جګړه او سوله

لطیف بهاند

د ” انګارې ” مجلې په دې ګڼه کې د هیواد له تکړه لیکوال او شاعر لطیف بهاند سره مرکه لرو. په لومړی سر کې غواړم د ښاغلی بهاند د زدکړو او فعالیتونو په اړه لنډ معلومات وړاندې کړم.

Report03-06-3لطیف بهاند د محمد عمر زوی په ١٣٣١ لمریز کال کې د کابل په بریکوټ کې زېږېدلی دی. په ١٣۵١ لمریز کال کې د حبیبیې لېسې نه فارغ او د کابل پوهنتون د ادبیاتو په پوهنځی کې یې په لوړو زده کړو پېل وکړ.

زده کړو تر څنګ کې یې د راډیو د هنر او ادبیاتو په اداره کې هم کارکولو. په راډیو کې پر تمثیل برسېره په لسګونو داستانونه او کره کتنې ولیکلې. د ١٣۵۶ لمریز کال راهیسې یې د افغانستان د علومو اکاډمی، راډیو ټلویزون او د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو د پوهنځی د استاد په توګه رسمی کارونه هم کړی دی. لطیف بهاند له هېواد نه بهر د هنری کره کتنې په برخه کې په ماسکو کې دوکتورا ترلاسه کړې. او اوس د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو د ریس په توګه کار کوی.

د لطیف بهاند په لسګونو مقالې، کره کتنې او شعرونه له ١٣۵٢ لمریز کال راپه دېخوا د هېواد په مطبوعاتو کې خپاره شوی. نوموړی په دې وروستیو کې د تولستوی لیف نیکولای ویچ یو د ( جګړې او سولې ) په نوم اثر پښتو ژبې ته وژباړه. اوس ستاسو پام را اړو له ښاغلی بهاند سره د مرکې متن ته.

د تولستوی له دغه کتاب سره تاسو څه ډول آشنا شوۍ او د دغه اثر د ژباړې لامل څه وو او څه شی تاسو وهڅولۍ چې دا اثر وژباړئ؟

زه داسی تصور کوم چې د لومړی ځل لپاره په افغانستان کې د ” تولستوی لیف نیکولای ویچ ” پیژندل ګلوی د په ۱۳۱۲ کال کی شوی چې کابل مجلې د ده په اړه مقالې خپرې کړی ، مخکې له دې چې زه روسېې ته د تحصل لپاره و لاړ شم ما په پښتو ادب کې د روسی لیکوالو د اثارو د ژباړې یو فهرست جوړ کړی وو او هغه وخت کې می د هغه یو لنډ داستان لوستی وو چې د ” محکوم ” په نامه او ماته ډیر په زړه پورې وو. او وروسته بیا زه د کابل پوهنتون د ادبیاتو په پوهنځی محصل وم ما په راډیو افغانستان کې د ممثل او یاند په توګه کار کاوه او بیا کرار کرار ما هلته لیکنې او کره کتنه پیل کړ ه ، په راډیو کې یوه خپرونه وه چې د ” نړیوالو شهکارانو ” په نامه وه، هغه کې ماډیر آثار له فارسی ژبی څخه د شکسپیر، ویکتور هوګو،ماکسیم ګورکی پښتو ته وژباړل، لنډ او خپاره موکړل. زه هغه مهال د تولستوی د سولې او جګړې له اثر سره آشنا شوم خو ما هغه اثر په بشپړه توګه ونه لوست، ځکه د دغه اثر لوستل په خپله یوه اراده، معلومات، وخت او پوهه غواړی. له هغه وروسته زه شوروی اتحاد ته د ماسترۍ اخیستو لپاره ولاړم هلته ما روسی ژبه زده کړه بیا مې د تل په څیر یوشمیر روسی آثار له سره ولوستل. همداراز هلته یوه ټولنه وه د ” مود پراګرس ” په نامه چې ځینې نور آ ث ار ېې پښتو او یا فارسی ته را اړولی وو خو د ” تولستوی لیف نیکلاویچ ” په آثارو کې یواځې څو لندې کیسې ژباړل شوی وو. له هغه وروسته کله چې په افغانستان کې د ۱۳۷۱ کال بدلونونه راغلل، د معلومو حالاتو له مخې ما ونشوه کولای هیواد ته راستون شوم نو ما د مسکو په دولتی پوهنتون کې همکاری پیل کړه چې د پښتو او فارسی ژبې د ادبیاتو درس می ورکاوه، او د روسې د ختیځ پیژندنې په انستیتیوت کې مې همکاری درلوده چې دا انستیتیوت د تحقیق ځای دی او محصلین پکې پروژې اخلی او د افغانستان څانګه هم لری. بیا یوبل انستیتیوت دی چې د نړیوالو ادبیاتو انستیتیوت دی چې د ” ماکسیم ګوری ” په نوم نومول شوی دی ورتلم او د کتورا له اخیستو وروسته یو بل انستیتیوت وو چې هلته ما هم دوه کاله د کره کتنې په برخه کې تحصیلات وکړل، په دغه انستیتیوت کې له ډیرو ښو روسی، ځوانو لیکوالانو او شاعرانو سره آشنا شوم. په دې انستیتیوت کې یو کس وو د ” ماکسیم ” په نامه چې نوموړی له تولستوی لیف نیکولای ویچ سره زیاته مینه درلوده د هغه د خبرو تر اغیزې لاندې ما د دغه کتاب لوستل په روسی پیل کړ، او کرارکرار می څو ځله ولوست.

