څیړنې، غبرګونونه او پایلې

CSHRN-Logo
د لوی او بښونکی خدای په نامه
څیړنې، غبرګونونه او پایلې

دافغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې، په هرات ولایت کې د لویدیځ زون ساحوی دفتر له لوری د شینډنډ ولسوالۍ په عزیزآباد کلی کې دبیګنا کسانو د وژنې په اړه یوه اعلامیه خپره کړه.

دغه اعلامیه مدنی ټولنو، روڼ آندو او په لویدیځ زون کې دبشری حقونو خپلواک کمیسیون له سیمه ایز دفترسره په مرستې او همغږۍ کې صادره کړې، چې دغه اعلامیه د دولتی، غیردولتې، او په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې او ایساف او ناټو ځواکونو دفترونو ته به پراخه کچه خپره شوې، چې زیات غبرګونونه یی هم په ځان پسې لرل.

دافغانستان دمدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکه، له خپلو ټولو مرسته کونکو ټولنو څخه چې ددغې اعلامې څخه یې خپل ملاتړاعلان کړې مننه کوی او په ادې اړه د افغانستان دولت جدی غبرګون هم د پام وړ ګڼی. په دې اړه هغې سیمې ته د ولسمشر حامدکرزی سفر، او له خلکو څخه د دولت او یونما مادی او معنوی ملاتړد یادونې وړ دې.

حکومت دیوڅیړنیزکمیسیون په جوړولو سره هڅه کړې ترڅوپه دې اړه څیړنه وکړی، ددغه غیر انسانی عمل لاملونه پیداکړی. که څه هم چې تراوسه د څیړنو پایله جوته نده، خو د ولسمشر جدیدت په دې اړه ددښکارندوې دې چې داغه کمیسیون به دخپل کار پایلې ډیر ژر اعلان کړی.

ناټوهم په دغه برخه کې، خپلې لومړنۍ څیړنې ترسره کړی.خو دغو څیړنو ځینې تیروتنې لرلې،چې د سترو غبرګونونو لامل هم شو. ددغو څیړنو غیراقعی والی یو لامل له ملی ټولنو په ځانګړې توګه مدنی ټولنو سره همغږی نه درلوده.

اوس چې ددغو څیړنو بل پړاو پیل شوی، دافغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه ، په لیوالتیا او مسولیت سره دغه څیړنې څاری.

په افغانستان کې دملګرو ملتونو سازمان نماینده ګۍ هم په دې اړه څیړنې ترسره کړی.د یونما څیړنو عینې واقعیتونه ښول. دافغانستان دمدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکه هیله لری ترڅو دغه څیړنې دوام ولری او یونما وشی کولې دملی او نړیوالو ټولنو په همغږې کولو کې ښه ونډه ولوبوی.

په دغې اړه دافغانستان د بشری حقونو خپلواک کمیسیون له خواه هم څیړنې ورانې دی. هیله لرو دغه څیړنې هم وشی کولې په افغانستان کې د ملکی خلکو د مرګ ژوبلې د کچې په راټیټوالی کې اغیزمن وی .

ددغې دردونکې پیښې په انعکاس کې ملی او نړیوالو ټولنو مهمه ونډه لرله. د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې اعلامې هم په ځینو ملی او نړوالو رسنیو کې انعکاس وکړ.

دافغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې، د خپلو نمایندګیو له لوریه دهرات په ښارکې او همدارا هغه ته څیرمه ښارونکې ځایی پیښې څاری.

دافغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه، له نړیوالو ټولنو په ځانګړې توګه په دغې قضیی کې دخیلو نظامونو څخه په جدیت سره غواړی ترڅو ددغو قربانیانو له کورنیو سره لازیاتې مرستی وکړی ؛ ځکه ددغې سترغمو یو وړې برخې ته هم پام ندې شوې.

لکه چې دشبکې په اعلامیې کې په څرګنده توګه راغلی، د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې دغړو مدنی ټولنو په استازیتوب ټینګار کوم ، چې دغې موضوع ته بې پامې او لږبها ورکول به ټولنې لپاره ستره او نه جبیره کیدونکې مساله رامنځته کړی.

 

دیدگاهتان را بنویسید