د افغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو موسسې په څلورم فیز کې د پوهاوی خپرونکو پروګرامونو پراختی

د بشری حقونو د ارزښتونو په اړه عامه پوهاوی ، د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو موسسې له مهمو کاری برخو څخه شمیرل کیږی.

افغانستان داسې یو هیواد دی چې په تیرو دیرشو وروستیو کلونو کې د بشری حقونو د سرغړونکو له پراخې سرغړونې چې ټول افغانان ورسره لاس او ګریوان وو رنځیدلی دی. د دغو سرغړونو تر ټولو مهمې برخې د پخوانیو رژیمونو لخوا د بشری حقونو د ارزښتونو تر پښولاندې کول دی. په دغو تیرو دیرشو کلونو کې د سیاسی رژیمونو ترڅنګ، سیاسی ډلو او تنظیمونو د قدرت ترلاسه کولو په موخه سلاح راپورته کړه، او په پراخو جګړو او تاوتریخوالو ېې لاس پورې کړ. دا سیاسی – نظامی تاوتریخوالی په هیواد کې د بشری حقونو له ارزښتونو په پراخه کچه د سرغړونې لامل شول. د بشری حقونو نړیوالو ادارو د ریپوټونو پر بنسټ افغانستان د هغو هیوادونو له ډلې څخه دی چې په هغې کې په پراخه کچه بشری حقونه تر پښو لاندې شوی دی. د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو موسسې، دهغو څیړنو له مخې چې په تیرو اتو کلونو کې ترسره کړی دی، په افغانستان کې له بشری حقونو د سرغړونې اصلی لامل د بشری حقونو د ارزښتونو په اړه د عامه پوهاوی کموالی دی.

د دغو سرغړونو مهمه برخه، د وګړو سیاسی او مدنی حقونو ته د رژیمونو بې پامی ده. زورول، فکری څارنه، د بیان پر آزادۍ محدودید لګول، د ټولنو او سیاسی ګوندونو د آزادیو نشتوالی، د ښځو له حقونو په پراخه کچه سرغړونه، جنسیتی تبعیض او د ماشومانو دحقونو ارزښتونو ته بې پامی، د دغو سرغړونو له اصلی بیلګو څخه شمیرل کیږی. همدازار د یادولو وړ ده چې په تیرو دیرشو کلونو کې د اقتصادی، ټولنیزو او فرهنګی حقونو د تامین په برخه کې هم چندان کار ندی شوی.

تر ټولو مهمه پوښتنه چې د افغانستان د ټولو خلکو ذهن یی مصروف کړی، دا ده چې ولې دا هیواد د بشری حقونو له معیارونو د سرغړونې په قربانی بدل شوی دی. دې پوښتنې مهمې پوښتنې ته د ځواب په برخه کې د افغانستان د مدنی ټولنې څیړونکی په دې باور دی، چې دوه مهم عنصرونه د دغو سرغړونو لامل کیږی.

لومړی عنصر، نړیوالو قوانینو په ځانګړې توګه د نړیوالو بشری حقونو په مرعات کولو کې د دولت ضعیفه ونډه ده.

د افغانستان جیوپلوتیک موقعیت د دې لامل شوی چې، د سړې جګړې پرمهال د نړۍ پیاوړو قدرتونو، د افغانستان جغرافیا تر برید لاندې راوسته او افغانستان د سیمه ایزې او کورنۍ جګړې سره لاس او ګریوان شو. په طبعیی توګه دغو جګړو په هیواد کې له بشری حقونو د سرغړونو زمینه برابره کړه، او سیاسی رژیمونو په خپله له بشری حقونو په سرغړونو لاس پورې کړ.

دوهم ټکی دا دی، چې د افغانستان خلک د بشری حقونو د ارزښتونو، د نړیوالو قوانینو په وړاندې د دولت د ژمنو او د بشری حقونو په پلی کولو کې د دولت د ونډې په اړه پوره معلومات نلری. دا کړکیچ پراخ لاملونه لری: د دولت په کچه د لازمو ظرفیتونونشتوالی او د بشری حقونو د ارزښتونو په د تعمیم په وړاندې د مدنی ټولنې د وړتیاو د کمبودیو د اوارۍ لپاره د سیاسی ارادې نشتوالی د دغو ستونزو له اصلی لاملونو څخه شمیرل کیږی.

د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو موسسې غړې ټولنې په دې باور دی، چې د دې شبکې تر ټولو یومهم مسولیت د بشری حقونو په اړه د عامه پوهاوی لوړول دی. له دې امله باید د مدنی ټولنې او بشری حقونو موسسه، د ملی او نړیوالو رسنیو له لارې، د بشری حقونو په اړه د کتابونواو رسالو چاپ او نشر او همداراز د انټرنټی خپرونو پراخوالی په خلکو کې د بشری حقونو د ارزښتونو په اړه د پوهاوی د پراخیدو لامل کیږی.

د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو موسسې، د جوړیدو له نیټې څخه د ” غږ” په نوم خپلې حقوق بشری خپرونې له خپلې یوې غړې ټولنې سره په همغږۍ کې، د سهار پخیر افغانستان راډیو له لارې فعالې کړی دی. دې راډیوهڅه کې ترڅو د د بشری حقونو په اړه بحث، د افغانستان په سیاسی جوړښت کې په یو مهم او پراخ ډیالوګ بدل کړی. د عامه پوهاوی، له بشری حقونو د سرغړونو، او د حقوق بشری قضیو په اړه د بحثونو او څیړنو خپرول د دې راډیو له تر ټولو جالبو بیلګو څخه دی.

د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو موسسې، د تاسیس له نیټې څخه د ” د انګارې ” په نوم یوه نشریه خپره وی. د انګارې مجلې، د روڼ آندو، بشری حقونو او مدنی ټولنو مدافعانو ترمنځ زیات پلویان خپل کړی دی.

د افغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو موسسې، همداراز د ارزښتمنو کتابونو او رسالو په چاپ هم لاس پورې کړی دی، چې هغه کتابونه د هیواد په ډیرو کتاب پلورنځیو کې پیدا کیږی.

د افغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو موسسې، یو ویب سایټ فعال کړی دی، چې په هیواد کې د بشری حقونو موضوع ګانو په اړه په سترې سرچینې بدل شوی دی.

د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې څلورم کاری فیز، به په هیواد کې دعامه پوهاوی په اړه پراخ پروګرامونه ولری. دا موسسه په پام کې لری چې خپل ویب سایټ په دریو مهمو فارسی، پښتو او انګریزی ژبو پراخ کړی او دا ویب سایټ په هیواد کې د بشری حقونو په اړه د بحثونو او تحلیلونو په سترې او منظمې سرچینې بدل کړی.

د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو استازی به د هیواد په زونونو او ولایتونو کې به د موسسې نشراتی مواد د هیواد وګړو ته ورسوی.

د انګارې مجله به لا بډایه او پراخه شی. د «کلید»، په ګڼشمیر خپریدونکې اونیزه کې به هم د عامه پوهاوی پاڼه خپره شی، ترڅو له دې لارې وتوانیږو د بشری حقونو پیغام د هیواد کورنیو ته ورسوو.

د افغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو موسسه به، د بشری حقونو د وضعیت په اړه خپل بشپړ ریپوټ، په کلنۍ توګه، د هیواد وګړو ته وړاندې کړی، ترڅو وشو کولای د بشری حقونو په اړه د پوهاوی په برخه کې په ټولنه کې خپله ونډه ترسره کړو.

ځواب دلته پرېږدئ