په «بُن کې د افغانستان په اړه نړیوالې غونډې» ته د افغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو موسسې پیغام

CSHRN-Logo

د لوی او بښونکی خدای په نامه

په «بُن کې د افغانستان په اړه نړیوالې غونډې»
ته د افغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو موسسې پیغام

مقدمه

هیواد له اقتصادی، ټولنیز، فرهنګی او سیاسی نسبتاْ ستر بدلون څخه لس کلونه تیریږی. په دې لسو کلونو کې زموږ هیواد په بیلابیلو برخو کې د پراخو بدلونونو شاهد وو، چې د هغې ځینې موارد لیکو: د نړیوالې ټولنې په مرسته د افغانستان د نوی نظام رامنځته کیدل، د افغانستان د اساسی قانون تصویب کیدل، د پارلمانی او ولسمشریزو دوه پړاونو ټاکنو ترسره کیدل، د مدنی ټولنو رامنځته کیدل، د خصوصی سکتور فعالیتونه، په ملی او نړیوالو پروګرامونو کې د ښځو ونډه اخیستل، د آزادو رسنیو د شمیر زیاتیدل، د بیان د آزادۍ تامین، د سیاسی ګوندونو رامنځته کیدل او انسجام او….

خو، دغو لسو کلونو یوشمیر ستونزې او ناخوالی هم له ځانه سره لرلې. د افغانستان د نوی نظام مخالفینو له پخوا زیات خپل ځانونه منسجم کړل او د نړیوال تروریزم په ملاتړ ېې خپل ورانکاری فعالیتونه پراخ کړل. د نظام د مخالفینو، وسله وال پوځ او په افغانستان د نړیوالو ځواکونو ترمنځ په جګړه کې د افغانستان خلکو په زرګونو قربانۍ ورکړې. نړیوالو ځواکونو خپل په زرګونو سرتیری له لاسه ورکړل؛ خو په خواشینۍ سره چې تر اوسه هم په افغانستان کې ستونزې او جګړې روانې دی او هره ورځ له لس ګونو تنه هیوادوال خپل ژوند له لاسه ورکوی.

په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو ونډه د ارزښت وړ ده. په هیواد کې د بهرنیو ځواکونو په شتون سره موږ د اقتصاد، ټولنیزو، فرهنګی او سیاسی برخو کې د پرمختګ شاهد یو، چې دا کار د ستایلو وړ دی.

د هغو پروګرامونو له مخې چې د (ناټو) یا شمالی اتلانتیک تړون لخوا مطرح شوی دی، ۲۰۱۴ میلادی کال له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتو نیټه اټکل شوی ده. دا کال دافغانستان خلکو لپاره یو با ارزښته کال شمیرل کیږی. دافغانستان مدنی ټولنه د ځان، دافغانستان دولت او خلکو په وړاندې مهمې پوښتنې وینی. آیا له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتو وروسته به افغانستان د اوسنیو پروګرامونو د ظرفیت ساتنې او دوام، د قانون د حاکمیت، د دموکراسۍ له میکانیسم او له بشری حقونو څخه په لاتړ امکان ولری؟ دې اندیښمنونکې پوښتنې د افغانستان مدنی ټولنه په ځان بوخته کړی ده.

ټاکل شوې په نیږدې راتلونکی کې ” دافغانستان په اړه نړیوال کنفرانس په بُن” کې د هیواد و ضعیت په اړه جوړ شی. د افغانستان مدنی ټولنه او بشری حقونو موسسه هیله لری چې دې پوښتنې ته، مناسب ځواب ووایی.

د افغانستان مدنی ټولنې او بشری حقونو موسسه هیله لری، چې د دې کنفرانس ژمنې د کاغذ پرمخ پاتې نشی او عملی جنبه هم ولری.

دافغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو موسسه، د دې مهم امر عملی کیدو په برخه کې لاندې ټکی وړاندیز کوی:

۱ ـ د سیمه ایزوهمکاریو پیاوړتیا

افغانستان د سیمې په کچه، د باارزښته سیاسی جغرافیا لرونکی دی. د افغانستان د سیاسی جغرافیا اهمیت ، کیدای د سیمه ایزوهمکاریو د پام وړ په یوې موضوع بدل شی. د دې ښکارندې د ښې همغږۍ په موخه اړتیا ده؛ ترڅو افغانستان د فعالې او کارندې دیپلوماسۍ په ترسره کولو، دسیمه ایزو ستونزو په اوارۍ کې مهمه ونډه ولوبوی.

دافغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو موسسه، په دې کنفرانس کې د نړیوالې ټولنې له ټولو ګډونوالو څخه غواړی، ترڅو په افغانستان کې د فعالې دیپلوماسې له پلی کیدو څخه په ملاتړ، په دې اړه هڅه وکړی او د سولې سیمه ایزو خبرو ته د یو کارنده میکانیسم جوړیدو په موخه، خپل هیڅ ډول ملاتړ ونه سپموی.

