د ولسی جرګې د ټاکنو په اړه د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې اعلامیه

CSHRN-Logo

د لوی او بښونکی خدای په نامه

د ولسی جرګې د ټاکنو په اړه د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې اعلامیه

کابل ـ افغانستان

وږی ۱۳۸۹

د افغانستان وګړی د ولسی جرګې د رایو صندقونو په لور په ورتګ سره، یوځل بیا د یو تاریخی او ستر آزمایښت سره مخ دی. ټاکنې په هیواد کې د مردم سالارۍ یو له مهمو ښکارندو څخه شمیرل کیږی.

پارلمانی ټاکنې په هر نظام کې د خلکو د ارادې ښکارندوی دی، چې د هغې نظام مشروعیت څرګندوی. نو اوسنۍ ټاکنې کولی شی د حاکم نظام په سیاسی، ټولنیز او فرهنګی ژوندانه کې کارنده رول ولوبوی.

د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه، په داسې حال کې چې له پارلمانی ټاکنو ستاینه کوی، د هیواد له شریفو وګړو څخه غواړی ترڅو په خپل فعال سیاسی مشارکت، د دموکراسۍ په پلی کیدو او د نظام له مشروعیت سره یوځای شی او د پارلمان لپاره ترټولو غوره کسان وټاکی.

د ټاکنو په ښه توګه ترسره کیدو او د دولتی او غیر دولتی ادارو او ټولنو ترمنځ د لا هغږۍ راپیدا کیدو په موخه د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه:

– په افغانستان کې له ملی او نړیوالو امنیتی ځواکونو څخه، غواړی ترڅو د ټاکنو د امنیت په ساتلو کې، له هیڅ ډول هڅو څخه دریغ ونکړی او د هیواد د وګړو امنیت چې د نظام په مشروعیت کې ونډه اخلی، ټینګ کړی.

– په هیواد کې له ټولو مدنی ټولنو څخه په احترامانه توګه غوښتنه کوو ترڅو د ټاکنو په ورځ په فعال ګډون سره، په دې تاریخی ورځ کې خلکو سره مرسته وکړی او د ټاکنو د پوهاوی او اهمیت په اړه هغوې سره همکاری وکړی.

– په هیواد کې له ټولو ښکیلو خواو څخه په احترامانه توګه غواړی، ترڅو په دې تاریخی ورځ کې، له هرډول شخړې څخه چې د تاوتریخوالی لامل کیږی ډډه وکړی او د خلکو عمومی ارادې ته احترام وکړی.

– د هیواد له عمومی رسنیو څخه غواړوترڅو د د دموکراسې د فرهنګ په عامولو کې، فعاله ونډه واخلی او له هرډول قوم پلوی څخه ډډه وکړی.

– له سیاسی ګوندونو، خصوصی سکتوراو دولتی ادارو، روڼ آندو، څیړونکو او د سیاسی، ټولنیزو، اقتصادی او فرهنګی چارو شنکونکو څخه غواړی، ترڅو د ټولنې دموکراتیزه کیدو په موخه د هیواد په سیاسی ژوند کې د سترې برخې په اخیستلو سره خپله با ارزښته ونډه ادا کړی او له دې اعلامېې سره همغږی شی.

– د ټاکنو له خپلواک کمیسیون او د شکایت اوریدوله کمیسیون څخه غواړی ترڅو په ټاکنو کې روڼ تیا په پام کې ونیسی او په موقع، عادلانه او پروخت ټاکنې ترسره کړی او د هیواد خلک په مستمره توګه د انتخاباتو له پیښو څه باخبره وساتی.

د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه، له نړیوالې ټولنې، چې په هیواد کې د دموکراسې په ملاتړ کې ستره ونډه لری، مننه کوی او د ټاکنو پرمهال د نړیوالو څارونکو له شتونه ستاینه کوی.

د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه، د افغانستان خلکو ته د بریالیو ټاکنو هیله کوی، او له الله تعالی (ج) څخه په هیواد کې د تلپاتې امنیت او سولې غوښتنه کوی.

د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه

 

ځواب دلته پرېږدئ