دیو بریالی خبریال له له کارونو څخه ستاینه

CSHRN-Logo
د لوی او بښونکی خدای په نامه
دیو بریالی خبریال له له کارونو څخه ستاینه

دافغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه، دهیواد په شمالی ولایتونو کې د بی بی سی راډیو خبریال هارون نجفی زاده څخه ستاینه کوی.

په دې وروستیو کې د بی بی سی راډیو بریالی خبریال ښاغلی داود نجفی زاده دهیواد په ځینو شمالی سیمو کې له وچکالۍ څخه دراټوکیدلو ستونزو په اړه تحلیلی راډیویی خپرونې جوړې کړی چې د بی بی سی راډیو د څپو له لارې خپرې شوی، دغو خپرونو پرمسولو ټولنو اوادارو سترې اغیزې لرلی، او دغو ټولنیزو ستونزو ته د لازیات پام راجلبول، یوه اندازه مثبت غبرګونونه هم راپارولی. له دې امله دافغانستان دمدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکې مدیره پلاوی ددغه خبریال د سترو کارونو د ترسره کولو په ځانګړې توګه د ښاریزکیدو فرهنګ دعامولو په ویاړ ښاغلی نجفی زاده ته یو ستاین لیک منظور کړ.

په هغه غونډه کې چې له همدې امله، دهیواد په شمال کې دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې د همغږۍ دفتر له خوا جوړه شوې وه ، رسنیو او یوشمیر نورو دولتی ټولنو استازو ګډون کړې وو. په دغه غونډه کې په شمالی سیمو کې د مدنی تولنې او بشری حقونو شبکې همغږی کونکی سروش کاظمی، د ښاغلی نجفی زاده د فعالیتونو په اړه خبرې ورکړې او د مدنی ټولنې او بشری حقونو د مدیره پلاوی د ستاینې پیغام د اورولو وسیله شوو.

وروسته د بلخ ولایت د ولایتی شورا رییس ښاغلی فرهاد عظیمی دافغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې ستاین لیک ښاغلی هارون نجفی زاده ته ورکړ، او هغه ته ېې د لازیاتو بریاو غوښتنه وکړه.

غونډه په دې هیله چې د رسنیو کارکونکې وتوانیږی، د بشری حقونو په عامولو او د مدنی ټولنو به استحکام کې د اهمیت وړ ونډه ولری پایته ورسیده.

 

دیدگاهتان را بنویسید