۲ ـ ښه حکومتدارۍ

د افغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو موسسې، له لسو کلونو راهیسې په افغانستان کې د حکومتدارۍ لړۍ له نیږدې څارلې ده. په دې لړ کې د افغانستان حکومت له زیاتو ناتوانیو او ستونزو سره مخ وو. د هیواد دلیرې پرتو سیمو د مرکزونو ترمنځ د همغږۍ نشتوالی، د ملی او نړیوالو پروګرامونو ضعف او پراخ اداری فساد، د دې ادعا له مهمو ټکو څخه دی.

د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو موسسه، له نړیوالې ټولنې غواړی، ترڅو د افغانستان په ځان بساینې لپاره، د افغانستان له دولت سره د ښې حکومتدارۍ په برخه کې د نړیوالو منل شویو میکانیسمونو او جوړښتونو په رامنځته کیدو کې مرسته او ملاتړ وکړی.

۳ ـ د نظام د مشروعیت پیاوړتیا

وروستۍ جګړې، د افغانستان دولت او خلکو ترمنځ د اعتماد د زیانمیدو لامل شوی دی. د افغانستان خلک له اوسنی نظام څخه زیاتې هیلې لری. د امنیت ټینګښت او د ټولنیزو خدمتونو وړاندې کول، دافغانستان د خلکو له مهمو وړاندیزونو څخه دی؛ خو د امنیت په ټینګښت کې د ضعف شتون او د سیاسی بې ثباتۍ پراخوالی، د اوسنی حاکمیت په وړاندې د خلکو باور او اعتماد راکم کړی دی. چې دا کار د دې لامل کیږی ترڅو د نظام مشروعیت له خطر سره مخ شی. زموږ په باور دنظام په مشروعیت کې د ضعف شتون، دنړیوالې ټولنې مشروعیت هم ترپوښتنې لاندې راولی. خو افغانان،د خپل نظام د مشروعیت پیاوړتیا او په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې مشروع حضور په اړه جدی ملاتړ ته اړتیا لری. د افغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو موسسه، ” په بن کې د افغانستان د نړیوال کنفرانس ” له ټولو ګډونوالو څخه غواړی ترڅو دافغانستان له خلکو او حکومت سره داعتماد جوړونې په برخه کې مرسته وکړی. دا اصل هغه مهال ترلاسه کیدای شی، چې د افغانستان خلک د افغانستان د راتلونکی په اړه د نړیوالې ټولنې له کارنده ونډې څخه ډاډه شی.

۴ ـ د دموکراسۍ پیاوړتیا

له یوې خوا په افغانستان کې جګړو او ستونزو، له بلې خوا د ورانکارو او بنسټپالو فعالیتونو شتون، د دې لامل شوی ترڅو د موکراسۍ او دهغې ارزښتونو په اړه د خلکو باور کمرنګه کړی؛ خو د افغانستان مدنی ټولنې په دې باور دی، چې دموکراسی د افغانستان اوسنی نظام لپاره یواځینی ګټور میکانیسم دی. له دموکراسۍ پرته نشو کولای د خلکو اراده په سیاست او ټولنه کې تمثیل کړو.

له افغانستان څخه د ملاتړ په موه په دې هیواد کې له دموکراتیک نظام سره همکاری د نړۍ د ډیرو هیوادونو له وارمخکې شرطونو څخه دی. دافغانستان تاریخ د ظالمو او مستبدو نظامونو شاهد وو. او له طالبانو وروسته دموکراسی په افغانستان کې مهمه ښکارنده ده. تیرو لسو کلو وښودله، چې دافغانستان خلکو په بیلابیلو برخو کې د زیاتو ستونزو لرلو سره سره، د دموکراسۍ پیاوړتیا ته رایه ورکړه او له هغې ېې ستاینه وکړه.

د افغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو موسسه، د افغانستان له نړیوالو همکارانو څخه غواړی، ترڅو په هیوادکې دموکراتیک فعالیتونه او جوړښتونه پیاوړی کړی او د یو ملی، مشروع او دموکراتیک نظام په جوړولو کې د افغانستان خلک یواځې پرې نیږدی.

۵ ـ د بشری حقونو پیاوړتیا

د تیرو لسو کلونو په موده کې، بشری حقونه، په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې د پروګرامونو په مهم اصل بدل شوی دی؛ خو په خواشینۍ سره چې اوس هم په افغانستان کې په پراخه کچه له بشری حقونو سرغړونه کیږی. په خواشینۍ سره باید ووایو، چې له بشری حقونو د سرغړونې مخنیوی په موخه د افغانستان په نظام او میکانیسمونو او حقوقی چوکاټ کې پروګرامونه ندی رامنځته شوی. د افغانستان دولت چې د بشری حقونو نړیوالو کنوانیسونونو ته ژمن هیواد دی، تر اوسه ندی توانیدلی پرخپلو ژمنو عمل وکړی او په افغانستان کې د بشری حقونو د ښه والی لارې چارې برابری کړی. چې زموږ دا ادعا د انتقالی عدالت په اړه د دولت په ارادې کې د دقیقو پروګرامونو نشتوالی په برخه کې ثابتیږی.

