په افغانستان کې د ګډوالو ناوړه وضعیت په اړه د ملګروملتونو سازمان د عالی کمیشنرۍ د راپورپه تړاو دافغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې اعلامیه

CSHRN-Logo

د لوی او بښونکی خدای په نامه

په افغانستان کې د ګډوالو ناوړه وضعیت په اړه د ملګروملتونو سازمان د عالی کمیشنرۍ د راپورپه تړاو
دافغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې اعلامیه

د ۲۰۰۹ کال د مارچ یولسمه
کابل – افغانستان

د روان کال د مارچ په پنځمه، دبشری حقونو په چارو کې د ملګروملتونو سازمان عالی کمیشنرې، میرمن نافی پیلی په افغانستان کې د بشری حقونو د وضعیت په هکله دبشری حقونو په برخه کې د ملګروملتونو سازمان کمیشنرۍ له خوا د ملګروملتونو سازمان د بشری حقونو سازمان ته وړاندې کړ. په دغه راپورکې په هیوادکې د بشری حقونو له ناوړه ضعیت څخه په کله نیوکه شوې وه. راپور له افغانستان دولته غوښتې دبشری حقونو اصولو ته د لا ژمن ؤوسی. اوله نړیوالو ځواکونو څخه یی له بشری حقونو د سرغړونې په اړه نیوکه کړې.

راپورکې راغلی، چې د جګړې پرمهال د وګړو وژنه ددې لامل شوې ترڅو نړیواله ټولنه له افغانستان څخه لیرې والی غوره کړی،او په افغانستان کې مثبتو او دموکراتیکو بدلونونو ته زیان رسوی .

هغه راپورچې د ملګرو ملتونو سازمان د تحلیلونو په پایله کې په افغانستان کې جوړشوی،د جګړو دوام او د بشری حقونو په ساتلو کې د دولت ناتوانی په افغانستان کې د بشری حقونو له سترو ستونزو څخه بولی.

دغه راپور زیاتوی: د حقوقی ضمانتونو سره سره، چې دافغانستان په اساسی قانون کې ورکړل شوی، دافغانستان دولت ندی توانیدلی چې د ښځو حقونو په برخه کې ښه والی راولی.

راپور د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالی زیاتیدو، پرښځو او ماشومانوپر تیری او داتنیکی یوشانتوب په نشتوالی نیوکه کړې.

همداراز راپور د اداری فساد د کچې لوړوالی او نور سازمان شوی جنایتونه ، په افغانستان کې دعدالت سیستم اجرایی او تخصصی برخو ضعف، او بیکاری او بی روزګاری په افغانستان کې د بشری حقونو د پلی کیدو پروړاندې ضعف بولی.

په دغه راپورکې د بیان آزادۍ په وړاندې دمحدودیتونو له شتونه اندیښنه څرګنده کړې او داچې د جګړې جنایت کاران محکمې ته ندی راکاږل شوی نیوکه کړې.

که څه هم راپور د طالبانو له ماتې راپه دیخوا کلونو کې دبشری حقونوپه برخه کې د لږو بریاو ، دحکومت له اغیزو ،د بشری حقونو خپلواک کمیسیون او نورو ټولنو له لږو بریاو څخه یادونه کړې، خو په افغانستان کې د بشری حقونو حالت د اندیښنې وړ بللی دی.

د افغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې عمومی مجموعې، د روان کال د مارچ په یولسمه دافغانستان په اړه دبشری حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونود عالی کمیشنرۍ اعلامیه وڅیړله او له مخې یې دغه اعلامیه صادره کړه.

دافغانستان دمدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکه د بشری حقونو په برخه کې دملګرو ملتونوسازمان د عالی کمیشنرۍ له اعلامیې څخه ستاینه کوی ، اوهغه په افغانستان کې د ملګروملتونو سازمان ژمنه بولی.

دنړیوالو ځواکونو د عملیاتو پرمهال د ملکی او بیګانه کسانو مرګ ژوبله له یوې خوا د دولت دمخالفو وسله والو له لوری په ملکی برخو د برید لامل کیږی، او بلخوا د بشری حقونو او موازینو څخه د سترو سرغړونو لامل هم شوی.

دافغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه دافغانستان د نورو مدنی ټولنو،دبشری حقونو فعالینو او مدافعینو په استازی توب د ملګروملتونو سازمان د بشری حقونو له شورا څخه غواړی ترڅو دافغانستان په چاروکې خپل یو ځانګړی خبریال په افغانستان کې دبشری حقونو د قوانینو څارنې لپاره وګماری.

دافغانستان دمدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکه، له حکومت او ملی شورا څخه غواړی ترڅو دبشری حقونو په برخه کې په افغانستان کې د ملګروملتونوسازمان دسرمنشی دځانګړی استازی له طرحې څخه ملاتړوکړی او له مخې ېې له نړیوالې ټولنې سره په ځانګړې توګه له دوستو او اغیزمنو هیوادونو سره د تفاهم زمینه برابره کړی.

دافغانستان دمدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکه په دې باور ده چې دافغانستان بشری قوانینو دڅارنې په چارو کې د ملګروملتونو سازمان دسرمنشی له لورې د ځانګړی استازی ګمارل کولی شی په افغانستان کې پرملکی او بیګنا وګړو د تاوتریخوالیو او تلفاتو په کموالی کې اغیزمن وی او د هغو هیوادونو جدی پاملرنه چې په افغانستان کې ځواکونه لری، دنړیوالوبشری قوانینو پلی کولو ته راواړوی.

دافغانستان دمدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکه، دهیواد له ټولوسیاسی، ټولنیزو ،اقتصادی او فرهنګی او رسنیز ځواک څخه غواړی ترڅو د نړیوالو قوانینو له وضعیت څخه دڅارنې په موخه د ملګرو ملتونوسازمان د ځانګړی استازی دګمارلو له طرحې سره همغږی شی او په افغانستان کې د ملګروملتونو سازمان له نمایندګۍ وغواړی ترڅو دغه پیغام د ملګروملتونوسرمنشی او ددغه سازمان دبشری حقونو کمیشنر ته ورسوی.

افغانستان مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه چې دهیواد په یویشتو ولایتونو کې دبشری حقونو له شپیتو ټولنو څخه جوړه ده، او فعالیت لری ، دملګرو ملتونو سازمان د سرمنشی دځانګړی استازی د ګمارلو په صورت کې له هغه سره همکاری کوی او نوموړی ته احترام لری.

په هیوادکې دبشری حقونو د فرهنګ دتعمیم په هیله!
دافغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې دعمومی مجلس غړی

 

ځواب دلته پرېږدئ