دمارچ اتمې د ښځو د یوالی نړیوالې ورځې په مناسب دافغان ښځو شبکې او دافغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې ګډه اعلامیه

CSHRN-LogoStatement03-07

د لوی او بښونکی خدای په نامه

دمارچ اتمې د ښځو د یوالی نړیوالې ورځې په مناسب دافغان ښځو شبکې او دافغانستان
د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې ګډه اعلامیه

کابل، ۱۳۸۸کال، کب- د ۲۰۱۰ کال، مارچ

——————————————————————
دافغانستان دمدنی ټولنې د مارچ په اتمه چې د ښځو د یوالی نړیواله ورځ ده، دافغانستان له دولت او نړیوالې ټولنې څخه غواړی تر څو د سولې راتک او امنیت ټینګولو ته دې جدی پاملرنه وکړی او له اوسنیو منازعاتو څخه دې د وتو لاره پیدا کړی.
——————————————————————

د مارچ اتمه چې د نړۍ د ښځو د یوالی نړیواله ورځ ده، په نړۍ کې ټولو ښځو لپاره ترټولو با ارزښته ورځ ده. دغه ورځ په ټولنه کې د هغوۍ ونډې او په ټولنیز، سیاسی،اقتصادی او فرهنګی ژوند کې دهغوۍ مشارکتی یوالی ښکارندوی بلل کیږی.

د افغانستان میرمنې د افغانی او نړیوالې ټولنې د یوې برخې په توګه دغه با ارزښته ورځ لمانځی او ددغې ورځې په مناسبت خپل لیدلوری د مدنی ټولنو او رسنیو له لارې دولت او نړیوالې ټولنې ته رسولی.

روان کال د افغانستان ښځو لپاره ستونزمن کال وو. په دغه کال کې د هیواد ښځې د ټولنیز، اقتصادی،فرهنګی او سیاسی امنیت څخه ډیرې زوریدلی. دښځو انسانی کرامت ته اهانت،تحقیر، پر افغان ښځو جنسی تیری، د ښځو سیاسی ونډې ته کم ارزښت ورکول، په فرهنګی- اقتصادی برخو کې د جنسیتی انډول نشتوالی او له مقدسو ارزښتونو څخه د ښځو په اړه ناوړه تعبیر، په هیواد کې د ښخو له مهمو ټولنیزو ستونزو څخه شمیرل کیږی.

په دې وروستیو کې د ملی او نړیوالو ځواکونو له خوا مهم پوځی پروګرامونه پیل شوی چې دغه پوځی فعالیتونه د افغان بیګنا وګړو د مرګ ژوبلې لامل شوی. طالبانو او نورو طرهګرو ډلو هم له بیګناه افغان وګړو او د هغوې د اوسیدو له ځایونو څخه دملی او نړیوالو ځواکونو په وړاندې د سپر په توګه کار اخیستی چې په پایله کې بیګناه وګړی چې ډیری ېې ښځې او ماشومان دی، مړه یا ژوبل شوی. طرهګرو ډلو هم دغچ اخیستنو په پایله کې دافغانستان په سترو ښارونوکې په خطرناکو او وژونکو عملیاتو لاس پورې کړ او د ګڼې ګوڼې ډک ځایونه ېې په نښه کړل. دغه تاوتریخوالی د هیواد د وګړواندیښنه راپاره ولې او د راتلونکې په اړه د بدبینانه روحې لامل شوی.

دافغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه او د افغان ښځو شبکه چې په هیواد کې د مدنی ټولنو سترې همغږې کونکې ټولنې دی، په هیواد کې د وروستیو تاوتریخوالو په اړه خپله ژوره خواشینۍ څرګندوی او د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت لاندې ټکې په دغې اعلامیه کې، مطرح کوی:

•  موږ سولې او امنیت ته د لاس رسۍ په خاطر د ټولو ښکیلو ډلو څخه غواړی ترڅو له ملکی او بیګناه وګړو څخه د سپر په توګه کار وانخلی او دهغوۍ په وړاندې هرډول تاوتریخجن چلند په کلکه غندو او د افغانستان له اسلامی جمهوریت څخه په علیحده توګه غواړو ترڅو له جګړه ځپلو سیمو څخه د بیګناه وګړو په ځانګړې توګه د ښځو،ماشومانو او سپینږیرو ته له هغو سیمو څخه د وتو ګټور پروګرامونه رامنځته کړی.

