اطلاعاتو ته لاس رسی، د مدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکې د ستراتیژیو له لومړی توبونو څخه

اطلاعاتو ته لاس رسی په هیوادکې په یو مهمې اړتیا بدل شوې. د اداری فساد پراخوالی، د ټاکنو پرمهال د وګړو غوښتنو ته بې پامی، د افغانستان دولت او وګړو ترمنځ د ارګانیکو اړیکو نشتوالی اطلااعاتو ته لاس رسی ته د سیدو په وړاندې ددغو ټکو ناوړه پایلې شمیرل کیږی. په تیرو شپږو کلونو کې د افغانستان مدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکې د بشری حقونو په اړه ستر بحثونه په لاره اچولی، ددغو بحثونو په پایله کې د افغانستان مدنی ټولنه اوبشری حقونو شبکه دې ګډباور ته ورسیده ، چې اطلاعاتو د دلاس رسی موضوع د بشری حقونو د ارزښتونو دپلی کولو لاره اواره وی.

Report03-22اطلاعاتو ته د لاس رسی لپاره د تخصصی توګه بحث کولو په موخه، د مدنی ټولنې اوبشری حقونوشبکې د۲۰۰۹میلادی کال د مې په ۲۹ دمزارشریف په ښارکې تحلیلی سمپوزیم په لاره واچوه. دغه سمپوزیم اطلاعاتو ته د لاس رسی کموالی لاملونه تر څیړنې لاندې ونیسی او دافغانستان مدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکې ته لا زیات وړاندیزونه وکړل. د مزارشریف تحلیلی سمپوزیم وموندله چې اطلاعاتو ته لاس رسی په دغه برخه کې قانون ته اړتیا لری. دغه سمپوزیم وړاندیز وکړ ترڅو په مزارشریف ښارکې د کارپوهو کسانو څخه یو ډله جوړه شی ترڅو دغه ډله اطلاعاتو ته د لاس رسی قانون خامه جوړه کړی. ددغه سپوزیم لاسته لاوړنې د مدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکې په پروګرامونو کې شامل شوې. وروسته له هغه چې کاری ډله جوړه شوه، دافغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې دارالانشا ددغه قانون لومړنۍ طرحې لپاره لومړنې مسوده طرحه کړه. د کاری ډلې غړی هریو ښاغلی سید محمد اسلامی د دینی چارو کارپوه، ښاغلی رحیم ابراهیمی ورځپاڼه لیکونکی، روڼ آنده او فعال کارکونکی ښاغلی تقی الله تقی او د حقوقی چارو کارپوه ښاغلی کاوه سحاب وتوانیدل د اووه میاشتو په موده کې د نه ستړی کیدونکو هڅو په پایله کې ددغه قانون لومړۍ طرحه جوړه او هغه رسنیو، مدنی ټولنو او روڼ آندو ته وړاندې کړی.

وروسته له هغه چې اطلاعاتو ته د لاس رسی لومړنۍ طرحه جمعبدنی شوه، په مزارشریف ښارکې د شبکې د دارالانشا او کاری ډلې له لوری په هیواد کې سترې خبرې ترسره شوې. دسترو بحثونو ددغه کاری پروګرام پربنسټ، په هیوادکې پنځه پړاونه اطلاعاتو ته د لاس رسی قانون ته د مشروعیت ورکولو لپاره ترسره کیږی.

Report03-22-2لومړی پړاو، د هیواد په شمال کې د بحثونو جوړول. په دغه کاری پړاو کې کاری ډلې د مزارشریف په ښارکې د بشری حقونو برخې کارکونکو او ټولنو، دولتی ادارو اومدنی ټولنو ته ددغه قانون د مسودې طرحه وړاندې کړه. په دغه کاری پړاو کې، کاری ډلې نوې لیدلوری جذب کړل او د مسودې لاغنی کیدو په موخه ېې هغه په مسودې کې ځای کړل.

دوه هم پړاو، دا پړاو له مدنی او دولتی ټولنو، پوهنتونونو، روڼ آندو اوپه هرات ولایت کې د بشری حقونو مدافعانو سره کارنده خبرې اتری جوړوی. په دغه پړاو کې د کاری ډلې استازی اطلاعاتو ته د لاس رسی په برخه کې، په هرات ولایت د لومړنې مسودې طرح کول، کارپوهانو او د نورو دولتی اومدنی ټولنو څانګو نظرونه د مسودې پیاوړی کیدوپه موخه ورزیاتوی.

«اطلاعاتو ته لاس رسی او د بشری حقونو او دموکراسۍ فرهنګ رواجولوکې د هغې ونډې» په اړه دوهم تحلیلی سمپوزیم

په هیواد کې د سراسری خبرو اترو د پروګرامونو د ترسره کیدو سره جوخت، اطلاعاتو ته د لاس رسی او د دموکراسۍ اوبشری حقونو په پلی کولو کې د هغې ونډې په تړاو دوهم تحلیلی سمپوزیم، د ۲۰۱۰ لسم کال په جون میاشت کې د افغانستان پارلمان دغړو څیړنیزو مقالو په ویلو سره جوړیږی. دغه څیړنیزې مقالې د « پارلمانتریزم په فرهنګ »، د « روڼتیا اوحساب ورکون ې میکانیسمونو په رامنځته کولو » ، د « قانون په حاکمیت » او « دبشری حقونو په پلی کیدو کې اطلاعاتو ته د لاس رسۍ ونډې او اغیزې » رانغاړی. دغه مقالې د ولسی جرګې غړو له خوا ترتیب کیږی او د سمپوزیم په لړکې وړاندې کیږی او د بشری حقونو مدافعانو، روڼ آندو او رسنیو له خوا د سترو بحثونو په رامنځته کیدو سره به مل وی. اطلاعاتو ته د لاس رسی ددوهم تحلیلی سمپوزیم مسوده، دسمپوزیم له جوړیدو مخکې ترلاسه کوو او په اړه یی د څیړنیزو مقالو دپایلو په تړاو بحث رامنځته کیږی.

