دافغانستان د آزادو رسنیو ملاتړې ټولنه «نی»، د منتن جایزې ګټونکې اعلان شوه

د «نی»، یا دافغانستان د آزادو رسنیو ملاتړې موسسه ، چې د دافغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې غړې ټولنه ده ، د منتن ( Manthan ) د جایزې ګټونکې وپیژندل شوه.

Report01-02-1

د آسیا د لویدیځو اتوهیوادونو دڅلور سوه آزادو رسنیزو او معلوماتی موسسو ترمنځ په سیالۍ کې، دافغانستان د آزادو رسنیو د ملاتړې ټولنې یا نې جایزه تر لاسه کړه.

دغه جایزه په دیارلس برخو کې هغو موسسو ته چې د ځایی رسنیو د روزنې او پالنې ، چاپیریال ساتنې، مبایل، معلوماتی ټکنالوژۍ په څآنکو او نورو ورته برخو کې ګټور کارونه ترسره کړی وی، ورکول کیږی.

په هغه محفل کې چې ګټونکو موسسو او رسنیو ته د ورکړې په موخه د ۲۰۰۹ کال د دسامبر میاشتې په ۱۸ او ۱۹ نیټه د هندوستان د نوی ډهلی په ښار کې، جوړ شوی وه، په دغه سیالۍ کې له ټولو ګډونوالو له ډلې څخه ۴۵ ټولنې وتوانیدې چې د منتن جایزې په بیلابیلو برخو کې لاسته راوړی.

د یادولو وړده چې د ځایی رسنیو په برخه کې ۶۵ رسنې او رسنیزې ټولنې کاندیدې وی، چې له هغې ډلې څخه افغانستان، نیپال اوهندوستان دجایزې په ګټلو بریالی شول.

د «نی»، موسسه له څلورو کلونو راپه دیخوا، دافغانستان له رسنیو سره ملتیا لری او په ځانګړې توګه د ځایی راډیوګانو د ظرفیت روزنې او پالنې په برخه کې، د پام وړ فعالیتونو ترسره کړی.

دافغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې دارالانشا، ددغې با ارزښته جایزې ترلاسه کول د «نی» موسسې ریس ښاغلی میرعبدالواحد هاشمی، دهغې موسسې کارکونکو، او دافغانستان د رسنیو په برخه کې ټولو فعالینو ته مبارکی وایی او په دغه برخه کې ورته د لازیاتو بریاو هیله کوی.

د « منتن » جایزې په اړه د لازیاتو معلوماتو ترلاسه کولو لپاره دغه ویب سایټ ته مراجعه وکړئ:

www.manthanaward.org

همداراز د زیاتو معلوماتو په موخه دغې شمیرې او بریښنا لیک سره اړیکه ټینګه کړئ:

۰۷۰۰۲۹۸۶۳۷

hashimiw@nai.org.af

ځواب دلته پرېږدئ