اطلاعاتو ته د لاس رسی ،د بشری حقونو د فرهنګ ترویج او د دموکراسۍ په پلی کیدو کې د هغې د ونډې په اړه د دوهم څیړنیز سمپوزیم پیغام

CSHRN-Logo

د لوی او بښونکی خدای په نامه

اطلاعاتو ته د لاس رسی ،د بشری حقونو د فرهنګ ترویج او د دموکراسۍ په پلی کیدو کې
د هغې د ونډې په اړه د دوهم څیړنیز سمپوزیم پیغام

اطلاعاتو ته لاس رس ی په اوسنیو شرایطو کې د ټولنې ترټولو مهمه اړتیا بلل کیږی. اطلاعاتو ته لاس رسی په ټولنه کې دبشری حقونو او دموکراسۍ د پلی کیدو زمینه برابره وی. اطلاعاتو ته لاس رسی، د قانون د حاکمیت او د ښې حکومدارۍ په برخه کې مناسبه مرسته کوی. د بیلابیلالو هیوادونو تجربو ښولې، چې اطلاعاتو ته لاس رسی، د اداری فساد د فعالیتونه راکوی او د اداری فساد په وړاندې د مبارزې په برخه کې خلک سره یولاس کوی.همداراز اطلاعاتو ته لاس رسی د هیواد وګړی د ټولنیزو ارزښتونو پلی کولو ته رابولی. او همداراز اطلاعاتو ته لاس رسی، دولت اړباسی چې د زیرمو، او د یو نظام بشری شرچینو په اړه خپلو وګړو ته معلومات ورکړی. د بیان د آزادې او اطلاعاتو ته لاس رسی په ټولنه کې له اطلاعاتو پرته ترسره کیدای نشی، له همدې امله ده چې د بیان او اطلاعاتو ته د لاس رسی آزادی د دوه مهمو اړتیاو په توګه د ملی او نړیوالو قانونینو له هغې ډلې څخه د افغانستان په اساسی قانون کې هم مطرح شوی دی.

هغه تحلیلونه چې نن په دې سمپوزیم کې وړاندې شول، د افغانستان په ټولنه کې ، اطلاعاتو ته د لاس رسی د اړینو او ګټورو میکانیسمونو د جوړو ښکارنوی دی. او هغه مقالې چې په دې سمپوزیم کې د ولسی جرګې د محترمو غړو له خوا ولوستل شوې، دا روښانه کوی چې د هیواد یوشمیر قانون جوړونکی، له مدنی ټولنې سره په همغږۍ کې، دبشری حقونو د فرهنګ په عامولو کې مرسته کوی.

ددې سمپوزیم ګډونوالو دهیواد د ملی شورا له غړو سره په بحثونو کې په فعاله توګه برخه اخیستنې سره، اطلاعاتو ته د لاس رسی قانون پر اړتیا ټینګار کوی. د سمپوزیم ګډونوالود هغو طرحو چې د افغانستان د ملی شورا دغړو او د افغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې له خوا وړاندې شول په اوریدو سره، له دې طرحې خپل ملاتړ اعلان کړ او په هیواد کې اطلاعاتو ته د لاس رسی قانون په جوړیدو کې خپلو هڅو ته دوام ورکوی.

ددې سمپوزیم ګډونوال، د هیواد له ټولو دولتی او غیر دولتی ادارو، خصوصی او سیاسی سکتورونو، رسنیو، روڼ آندو، د بشری حقونو مدافعانو او له نړیوالو ټولنو څخه غواړی، ترڅو، اطلاعاتو ته د لاس رسی قانون په رامنځته کیدوچې په هیواد کې اطلاعاتو ته لاس رسی له لارې بشری حقونو ته د خلکو لاس رسی لامل کیږی خپل هر اړخیز ملاتړ ونه سپموی.

ددې سمپوزیم ګډونوال، له هغو ملی او نړیوالو رسنیو څخه چې د افغانستان په اړه خپرونې لری غواړی، ترڅو په خپلو خپرونو کې اطلاعاتو ته دلاس رسی موضوع د بحثونوپه لړکې دمهم ټکی په توګه وکاروی.

ددې سمپوزیم ګډونوال، د هیواد له ملی شورا څخه د یو قانون جوړونکې بنسټ په توګه، په درناوی سره غواړی، اطلاعاتو ته د لاس رسی قانون په رامنځته کیدوکې، له مدنی ټولنو په ځانګړې توګه د افغانستان له مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې سره چې د دې طرحې نوښتګره ده، ملاتړ وکړی.

ددغه سمپوزیم برخه والو، د افغانستان د اسلامی جمهوریت له حکومت، په ځانګړې توګه د عدلېې، اطلاعاتو او فرهنګ، مخابراتو او تکنالوژۍ وزارتونو او نورو ادارو څخه چې د اطلاعاتو په خپرولو کې مسولیت لری، غواړی، د هیواد وګړو لپاره اطلاعاتو ته د لاس رسی حق قانون مند کیدو په برخه کې د افغانستان له مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې سره همکاری وکړی.

د ننی سمپوزیم برخه وال، له نړیوالې ټولنې څخه د بشری حقونو، دموکراسۍ، د قانون حاکمیت او په افغانستان کې دنظام د جوړښت د رامنځته کیدو په برخه کې غواړی، ترڅو په لویه کچه، اطلاعاتوته د لاس رسی مسودې قانونمند کیدو په برخه کې د پروګرامونو له جوړیدو څخه خپل هر اړخیز ملاتړ ونه سپموی.

په هیواد کې د سولې، امنیت او انسان ته د احترام ساتنې فرهنګ د ټینګیدو په هیله!

اطلاعاتو ته د لاس رسی، د بشری حقونو د فرهنګ ټینګیدو او د دموکراسۍ په پلی کیدو کې اطلاعاتو ته دلاس رسی د ونډې په اړه د دوهم څیړنیز سمپوزیم ګډونوال

ځواب دلته پرېږدئ