د طرهګرۍ پروړاندې د جګړې د قربانیانو خونبها څوک ورکوی؟

CSHRN-Logo

د لوی او بښونکی خدای په نامه

د طرهګرۍ پروړاندې د جګړې د قربانیانو خونبها څوک ورکوی؟

د ۱۳۸۸کال د غویی ۲۴ – د ۲۰۰۹ کال دمې ۱۴

که څه هم چې په افغانستان کې دملی او نړیوالو مدنی ټولنو له خوا د طرهګرۍ په وړاندې د مبارزې قربانیانو د شمیر د راټیټولو لپاره هڅې کیږی ، اوس هم ملکی بیګنا کسان چې د هغوی په ډله کې ماشومان ،ښځې او زاړه کسان شامل دی د جګړو قربانی کیږی.

هغه پیښې چې په دې وروستیو کې د فراه ولایت په ( شیوان)،(ګرانې) او (ګنج آباد) کلیو کې رامنځته شوې ددغې ادعا روښانه مثال دی.

د افغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې ، د یوشمیر اعلامیو د خپرولو په لړ کې د طرهګرۍ په وړاندې جګړې کې له ښکیلو خواوو غوښتې دغې مسلې ته جدی پاملرنه وکړی. د شبکې اعلامو له شمالی اتلانتیک سازمان یاناټو ،د ملګرو ملتونو سازمان او له افغانستان دولته غوښتې ترڅو د پوځی عملیاتو پرمهال ، دملګرو ملتونو د بشرحقونوغوښتونکې قبول شوی موارد او موازین مراعات کړی.

د ملکی کسانود حقونو د رعایت نړیوال کنوانسیون د ۱۹۴۹ زیږدیز کال د جګړې پرمهال چې په ژنیوا کې جوړشوی د ملګرو ملتونو له ټولو غړو او نړیوالو ټولنو غواړی ، ترڅو د جګړو پرمهال د ملکی خلکو حقونو ته لومړی توب ورکړی او پرې نږدی چې هغوی د جګړې قربانیان شی.

خو په خواشینې سره باید ووایو ، دغه قبول شوی موازین چې دنړیوالو عامه حقونو نه بیلیدونکې جز دی او د ملګرو ملتونو سازمان ټول غړی هیوادونه د هغې په پلی کولو موظف دی ، د افغانستان د جګړو پرمهال نه پلی کیږی. په افغانستان کې د طرهګرۍ په وړاندې په نړیوالې مبارزې کې ښکیلو دولتونه چې د نړیوالې ټولنې جز او ملګروملتونو سازمان غړی دی. مکلفیت لری ترڅو دغه موازین مراعات کړی ، اود بیګنا خلکو له وژلو دې په جدی توګه مخنیوی وکړی.

بلخوا ، د افغانستان مدنی ټولنو اودبشری حقونو نړیوالو سازمانونو د دولت له مخالفینو په ځلونو غوښتی ،ترڅو له بیګنا کسانو څخه د سپر په توګه کار وانخلی او د ملکی کسانودلوېې کچې مرګ ژوبلی لامل دې نګیږی.

په داسې وختونوکې د مسولیت منلو اصل د نړیوالو اړیکو او حقونو پربنسټ دا ایجابوی ، ترڅو په افغانستان کې د طرهګرۍ په وړاندې په مبارزه کې ښیکلو دولتونه باید د افغانستان له دولت سره په همغږۍ کې د قربانیانو مادی او معنوی ژوندانه د احیا لپاره لازمې لارې چارې برابرې کړی.

په خواشینې سره باید ووایو چې په دغه برخه کې د نړیوالې ټولنې او دافغانستان دولت له لوری ګټورپروګرامونه ندی جوړشوی ،په داسې حال کې چې دژینوا څلورګونو کنوانسیونونو له مخې مسولیت منل او بیا احیا کول د بشریزو حقونو له ضوابطو څخه شمیرل کیږی.

دافغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه ،یوځل بیا له ټولو ملی او نړیوالو ښکیلو خواوو څخه غواړی ترڅو په دغه برخه کې جدی پاملرنه وکړی، او له بې ګټې کړونو څخه دې لاس واخلی او ګټورې خپرونې دې جوړې کړی.

د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه

ځواب دلته پرېږدئ