دافغانستان د مدنی تولنې له استازو سره د آلمان د فدرالی جمهوریت د ولسمشر لیدنه

د ۲۰۱۱ میلادی کال د اکتوبر په شپاړسمه د آلمان دفدرالی جمهوریت ولسمشر، جلالتمآب کرستیان وولف، د افغانستان د مدنی ټولنې د چترو ټولنو له استازو او د افغانستان د بشری حقونو خپلواک کمیسیون له ریسې، سره په کابل کې د فدرالی آلمان د جمهوریت، د سفارت په مقر کې لیدنه وکړه.

په دې غونډه کې چې د افغانستان او پاکستان په چارو کې د آلمان ځانګړی استازی میخاییل شتاینر، په کابل کې د آلمان دفدرالی جمهوریت سفیر، او په کابل کې د آلمان د سفارت سلاکار، ښاغلی شعیب اعظم هم حاضرو وو، د افغانستان د بشری حقونو او مدنی ټولنې په استازی توب، د افغانستان د بشری حقونو خپلواک کمیسیون ریسه سیما ثمر، د افغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې اجرایی همغږی کونکې، محمد نعیم نظری، د افغان ښځو د شبکې ریسې، سمیرا حمیدی، د مدنی ټولنې دمجتمع ریس، عزیز رفیعی او د ANCB ، ټولنې ریس، سید رحیم ستار برخه اخیستې وه.

په دې غونډه کې د افغانستان دمدنی ټولنې استازو، دافغانستان د مدنی ټولنې د پرمختګونو او ستونزو، د مشروع او دیموکراتیک نظام په رامنځته کیدوکې دمدنی ټولنې د ونډې، د بشری حقونو دارزښتونو په ترویج او تعمیم کې د مدنی ټولنې اهمیت اوهمداراز په افغانستان کې د ښځو د بشری حقونو وضعیت په اړه ښاغلی وولف او له هغه سره مل پلاوی ته ېې معلومات ورکړل.

په دې کتنه کې د مدنی ټولنو استازو، له مدنی ټولنو او نورو دیموکراتیکو جوړښتونو څخه د آلمان دولت له ملاتړ او د بشری حقونو له ارزښتونو څخه د دې هیواد له ملاتړه ستاینه وکړه او د دغو ملاتړونو پر دوام ېې له ولسمشر کریستیان وولف، سره خبرې وکړې.

په مقابل کې ، ښاغلی وولف، دافغانستان له خکو او مدنی ټولنې څخه د آلمان د دولت د ملاتړ اراده څرګنده کړه، او ژمنه ېې وکړه چې د افغانستان له دیموکراتیکو نظامونو څخه د ملاتړ په موخه به نه یواځې دا چې تر ۲۰۱۴ میلادی کاله بلکې له هغه وروسته هم خپل ملاتړ ته دوام ورکړی.

له ولسمشر وولف سره په دې سفر کې، د افغانستان او پاکستان لپاره د آلمان ځانګړی استازی، او د دې هیواد یوشمیر نور مهم سیاسی اشخاص ملتیا کوی. هغه په دې سفر کې له ښاغلی ولسمشر کرزی او په افغانستان کې د ناټو په چوکاټ کې له آلمانی سرتیرو سره هم لیدنه کوی.

ځواب دلته پرېږدئ