ما داسې فکر وکړ که زما هم ژبی وکولای شی دا کتاب په خپله ژبه کې ولولی نو داسې خوند به ترې واخلی لکه زه چې ترې خوند اخلم. بې له دې چ ې څوک سپارښتنه راته وکړی او یا څوک راته ووایی ما د ځان لپاره دا ژباړه پیل کړه. له هغه وروسته که ځه به په خپل ماموریت لګیا وم یا په بل کار ، نو هر ماښام او هره شپه به ما یو مخ ژباړه که یوه ورځ به دا کار ونشو نو بله ورځ به ما دا کار حتماْ ترسره کاوه؛ یعنې که زه به په سفر کې وم که په بل ځای کې نو ما به دا ژباړه کوله. بالاخره یو ورځ زما پام شو چې د دغه کتاب ژباړه خلاصه شوه. د یادولو وړ ده که چیرې زه په روسیه یا مسکو کې نه وم نو د دغه کتاب ژباړه نا ممکنه وه، ځکه په دغه کتاب کې د نورو اثرونو په شان په زرګونواصطلاحات، متلونه او دعا ګانې ، د خلکو دود دستور، خبری را ذکر شوی دی چې دا نه یواځې د ژبې پورې اړه لری بلکې د تاریخ، فرهنګ، روان او ملت پیژندې پورې اړتیا لری. نو ما له خپلو هغو دوستانو او استادانو چې دا ژبه ېې زده کړې وه، هر ورځ د دغو اصطلاحاتو او کلمو په اړه پوښتنې کولې. د دې تر څنګ د ژباړې پرمهال په لسګونو ځلې د لیکوال کورنۍ سیمې ته چې دی پکې اوسیده هم ورغلی یم، دا سیمه د مسکو په سویل کې یو کوچنی ښارګوټی دی چې دی هلته ښخ دی، د هغه کور تر اوسه هم په هغه سیمه کې ولاړ دی او د نوموړی کور د موزیم په توګه ساتل کیږی. ډیر لوی باغونه لری، د نوموړی کټ، څوکۍ، لمپه هغه میز چې ده پرې کاوه، هغه شمع او د لوبو سامانونه تراوسه هم موجود دی همداراز شته چې ډیر ساده او خاورین قبر دی. په ځینو ورځو کې په زرګونو سیلانیان د دغه کور لیدو ته راځی او یوشمیر کسان شته چې له لسګونو کلونو راهیسې د ده د ژوندانه او تاریخ کیسې لولی. نو له دې امله چې ما په روسیه کې د فلسفې په برخه کې تحصیلات وکړل او ژبه مې زده کړه دا ټول سره یوځای شول او مرسته ېې وکړه چې زه دا کتاب وژباړم. هره ژباړه لکه د بل هر کار په شان کیدای شی نیمګړتیا ولری نو ما دا کار د دې لپاره ندی کړی چې حق الزحمه واخلم، جایزه او یا شهرت ترلاسه کړم. او همداراز که څوک تر دغه کاره ښه ترسره کولی شی نو زما ټول تجارب او ملاتړ ورسره دی، ځکه موږ وینو چې په نورو ژوندیو ژبو کې هر کتاب څو ځلې ژباړل شوی دی لکه په فارسی ژبه کې څو ځلې دا کتاب ژباړل شوی دی. باید ووایم چې ما وکولای شول چې د دغه کتاب اصلی موضوع او روح پښتو ادب ته را ولیږدوم.

