دافغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې اعلامیه،په لویدیځ کې د همغږۍ مرکز، دهرات ښار

CSHRN-Logo
د لوی او بښونکی خدای په نامه
دافغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې اعلامیه،په لویدیځ کې د همغږۍ مرکز، دهرات ښار
نیټه : ۱۳۸۷/۶/۷ ـ ۲۰۰۸/۸/۲۸

د هرات ولایت، دشینډنډ ولسوالۍ په عزیز آباد کلی کې، د بهرنیو ځواکونو له لوری په بمارۍ دافغانستان خلک په ځانګړې توګه د لویدیځو ولایتونو اوسیدونکې ډارولی. دغه غیرانسانی عمل دیونوی کسانو د وژنې اودزیات شمیر ملکی کسانو دژوبلې لامل شو. ددغه کلی خلک په بدروانی حالت کې وو، او دخپل ځانی او مالی امنیت څخه په ویره کې دی.د هرات ولایت اوسیدونکی ددغې پوښتنې ځواب غواړی، ترڅو وپوهیږی ولی بهرنې الوتکې چې دسولې ټینګښت لپاره دلته راغلی، په ملکی او بیګنا کسانو بمونه وروی.

شرافتمندانه باید ووایو چې دغه عمل غیر انسانی و، چې دغه ناوړه عمل د نړیواله سوله ساتو ځواکونو ونډه په ځانګړې توګه په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې ونډه ترپوښتنې لاندې راوستې.

بیوزلی، لوږه، طبعی ناوړه پیښې،ټولنیزې ستونزې له هغې ډلې څخه بیکاری، اداری فساد او سازمان شوی جنایتونه، دافغانستان دولت پروړاندې له سترو ننګونو څخه دی چې په لویدیځو سیمو کې لیدل کیږی. په دیو وروستیوکلونو کې دوامداره جګړو، په دغو سیمو کې هم زیات شمیر ستونزې رامنځته کړی او ددغې سیمې خلک وسره لاس اوګریوان دی.

د بشری حقونو د ارزښتونو دښمنانو هم له دغې ستونزې څخه په ګټې اخیستنې د لازیات خرابوالی زمینه برابره کړه او د اصلاحاتو اوبدلونو په راتګ کې زیات شمیر مخالفتونه راوټوکول.

په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې شتون، مشروع او د نړیوالو قوانیو پربنسټ شتون دی چې دهغوې شته والی حیاتی ګڼل کیږی. دافغانستان خلک په ښه توګه پوهیږی چې هغوی ځکه دلته راغلی توڅو دغه په بلا اخته شوی هیواد یوځل بیا دخپلو خلکو سره یی د مشروع دولت په توګه د نړیوالې ټولنې ترڅنګ حضور پیداکړی. خو نړیوال ځواکونه د بیګنا کسانو په وژنې سره د انسانی ارزښتونو دښمنانو ته د وران کارو عملونوترسره کولولپاره زمینه برابره وی.؟ په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو شتون په اړه د ملګرو ملتونوسازمان د امنیت شورا پریکړه لیک صراحت لری، چې دغه ځواکونه د سولی ټینګښت، دامنیتی او پوځی ځواکونو ظرفیت روزنې لپاره ګمارل شوی. په خواشینۍ سره باید ووایوچې د هرات ولایت دعزیز آباد کلی پیښه لومړۍ پیښه نده چې ملکی کسان په وژل کیږی بلکې داشان نه جبیره کیدونکې تیروتنې په ځلونو تکرار شوی.

په اصل کې روښانه ده چې داشان کارونه د نړیوالو قوانینو په خلاف دی او د نړیوالې ټولنې د موخو او کړنو ترمنځ یو ډول پارادوکس یا تنافص ښکاره کوی.

دافغانستان په لویدیځ کې د مدنی ټولنو او د بشری حقونو دفاع کونکو ټولنو روڼ آندو، دافغانستان دمدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکې سره په همغږۍ کې، ددغه شان کړو په اړه خپله ژوره اندیښنه اعلان کړه، او د لاندو ټکو یادونه کوی.

•  ملګری ملتونه باید ژر تر ژره ددغو ناوړه عملونو په اړه څیړنه وکړی ، او دهغې عاملین دې پیدا محاکمه او افشا کړی؛

•  د افغانستان دولت، له نړیوالو ټولنو سره ، د قربانیانو او دهغوی کورنیو په پیژندنه کې دې جدی اقدام وکړی. او هغوی لپاره دې مادی او معنوی ملاتړ ترلاسه کړی؛

•  دافغانستان حکومت، په ځانګړې توګه دبهرنیو چارو او دفاع وزارتونه په هیواد کې د نړیوالو قوانینو په پلی کولو کې باید په جدی توګه څارنه وکړی، اوپه افغانستان کې دنړیوالې ټولنې د لازیات مسؤلیت منلو غوښتونکې شی.

•  دافغانستان د بشری حقونو خپلواک کمیسیون، له ملی حقوق بشری ټولنوسره، په ځانګړې توګه د افغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې،او نورو نړیوالوټولنو په ملتیا، په افغانستان کې پر نړیوالو ځواکونو زور واچوی ترڅو د ملی او نړیوالو پروګرامونو په پلی کولو سره نړیوال بشری حقونه او هغې ارزښتونو ته احترام په پام کې ونیسی؛

•  موږ په دې اړه د وزیرانو د شورا له وروستۍ پریکړې ستاینه کوو،او له ولسمشر څځه چې په هیواد کې داساسی قانون په پلی کولو او د وګړو د امنیت مسولیت لری غواړو، ترڅو د هغه کمیسیون له کار څخه چې ددغې پیښې په اړه ېې ټاکلې له کار څخه یې څارنه وکړی ، او دهغه کمیسیون دکار له څرنګوالی څځه خلک خبرکړی.

•  له ترهګرۍ سره دمبارزې ډول باید بدلون پیداکړی، ترڅو بیګنا خلک ونه وژل شی.

دافغانستان په لویدیځ زون کې دبشری حقونو ټولنو ددغه پیغام په پلی کولو کې خپل ملاتړ اعلان کړې، او په روښانه توګه یی ویلی که ددغې پیښې دزیانونو د جبران په اړه یولړ مادی او روانی پروګرامونه پلی نشی، په ټولنه کې به د دولت او نړیوالې ټولنې د کړنوپه وړاندې د یو مخالف ذهنیت د راپیداکیدو شاهد وه اوسو.

په هیواد کې د تلپاتې سولی او امنیت د ټینګیدو په هیله

په لویدیځې حوزې کې د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه،مدنی ټولنې، روڼ آندی او دبشری حقونو مدافعین

 

ځواب دلته پرېږدئ