو ستونزو څخه د وتو او بیځایه شویو کورنیو ته د دولت، نړیوالو ټولنو، رسنیو او دمدنی تولنو د پام راړلو بحث وشو، او له دغې ستونزې څخه د وتو لارې یې مطرح کړې.

په شمالی سیمو کې دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې همغږ ی کونکی سروش کاظمی، د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې سایت ته وویل: « د غونډې ګډوالو نه یواځې دا چې د البرز سیمې دستونزو په اړه بیلابیل نظرونه ورکړل بلکې ، په شمالی سیموکې د ټولنیزو ستونزو په اړه وړاندیزونه مطرح کړ »

کاظمی زیاته کړه: « چې د بحیث وړ موضوع سیاسی ، ټولنیز، فرهنګی، اقتصادی او ښاریز کیدل وه، یوشمیر بیا په دې باور دی، چې په شمالی سیمو کې د مدنی ټولنې دفتر د شمالی سیمو د ستونزو په اړه یو ګډ پیغام خپور کړ. چې په دې اړه ېې د ملی او نړیوالو ټولنو پام راجلب کړ. »

ددغې غونډې یو ګډون کونکی سهراب سامانیان، وویل: « په هیوادکې د ورستیو بیځایه شویوکسانو ستونزو ته په پام سره، هغه مدنی ټولنې چې د هیواد په شمالی سیموکې دمدنی ټولنې له شبکې سره همکاری لری، دې باور ته ورسیدل چې ددغو ستونزو په اړه ټاکلې پیغام ولری او د افغانستان دولت او نړیوالو ټولنو پام باید دغې موضوع ته راواړوی. له همدې امله وو چې ددغې غونډې ګډونوالو د البرز سیمې د خلکو ستونزو په ځانګړې توګه په دغه سیمه کې د بې روزګارۍ، روغتیایی آسانتیاو ته نه لاس رسی او دغو بیځایه شویو کسانو ته د روزنې او پوهنې په برخه کې مرسته او همداراز دهیواد نورو شمالی سیمو په اړه یوه اعلامیه تصویب کړه . » ددغې اعلامې په ځینو برخو کې داسې راغلی:

  • دافغانستان دولت، د لومړنیو مرستو راجلبولو لپاره د ملی او نړیوال کمپاین په لاره اچولو سره، د نړیوالې ټولنې جدی مرسته لاجلب کړی. په دې اړه د ګاونډیوهیوادونو سره په ځانګړې توګه دمنځنۍ آسیا هیوادونو سره د اړیکې په ټینګولو په دغه برخه کې لومنۍ ستونزې اوارې کړو. دهیواد په شمالی ولایتونو کې د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه ددغې موضوع په اړه د اندیښنې په څرګندولو سره د افغانستان له دولت څخه په احترامانه توګه غوښنته کوی ترڅو ددغې کمپاین په لاره اچولو کې جدی او عملی اقدام وکړی.
  • هغه ملی او نړیوالو رسنې چې د هیواد په شمالی سیمو کې،کارکوی او ددغه کمپاین په اړه د نړیوالو ټولنو په ځانګړې توګه د هغو ټولنو چې په افغانستان کې د بشری حقونو د ملاتړ په برخه کې فعالیت کوی او سره یوموټې دی ، اغیزمن پروګرامونه جوړکړی.
  • د هیواد په شمالی سیمو کې خصوصی سکتور چې پام وړ پرمختګ څخه برخه من دی، په دغه کمپاین کې خپله ملی او انسانی ونډه ادا او ددغې دردناکې ټولنیزې ستونزې ته دې د نورو دولتی او نړیوالو ټولنوسره په همغږۍ کې د اوارۍ مناسبه لاره پیداکړی.
  • د مدنی ټولنې دې په دې له دغې لړې څخه د ملاتړ او پلی کولو لپاره په خپل وارسره خپل جدی پام راواړوی، او د شته امکاناتو څخه په ګټې اخیستنې مستحقو کسانو ته د مرستو په رسولو کې خپله ونډه اداکړی او د مسوؤلو ټولنو ملاتړ وکړی.

اعلامیه د رایو په اتفاق د ګډونوالو له لوری تصویب شوه.

ددغې ناستې ګډوالو دداشان ګټوروغونډو دوام وستایه او په شمال کې د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې له دفترڅخه ېې د دیته ورته غونډو جوړولو لپاره یې مننه وکړه.

ځواب دلته پرېږدئ