د مارچ اتمې، د ښځو د یووالی دنړیوالې ورځې، په مناسبت د افغانستان د بشری حقونو او مدنی ټولنې موسسې اعلامیه

CSHRN-Logo

د لوی او بښونکی خدای په نامه

د مارچ اتمې، د ښځو د یووالی دنړیوالې ورځې، په مناسبت
د افغانستان د بشری حقونو او مدنی ټولنې موسسې اعلامیه

کابل ـ افغانستان
۷ مارچِ ۲۰۱۲ زیږدیز

د مارچ اتمه، د نړۍ د ښځو د یوالی ورځ، د نړۍ ټولو ښځو لپاره یوه ارزښتمنه ورځ ده. د دې ورځې لمانځل په ټولنه کې د ښځو ونډه، او په سیاسی، ټولنیز، اقتصادی او فرهنګی ژوندانه کې د هغوۍ د یوشان ګډون په توګه بلل کیږی.

د افغانستان ښځې د افغانی او نړیوالې ټولنې د یوې برخې په توګه دا با ارزښته ورځ لمانځی، اوپه همدې مناسبت خپل نظرونه د مدنی ټولنو او رسنیو له لارې د دولت او نړیوالې ټولنې غوږونو ته رسوی.

روان کال د افغان ښځو لپاره یو ډیر ستونزمن کال وو. په دې کال کې ښځې له سیاسی، ټولنیز، اقتصادی او فرهنګی امنیت له نشتوالی ځوریدلې. ښځو ته سپکاوی، د ښځو انسانی کرامت ته سپکاوی، پر افغان ښځو جنسی تیری، د ښځو سیاسی ونډې ته کم ارزښت ورکول، د میندو مرګ، په فرهنګی او اقتصادی برخو کې د ښځو او نارینه وترمنځ د انډول نشتوالی او د ښځو په وړاندې د مقدسو ارزښتونو ناوړه تعبیر کول له هغو ستونزو څخه دی چې د هیواد ښځې ورسره مخ دی.

د افغانستان اسلامی جمهوری دولت له زیاتو هڅو سره سره ندی توانیدلی، د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالیو کچه راکمه کړی. له افغانستانه د ستر نړیوال ملاتړ سره سره تر اوسه هم په دې هیواد کې له ښځو دفاع کونکو ادارو څخه چندان ملاتړ ندی شوی.

دهغو شمیرو له مخې چې د معتبرونړیوالو موسسو لخوا اعلان شوی، د افغانستان ښځې د نړۍ تر ټولو ځوریدلو ښځو په ډله کې راځی او د مالی او ځانی امنیت له نشتوالی سره مخ دی. تراوسه هم په افغانستان کې د ښځو په وړاندې بنسټپالی ذهنیتونه موجود دی.

دافغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه، دغه ویاړلی ورځ د نړۍ ټولو ښځو په ځانګړې توګه د افغانستان ځوریدلو ښځو ته مبارکی وایی.

د افغانستان د دمدنی ټولنې او بشری حقونو موسسه، له فرصت څخه په ګټې اخیستو لاندې ټکی مطرح کوی:

•  په دې وروستیو کې د افغانستان د علماو د شورا لخوا یوه اعلامیه خپره شوه، چې په هغې کې د ښځو پر مدنی، سیاسی، او ټولنیزو حقونو محدودیت لګیدلی دی. دافغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو موسسه د مدنی ټولنې استازو، بشری حقونو مدافعانو، د ښځو چارو فعلانو، په استازی توب د ښځو له سیاسی، مدنی، اقتصادی، ټولنیزو او فرهنګی آزادیو څخه پراخ ملاتړ اعلانوی او داشان غبرګونونه د نړیوالو او ملی قوانینو په خلاف بولی.

•  ښځې د ټولنې نیمه برخه جوړوی، هغوۍ باید د سیاسی، اقتصادی او ټولنیزو بدلونونو څخه لیرې ونه ساتل شی. د افغانستان دمدنی تولنې او بشری حقونو موسسه، له نړیوالو او ملی ادارو څخه چې په هیواد کې د سولې او امنیت د ټینګښت په برخه کې هڅه کوی، غواړی؛ ترڅو د هیواد فعالو ښځو ته د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا د ۱۳۲۵ پریکړه لیک له مخې د ونډې اخیستو لازمې زمینې برابرې کړی. ترڅو دافغانستان د سولې په خبرو کې استازی توب وکړی او په دې برخه کې خپله فعاله ونډه ولوبوی.

•  د امنیت نشتوالی د دې لامل شوی؛ ترڅو په ټولنه کې د ښځو ونډه کمرنګه شی. دا ستونزه د هیواد په لیرو پرتو سیمو کې زیات لیدل کیږی. د ځان سوځونې د شمیرو لوړوالی، د جنسی تیرو ترسره کیدل، جنسیتی تبعیض په افغانستان کې د مدنی ټولنو او بشری حقونو د ادارو د اندیښنې لامل شوی دی. موږ د افغانستان له اسلامی جهوریت څخه غواړو؛ ترڅو د نړیوالو بشری حقونو کنوانیسونونو ، دافغانستان د اساسی قانون او د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالی د منع قانون له مخې د ټولنې په بیلابیلو کچو کې د ښځو د فعالې ونډې لپاره لاره اواره کړی او د ښځو په وړاندې د هرډول تبعیض لرونکی عمل مخنیوی وکړی.

•  دافغانستان دولت د نړیوالې ټولنې د غړی په توګه، باید د ښځو د ونډې پراختیا لپاره ټول فرصتونه رامنځته کړی. په همدې حال کې دافغانستان دولت، د نړیوالې ټولنې د فعالې ونډې په ملاتړ، په هیواد کې د بیوزلۍ د راکموالی په موخه ګټور پروګرامونه په پلی کړی.

•  دافغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو ادارې، دافغانستان له اسلامی جهموری دولت څخه غواړی؛ د ښځو د ونډې پیاوړتیا او په ټولنه کې د ښځو د فعاله ونډې په موخه اغیزمن پروګرامونه، کارنده پالیسې او مهمې تګلارې جوړې کړی او د هغې د پلی کیدو په برخه کې هڅه وکړی.

•  د افغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو موسسه، دافغانستان له ټولو مدنی ټولنو، سیاسی سکتورونو « سیاسی ګوندونو » غواړی؛ ترڅو د ښځو حقونو ته داحترام فرهنګ بنسټیزه کیدو او د جنسیتی انډول رامنځته کیدو په موخه کارنده او اغیزمن پروګرامونه عملی کړی.

•  د ښځو حقونو ته احترام د فرهنګ ترویجول، د هیواد د رسنیو د لازیات فعالیدو سره په نیغه اړیکه لری، د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو موسسه د هیواد له ټولو رسنیو څخه په درناوی غوښتنه کوی؛ ترڅو د ګټورو او کارنده پروګرامونو په پلی کولو سره ، ښځو ته د احترام فرهنګ په رواجولو کې خپله فعاله ونډه ترسره کړی.

دافغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو ادارې، دغه د خوښۍ ورځ ، ستایی او هیله کوی چې د افغانستان شریف خلک د سولې او دایمی امنیت خاوندان شی.

د بشری حقونو د ارزښتونو د ټینګښت او د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالی د پای ته رسیدو په هیله!

ځواب دلته پرېږدئ