دریم پړاو، له مدنی ټولنو، پوهنتونونو، د بشری حقونو خپلواک کمیسیون، روڼ آندو او د بشری حقونو مدافعانو، د حکومت او ولسی جرګې استازو او نړیوالو مدنی ټولنې له یوشمیر استازو سره په کابل کې کارنده او ګټور بحثونه جوړیږی. په دغه اوږدمهال لیدلوری کې کاری ډله اطلاعاتو ته د لاس رسی قانون د مسودې په وړاندې کولو سره، مخاطبانو نظرونه او اطلاعات جمعبندی کړی او د مسودې دمعنوی بډاینې لپاره په هغې کې ځای کړی.

څلورم پړاو، د هیواد په مرکزی سیمو کې د بحثونو جوړول، یعنې د بامیانو په لرغونې ښار کې دغه بحثونه په لاره اچول کیږی. په دغه پړاو کې دبامیانو ولایت د مدنی او بشری حقونو ټولنې استازو لیدلوری د اکا دمیکو او دولتی ادارو جدی غبرګونونه سره یوځای جمعبندی کیږی.

پنځم پړاو، د هیواد په ختیځ کې کارنده بحثونه جوړوی. په دغه پړاو کې کاری ډله د هیواد د ځینو سیمو د لیدلوری په مرسته غنی شوې مسوده جمعبندی کوی او د مدنی ټولنو، رسنیو او د دولتی ادارو استازو، پوهنتونونو او دننګرهار ولایت روڼ آندو ته وړاندیزو کوی. په دغه پړاو کې کاری ډله مهمې لاسته راوړنې هم له ځانه سره لری، مسوده د لا زیات مشروعیت په ترلاسه کولو سره د افغانستان مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې دارالانشا ته وړاندی کوی.

Report03-22-1دانګارې مجلی د ځانګړې ګڼې خپرول

دافغانستان دمدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکه، اطلاعاتو ته د لاس رسی فرهنګ تعمیم په موخه، د « انګارې » مجلې یو ځانګړې ګڼه له څیړنو،تحلیلونو، مصاحبو او بحثونو سره خپروی. په دغه ګڼه کې د هیواد د تکړه لیکوالانو لکنې، د اطلاعاتو ته لاس رسی اړتیا روښانه کولو په موخه به خپرې شی. دانګارې ځانګړې ګڼه به اطلاعاتو ته دلاس رسی دوهم سمپوزیم په اړه د ولسی جرګې غړو څیړنیزې مقالې او لیکنې هم خپرې کړی، چې دغه ګڼه به علمی ټولنو،کتابتونونو، رسنیو او روزنیزو مؤسسو ته چې په بیلابیلو کچو کې دی به هم ولیږل شی.

د شبکې د ویسایت www.cshrn.af له لوری د ځانګړو مطالبو خپرول

د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې ویبسایت، د ۲۰۱۰ میلادی کال له مارچ راهیسی په دوامداره توګه، اطلاعاتو ته دلاس رسی په اړه د نظرونو،مقالو او ذهنیت روزنې په اړه مصاحبې او مطالب خپروی. په دې اړه د هیواد په لر او برکې، دشبکې له ټولو قلمی همکارانو، روڼ آندو او بشری حقونو مدافعانو سره په نږی اړیکه کې د ویبسایت مطالبو په راټولو کې ونډه واخلی.

دافغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه د کاری ډلې په ملتیا د هیواد له لر او بر څخه ستر لیدلوری راټولوی او اطلاعاتو ته د لاس رسی په مسوده کې ځای پرځای کوی، او د مزارشریف له کاری ډلې سره پر هغې بحث کوی. په دغه پړاو کې راتلونکی پروګرامونه ددغې مسودې پر قانون بدلیدو لپاره طرحه جوړیږی.

له دې سره جوښت په هیواد کې د کارنده بحثونو پنڅم پړاو، دتیرو پروګرامونو او دفعالیتونو څخه په ګټې اخیستو، په ملی او محلی سیمو کې د رسنیو ستر فعالیتونه په لاره اچوی. په دغه پړاو کې ځای راډیویی او ټلویزیونی خپرونې او همداراز په ورځپاڼو مجلو، ویب سایتونو او نورو رسنیو کې، د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې سره په همغږۍ کې خپرونې جوړیږی. او همداراز دافغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه اطلاعاتو ته د لاس رسی قانون اړتیا په موخه د ذهنیت روزنې او نور پروګرامونه جوړوی.■

ځواب دلته پرېږدئ