دافغانستان اسلامی جمهوری دولت ته د افغانستان دمدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکې، دپرانیستی تحلیلی لیک، دکنفرانس لنډ راپور

خبریاله: فروزان آرزو

دافغانستان دمدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکې د ۱۳۸۸ کال دقوس په نولسمه چې د۲۰۰۹ میلادی کال د دسامبر له لسمې سره سمون خوری، دبشری حقونو نړیوالې اعلامیې دتصویب یوشپیتمې کلیزې په مناسبت چې د دسامبر لسمه ده ، دافغانستان اسلامی جمهوری دولت ته د تحلیلی لیک د خپرولو په موخه درسنیو او مدنی ټولنو په پراخ ګډون سره دکابل په ښارکې یومطبوعاتی کنفرانس جوړکړ.

Report12-15

دغه کنفرانس د سهار په نهو بجو، دمدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکې همغږی کونکی له لوری په خبرو سره په رسمی توګه پرانیستل شو. ښاغلی نظری ترهرڅه دمخه دبشری حقونو نړیواله ورځ ټولو ګډونوالو او دبشری حقونو فعالینو ته مبارکی وویله او همداراز د رسنیو اومدنی ټولنو په لویه کچه ګډون څخه ېې مننه وکړه، نوموړی ددغه مطبوعاتی کنفرانس موخه د رسنیو له لارې دافغانستان وګړو اودولت ته دمدنی ټولنو د لیدلورو پراختیا اوخپروول ووبلل. همدا راز ښاغلی نظری ددغه څیړنیز اوتحلیلی لیک د جوړیدو په اړه هم لنډ مالومات ورکړل.

وروسته د سهار په خبر افغانستان راډیو ریس اودافغانستان دمدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکې دعلامیو کمیټې غړی باری سلام، دغه پرانیستی لیک ولوست.

دکنفرانس په ورستۍ برخه کې د افغانستان مدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکې همغږی کونکی محمد نعیم نظری، دسولې او عدالت ټولنې ریس او د شبکې د اعلامیو اوپیغامونو د کمیتی غړی احمد جاوید شکیب ، داړیکو دموسسې ریس او د شبکې د اعلامیو اوپیغامونو کمیټې غړی دخبریالانو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل.

ګډونوالو د مدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکې دغه مثبت عمل یو با ارزښته ابتکار وباله، او همداراز دافغانستان له دولته غواړی ترڅو ددغه بارزښته تحلیلی لیک مهم ټکی په خپلو پروګرامونو کې ځای او پلی کړی.

ځواب دلته پرېږدئ