د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو موسسه، « په بن کې د افغانستان دنړیوالو کنفرانس » له ګډونوالو غواړی ترڅو له دوه زره څوارلسم میلادی کاله وروسته هم په افغانستان کې د بشری حقونو د ترویج او تامین او د افغانستان په ټولنه کې د ښځو د ونډې په فعالولو کې خپل ملاتړ ته دوام ورکړی.

۶ ـ د مدنی ټولنې پیاوړتیا

دافغانستان دمدنی ټولنې، د افغانستان دولت او وګړو ترمنځ د نښلونکی پله په حیث، باور لری چې د مدنی ټولنې له لارې له افغان وګړو سره د ګټورو خبرو په ترسره کیدو پر دولت جوړونې د ملت باور پیاوړی کیږی. د افغانستان مدنی ټولنه کولی شی د خلکو او د نظام د جوړښتونو ترمنځ د یوبل ځغملو په راپیدا کولو کې مهمه ونډه ولوبوی. همداراز مدنی ټولنه کولی شی د ټولنیزو خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې دنظام په پروګرامونو کې ښه ونډه ولوبوی.

د افغانستان مدنی ټولنه، له طالبانو وروسته نظام کې، د نړیوالې ټولنې د ملاتړو شاهد وو؛ خو دا ملاتړ له افغانستان حکومت سره د ملاتړ په پرتله ډیر ناچیزه او کم وو.

د افغانستان مدنی ټولنې « په بن کې دافغانستان د نړیوال کنفرانس » له ګډونوالو غواړی ترڅو دافغانستان له مدنی ټولنې څخه خپل ملاتړ ته په جدی توګه دوام ورکړی.

۷ ـ د سولې پالنې د جوړښتونو پیاوړتیا

سوله د افغانستان خلکو لپاره مهمه اړتیا ده. امنیت له بل هرڅه د افغانستان وګړو ته مهم او حیاتی اصل بلل کیږی. د افغانستان دولت اړتیا لری ترڅو د نړیوالې ټولنې په ملاتړ سولې او امنیت ته د رسیدو کارنده لارې چارې پیدا کړی؛ خو له یاده باید ونه ویستل شی چې، د امنیت ټنیګښت باید د افغانستان د وګړو د وګړنیزو حقونو به بیعه تمام شی. دافغانستان ښځې هم باید دملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا د ۱۳۲۵ پریکړه لیک له مخې د سولې او امنیت په ټینګښت کې د مشارکت حق ترلاسه کړی. دافغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو موسسه، په « بن کې دافغانستان نړیوال کنفرانس » له ګډونوالو غواړی ترڅو دبشری حقونو د ارزښتونو په پام کې نیولو سره د سولې پالنې تلپاتې جوړښتونو په رامنځته کیدو کې د افغانستان له دولته ملاتړ وکړی او له اوسنی کړکیچن وضعیت څخه د وتولاره پیداکړی.

۸ ـ د افغانستان دولت ته د مسولیتونو لیږد

افغانستان باید پرخپلو پښو ودریږی، با ثباته او په ځان بسایه دولت رامنځته شی. د افغانستان په ځان بسایه کیدل، د جوړښتونو رامنځته کیدو او ظرفیت روزنې ته جدی اړتیا لری. د هیواد له جګړه ایز او دفاعی ځواک څخه ملاتړ اوهمداراز، د قانون او د دموکراسۍ له ملی اقتصاد څخه ملاتړ د لیږد پروګرام په بریالی توګه ترسره کیدو کې، مهمه ونډه لرلی شی.

مؤسسۀ جامعۀ مدنی و حقوقِ بشر، از شرکت کنندگانِ این کنفرانسِ مهم میطلبد، تا با درکِ حساس بودنِ موضوع، برای انتقالِ موفقانۀ مسؤولتیها، ساختارهای حمایتی و نظارتیِ لازم را خلق نمایند. د افغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو موسسه، د دې کنفرانس له ګډونوالو غواړی، ترڅو د موضوع د حساسیت په پوهیدو سره، د مسوولیتونو د بریالی لیږد په موخه، لازم څارونکی او ملاتړی جوړښتونه رامنځته کړی.

دافغانستان مدنی ټولنې، د دې کنفرانس ګډونوالو ته د بریا هیله کوی او دافغانستان دخلکو لخوا، د دې کنفرانس له ټولو ګډونکونکو څخه چې دنړۍ له مهمو ځایونو څخه د افغانستان له خلکو د ملاتړ لپاره ورځی، د زړه له کومې مننه کوو.

دافغانستان مدنی ټولنه هیله لری، ترڅو یوه ورځ دافغانستان نظام وکولای شی، د نړیوالو ستونزو اوارۍ په موخه، د نړیوالې ټولنې د نورو غړو ترڅنګ خپل ملاتړ څرګند او مرسته وکړی.

د باثباته، سوکاله او په ځان بسایه افغانستان په هیله!

د۱۳۹۰کال، لړم۲۲، سمون لری د۲۰۱۱میلادی کال نوامبر ۱۳

کابل ـ افغانستان

ځواب دلته پرېږدئ