د جګړې او سولې په کتاب کې د تولستوی پیغام څه دی؟

د کتاب پیغام د دوه سترو جګړو او د څلورو سترو کورنیو داستان دی. دا هغه وخت دی چی د نولسمی پیړۍ په پیل کې د ناپیلیون په مشرۍ فرانسۍ ټوله اروپا لاندې کړې وه او، وار روسیې ته رسیږی په ۱۸۰۵ کال کې کرملین د مخالفو پوځیانولخوا لاندې کیږی روسی پوځونه له مسکوڅخه وځی؛ د روسې ټول خلک پر روسی جنرال لعنت وایی چې ولې مسکو فرانسوی ځواکونو ته پریښود خو هغه وویل چې ژمی را راون دی او جګړه ستختیږی موږ بیا بریالی کیږو، ناپیلیون راځی د مسکو ښار نیسی او یوشمیر سیمو ته اور ورته کوی او په عیش او نوش اخته کیږی. په دغه کتاب کې پیغامونه داسې لیکل شوی دی چې د خلکو د ساده ګې او حماقت له امله څو میلیونه خلک له اروپا او لویدیځ نه د ختیځ په لور را وخوځیدل هر څه چې په مخه راتلل ویجاړول ، سوځول او وژل ېې او څو کاله وروسته بیا څو میلیونه خلکو بیا دا حماقت تکرار کړ او هرڅه چې په مخه ورتلل سوځول، وژل او ویجاړول ېې. د دې ترڅنګ په داشان جنګی حالت کې تولستوی ښیی چې څنګه د روسېې اشراف او بډایان چې څو کورنۍ دی دهیواد اقتصادی، ټولنیز او پوځی واک په لاس لری، عیش، نوش او سفرونه کوی، بنډارونه، جوړوی مهم مسولین او دیپلوماتان هم د دغو کورنیو دی همداراز چې ویل کیږی په دغه محفلونو کې ښکلاوې، شرابونه، نڅاوې، خوښۍ او بیځایه لګښتونه کیږی. له دې سره په څنګ کې تولستوی د خلکو عادی ژوند انځوروی یعنې خلک په کلی کې څنګه ژوند کوی، ماشومان څه ډول ژوند کوی، څنګه سړی له عسکرۍ نه تښتی، څنګه یو سړی ته روسیه ګرانه ده او څنګه یو سړی تربګنی ګوی دا دواړه، سره را اخلی او په دغه کتاب کې د داستان په بڼه لیکی او پیغام ېې همدا دی. د دې ترڅنګ ېې اصلی پیغام ېې په هنری ارزښت کې دی یعنې د تورو، کلماتو، د موضوع د تعقیب له پلوه د داستان لیکنې له پلوه داشان لیکنې په بل ځای ډیرې کمې لیدل کیږی. د ژباړې پرمهال باید موږ ټول هغه ترکیبونه او ویناوې د داستان مهم ټکی را ولیږدوو. په دغه کتاب کې اتل د کتاب د لومړی مخ څخه پیل کیږی او د کتاب تر پایه دوام کوی. د داستان په منځ کې دا اتل څو ځله مین کیږی، څو ځله ناهیلی کیږی خو بیرته ځان را ژوندی کوی او خپل ژوند ته دوام ورکوی. دا ټولې هغه پیښې دی که چیرې موږ یو پیاوړی لیکوال درلوده نو کیدای شو چې موږ له خپل ورځنی ژوند څخه داشان رومان، او یا داستان لیکلی وای. همداراز د دغه کتاب اصلی موضوع ایمان دی. د انسانی ژوند د ماهیت په اړه خبرې شوی دی یعنې ولې نړۍ ته راغلی یو، ولې مرو او داسې نور. په دغه کتاب کې تولستوی معتقد دی چې د انسان او خدای تر منځ منځګړی ته اړتیا نشته، له همدې امله کلیسا هم نوموړی شړلی وو.

