معلوماتو ته د لاس رسی د قانون د مسودې په اړه د خبرواترو د پروګرام راپور

دا چه د افغانستان په اساسی قانون کښې راغلی دی چه د افغانستان وګړی حق لری چه د قانون د حکمونو په حدودو کې له دولتی ادارو څخه اطلاعات ترلاسه کړی په هغه صورت کې چه د نورو حقونو او عامه امنیت ته په کې زیان ونه رسیږی، ددې مطلب د روښانه کولو په خاطر د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې(معلوماتو ته د لاس رسۍ قانون) تر سرلیک لاندې د قانون یوه مسوده په ۹ فصلونو او ۵۲ مادو کې ولیکله، د قانون دغه مسوده ئی د نورو زونونو په شمول ختیځ زون ته هم راواستوله چه د دی مسودې په هکله د خلکو نظرونه او وړاندیزونه راټول کړو.

Report06-14-1

په ختیځ زون کې د مدنی ټولنې او بشری حقونو د شبکې دفتر د دغه قانون د مسودی یوه یوه کاپی ځینو دولتی او غیر دولتی ادارو مدنی ټولنو ته ولیږله او دوی ته ئی بلنه ورکړه چه په اړونده مسودی باندی د خبرواترو په پروګرام کې برخه واخلې او د دې قانون په هکله خپل رغنده نظریات او وړاندیزونه له مونږ سره شریک کړی.

د خبرواتروپه دغه غونده کې چه د روان کال د غوئی د میاشتی په ۲۹مه نیټه په ختیځ زون کې د مدنی ټولنې او بشری حقونو د شبکې په دفتر کې جوړه شوې وه د ننګرهار ولایت د اقتصاد، اطلاعاتو او فرهنګ، د ښځو چارو رئیسانونو، د خبریالانو او ژورنالستانو د اتحادیی رئیس، د ولایتی شورا، د محکمې رییس، د ملی امنیت، د یوناما، او د شبکې د غړیو ټولنو استازو په کې برخه اخیستې وه.

غونډه د قرانکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه چه بیا په ختیځ زون کې د شبکې همغږی کوونکی ډاکټر نعمت الله همدرد ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د شبکی په موخو او کړنو رڼا واچوله او ګډون کوونکو ته ئی د دې قانون د ارزښت په هکله هراړخیزې خبرې وکړې.

د دغه قانون هره ماده ولوستل شوه او ګډون کوونکوېې په اړه خپل نظر وکړی بیا ګډون کوونکو هریو په خپل وار سره خبرې وکړې او د مدنې ټولنې او بشرې حقونو د شبکې دغه نوښت ئی وستایلو او له دې قانون څخه ئی خپل ملاتړ اعلان کړ او هیله ئی څرګنده کړه چه دغه قانون د ملې شورا او جمهور رئیس د تائید وړ وګړځی.

په درناوی

ځواب دلته پرېږدئ