•  په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې له ځواکونو څخه په بیله توګه غواړو ترڅو د خپلو پوځی عملیاتو په لړکې د خپلو تیرو تخنیکی تیروتنو له تکرار څخه تجربه ترلاسه کړی، او پرې نږدی چې دغه د بښنې نه وړ تیروتنې په سترې ګناه بدلې شی. دافغانستان خلک د بیګناه وګړو له بمباردمان وروسته د غذر غوښتونکو اعلامیو له اوردیو څخه ستړی شوی.

•  موږ له پولیسو او د قانون ساتونکو ټولنو څخه په ډیرې خوښۍ سره غواړو ترڅو د هیواد دښځوو فزیکی او ټولنیز امنیت ساتلو ته د خپلو پروګرامونو په لومړی توبونو کې ځای ورکړی او هغه سرغړونکی او جنایتکاران چې په ماشومانو او ښځو تیری کوی د قانون پنجې ته وسپاری او د ښځو عزت او کرامت څخه ساتنه وکړی.

•  موږ د ښځو په وړاندې د تاورتیخوالی په اړه د قانون له توشیح څخه ستاینه کوو او په هیواد کې له ټولو اړوندو ټولنو څخه غواړو،ترڅو ددغه ارزښتمن قانون په پلی کولو کې زیاته هڅه وکړی. موږ دهیواد له پارلمان څخه غواړو ترڅو د داشان ارزښتمنو قوانینو په تصویب کې چې په هیواد کې جنسیتی انډول پیاوړی کوی په اړه ېې زیاته هڅه وکړی.

•  موږ د افغانستان له ولسمشر څخه د تل په څیر په کراتو غوښتنه کوو ترڅو په ملی سیاستونو کې د ښځو له با ارزښته ونډې څخه ګته واخلی او د خپلو کادری او د کابینې په سیاستونو کې له متخصصو او پیاړو ښځو څخه ګټور کار واخلی.

•  موږ د ښځود یو ووالی نړیوالې ورځې په اړه د بشری حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو سازمان کمشنیرې میرمن ناوې پیلی له اعلامیې څخه چې په کې د نړۍ زیاتو هیوادونو دښځو چارو ته ډیره پاملرنه شوې ستاینه کوو د افغانستان له دولته غواړو ترڅو په نړویوالو تړونو له هغې ډلې څخه د ښځو په وړاندې د هر ډول تاوتریخوالی له منځه وړلو کنوانسیون عمل وکړی او خپل ملی اصول او قوانین له دې سره سم جوړ کړی.

•  موږ د افغانستان له اسلامی جمهوری دولت څخه په درناوی هیله کوی ترڅو د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا ۱۳۲۵ پریکړه لیک چې د نړیوالو حقونو لرونکی ده، د ترجدی کارونې لاندې ونیول شی او د هغې ګټې د ملی پروګرامونوږ یوه برخه په ځانګړې توګه د ښځو د ونډې په پیاوړتیا او د سولې او امنیت په لړۍ کې وکاروی.

•  موږ له ملی او نړیوالو رسنیو څخه غواړو ترڅو په ټولنه کې د ښځو د اغیزمنې ونډې او په ملی او نړیوالو ذهنیتونو کې دښځو د اغیزمنې ونډې د روښانه کولو په برخه کې ګټور پروګرامونه جوړ کړی.

•  موږ له نړیوالې ټولنې او دافغانستان له حامیانو څخه غواړو ترڅو په هیواد کې د ښځو د ټولنود پیاوړی کولو په برخه کې زیاته پاملرنه وکړی او دهغوۍ په ظرفیت روزنه کې د اهمیت وړ ونډه واخلی.

دافغان ښځو شبکه او د افغانستان دمدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکه دښځو نړیواله ورځ د نړۍ ټولو ښځو ته په ځانکړې توګه دهیواد رنځیدلو ښځو ته د زړه له کومې مبارکی وایو او هیله لرو ترڅو په هیواد کې سوله او امنیت ټینګ شی او د ښځو لازیات فعالیدلولپاره چې د ټولنیز پرمختګ یو مهم عنصر جوړوی زمینه برابره شی.

د افغان ښځو شبکه                                             دافغانستان دمدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکه

ځواب دلته پرېږدئ