د دغه کتاب د ژباړې پرمهال به تاسو له داسې کلمو سره مخ شوی یی چې په پښتو کې ورته معادله کلمه نشته نو تاسو دا شان کلمې په څه ډول ژباړلی دی؟

زما یو اساسی هدف دا وو، څومره چې زما پښتو ژبه زده ده په دې کتاب کې وکارول شی. همداراز تولستوی داسې یو ستر او ماهر هنرمند وو چې کیدای شو د توپ توصیف په دوه سوه کلمو کې وکړی یا کله چې په ښکلا کې سترګې یا باڼه انځوروی نو کیدای شی دا په لسو کرښو کې ولیکی نو ما هڅه کړې چې د دغو کلمو مفهوم ترلاسه کړم. همداراز په اوسنې معاصره روسی ژبه کې د دغه کتاب ځینې کلمې نه کارول کیږی لکه په هغه مهال کې د پوځی رتبو نومونه چې اوس په روسی ژبه کې نه کارول کیږی. د کتاب د ژباړې پرمهال داسې کلمو سره هم مخامخ شوی یم چې د رتبو نومونه وو او هغه لس یا دولس رتبې وې خو هغو ته موږ په پښتو ژبه کې معادله کلمه نده پیدا کړې نو هغو رتبو ته مو د ( افسر) کلمه کارولې ده. له دې امله ستاسو خبره سمه ده چې د کتاب د ژباړې پرمهال له داسې کلمو سره مخامخ شوی یم چې نه یواځې معادل بلکې هیڅ کلمه ورته پیدا شوې نده.

آیا د دغه کتاب د ژباړې پرمهال تاسو د تولستوی د اثر له فارسی ژباړې هم ګټه اخیستې که نه؟

په ځینو وختونو کې ماته د دغه کتاب فارسی ژباړه له روسی ګرانه پریوته، دا ځکه چې فارسی متنونه له روسی ندی ژباړل شوی بلکې له انګلیسی او فرانسوی ژبو فارسی ته ژباړل شوی دی په ځانګړی توګه هغه متن چې زما په واک کې وو. یعنې یوځل کتاب په انګلیسی یا فرانسوی ژباړل شوی بیا فارسی ته اړول شوی دی.داسې هم لیدل شوی چې فارسی متن په ځینو ځایونو کې ما په نښه کړی چې هیڅ له روسی متن سره اړخ نلګوی.

د آناکارنینا په نوم د تولستوی یو بل کتاب دی چې د هغه شهکار شمییرل کیږی تاسو ولی د نوموړی دا کتاب د ژباړې لپاره غوره نکړ او ویل کیږی چې نومړی د خپل دغه کتاب له لیکولو پښیمانه شوی هم وو، دا ولی؟

لومړی باید ووایم چې د تولستوی د ” سولې او جګړې ” داستان آن د نړۍ په تاریخ کې کله لومړی مقام او کله هم دوهم مقام ترلاسه کړی او په دوه زره لسم میلادی کاله کې دغه اثر لومړی مقام وګاټه. او بل دا چې په آ نا ک ارنینا کې د داسې یوې میړوښې ښځې داستان راغلی دی چې په یوه افسر مینیږی او هغه افسر هم په بلچا مین دی. او لیکوال د ټولنیزو او رسمی پیښو ترمنځ دا رومان لیکلی دی. زما په نظر د جګړې او سولې اثر د آ نا ک ارنینا په پرتله په لسګونو ځله هم د هنری ارزښت له پلوه او هم د موضوع او لیکنې له پلوه لوړ دی. په دې اړه چې نوموړی ولې د اناکرینینا اثر له لیکلو وروسته پښیمانه شو باید ووایم: کله چې تولستوی دا داستان ولیکه نو خلکو به له ځینې زیاتې پوښتنې کولې او ځوروه به ېې. کله چې تولستوی د ۱۸۸۲ کال په شا او خوا کې د آ نا ک ارنینا اثر ولیکه، نو هغه ژوند ته شا، کړه او له ژونده پښیمانه وو، دی څو کاله له چا سره نه غږیده نه یې غوښتل څوک ورسره وګوری. په داسې حال کې چی تولستوی مخکی له دغه اثره آزاد او لیبرال کس وو. نوموړی له کلیسا سره شخړه وکړه او پر خپلو ټولو عقایدویې بیا کتنه وکړه او هغه مهال نه یواځې له آ نا ک ارنینا بلکې له خپلو ټولو آثارو پښیمانه وو.

آناکارنینا او جګړه او سوله د تولستوی دوه ستر اثرونه دی چې په خپلې ځوانۍ کې لیکلی دی، نوموړی ولې په خپل وروستی عمر کې داشان کتابونه ونه لیکل؟

تولستوی د جګړې او سولې کتاب په شپږ دیرش کلنۍ کې لیکلی دی، د انسان د ژوندانه دا مهال، د جسمی او ذهنی قوت اوج دی نو یو لامل ېې ځوانی او ذهنی قوت کیدای شی او بل دا چې نوموړی د دغو کتابونو لپاره ډیره زیاته څیړنه وکړه. ده غوښتل په ۱۸۲۵ کال کې د روسیې د یوه انقلابی غورځنګ لپاره تاریخ ولیکی. نو له دې امله د نوموړی د ځوانۍ قوت، په جګړه کې د تولستوی ګډون، د دې لامل شو چې د خپلو تجربو په پایله کې دغه اثرونه ولیکی.

ستاسو په نظر، په ټولنه کې د بهرنیو آثارو ژباړه څومره اغیزه لری؟

تاسو پوهیږۍ چې په افغانستان ژباړه د امیر شیر علی خان په وخت کې پیل شوه خو د ژباړې په برخه کې محمود طرزی هم زیات کارونه کړی دی. محمود طرزی له څو کاله مهاجرت وروسته کله چې بیرته هیواد ته راغی په دربار کې مقام درلود، ده ته وویل شول چې څه کار غواړې ترسره ېې کړې؛ طرزی وویل چې ماته یو میز او یوه کوټه راکړئ چې خپلې ژبې ته آثار وژباړم. البته ده په خپله ویلی چې زما ټول ژوند د آثارو په ژباړلو او لوستلو کې تیر شوی دی، زما په نظر که له هماغه وخته دې کار دوام کړی وای او آن که چیرې له فارسی ژبې هم پښتو ته آثار ژباړل شوی وای لکه شهنامه، مثنوی معنوی او داسې نور، نو اوس به پښتو ژبې ته زیات کار شوی وو. له بده مرغه له هغه مهاله چې افغانستان ته راغلی یم زه ډیر کم کسان ګورم چې پښتو ته ژباړه کوی. ماته د ډیرو کسانو نظم خوند نه راکوی او همداراز شاعران دا فکر نکوی کوم تخیل، ترکیب او بڼه چې دوۍ په شعر کې کاروی دا ډیر مخکی ویل شوی دی، یعنې د ځینو شاعرانو شعرونه نوښت نلری. همداراز د نثر په برخه کې هم ژبه زیاته خرابه شوې ده او د دغه کار لامل دا دی چې خلک زحمت نکاږی او غواړی په یوه ورځ لیکوال، شاعر او کارپوه شی.

ولې په افغانستان کې د ژباړې فرهنګ ندی بنسټیزه شوی؟

دا ځکه چې ژباړونکو خپله ژبه په سمه توګه نده زده کړې. زه د افغانستان هغه مجلې او ورځپاڼې چې له یوبل سره په لفظی شخړو بوختې دی نه لولم او هغه مجلې چې یواځې د پیسو ترلاسه کولو لپاره جوړې شوی دی هم نه لولم. په دغو ورځپاڼو او مجلو کې ډیری داسې کلمی کارول کیږی چې هغه پښتو ندی: لکه، زه په جریان کې یم، زه به دې په جریان کې کړم، قرار لری، صورت نیسی، تصمیم لری او په سلګونو داسې نورې کلمې. که چیری په داشان ژبه یو اثر وژباړل شی نو دا به څه ګټه ورسوی. داسې کسان شته چې په ژبه پوهیږی خو هغوۍ د معاش د کموالی له امله په دولتی ادارو کې کار نه کوی.

له بده مرغه په اوسنیو زلمیانو او یا کره کتونکو کې ښه روڼ آندی هغه کس دی چې ولسمشر ته ښکنځل وکړی، زما په نظر کله چې په یو هیواد کې یوکس د ټاکنو له لارې ټاکل کیږی نور څوک حق نه لری هغه ته بد رد ووایی. نو دغه فرهنګ هم په کره کتنه کې راغلی دی. زموږ کره کتنه دودیزه او ستاینیزه کره کتنه ده، موږ حقیقی کره کتنه نلرو. په نورو هیوادونو کې د دودیزې او ستاینیزې کره کتنې وخت تیر شوی دی. باید د شعر سرچینه څرګنده شی، تصوف او د شعر بڼه څرګنده شی او وښیی چې دې شاعر ته ورته بل شاعر شته او هغه په خپل وخت کې څه وکړل نو له دې کبله ژباړې ونشوه کولای بنسټیزه شی. زما په نظر څوک چې یو اثر ژباړی هغه باید هر توری ته پاملرنه وکړی چې آیا دا توری د هغې بلې ژبې معنایی بار رسولی شی که نه.

تر دې وړاندې هم تاسو د تولستو او یا نورو علماو کتابونه ژباړی او یا هم هوډ لرۍ چو نور کتابوه وژباړۍ؟

ما یوشمیر آثار په پام کې نیولی چې پښتو ته ېې وژباړم او له هغې ډلې د میخایل روفسکې کتاب چې(قمارباز) نومیږی، ژباړل شول دی خو د هغه کتاب کابو شپیته اصطلاحات پاتی دی چې هغه به په روسیه او یا دلته له خپلو دوستانو سره شریک کړم او له ډاډ وروسته به ېې په کتاب کې وکاروم. البته د قمار باز په نوم کتاب د روفسکی په شهکارونو کې راځی.

یو ژباړونکی باید کوم معیارونه په پام کې ونیسی؟

لومړی د ژبې زدکړه او له هغې سره مینه لرل. دوهم پر هغې ژبې چې له هغې کتاب را ژباړی او یا هغې ته ېې ورژباړی پوره تسلت درلود. البته تر ټولو مهم فرهنګی پوهاوی دی. یو ژباړونکی باید په پام کې ولری، له کومې ژبې چې اثر راژباړی د هغه هیواد د خلکو، فرهنګ، تاریخ، دودونو، مذهب او نورو ځانګړنو په اړه معلومات ولری.

د دغه کتاب د ژباړې پر مهال تاسو تر کومه حده د مخاطبانو لرلو ته پام کړی وو؟

ما ددغه کتاب د ژباړې پرمهال کوم مشخص مخاطب په پام کی ندی نیولی خو زه باور لرم چې ډیر لږ کسان به دا کتاب په بشپړه توګه ولولی. ځکه دا کتاب زیات وخت ته اړتیا لری او بله دا چې په هیواد کې د کتاب لوستلو فرهنګ ندی دود شوی.

په پای کې زما پیغام ټولو وطنوالو ته دادی د هر چاچې، هره بهرنی ژبه زده ده له دو کرښو نیولی تر هرڅومره چې له وسی کیږی خپلې ژبې ته دی وژباړی او خدمت دې وکړی.

مننه

ځواب دلته پرېږدئ