په افغانستان کې، د نجونو زدکونکو د مسموولو په اړه، د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې اعلامیه

CSHRN-Logo

د لوی او بښونکی خدای په نامه

په افغانستان کې، د نجونو زدکونکو د مسموولو په اړه، د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې اعلامیه

کابل ـ ۸ چنګاښ ۱۳۹۱

په دې وروستیو کې د افغانستان، زدکونکې نجونې د هیواد په یوشمیر سیمو په ځانګړې توګه په شمالی سیمو کې، د پراختیا ضد ځواکونو لخوا په نښه او مسموم کیږی. معصوم ماشومان او تنکیو ځوانان چې د علم زدکړې په موخه ښونځیو ته ځی، د دولت د مخالفو ډلو د سیاسی پروګرامونو قربانی کیږی. د ماشومانو مسمومولو د ځوانانو او تنکیو ځوانانو د زدکړې لړۍ ته ستر زیان اړولی، د ماشومانو د میندو او پلرونو روحیه او مورال ېې ضیعف کړی. بلخوا دا غیر انسانی عمل د افغانستان په راتلونکی کې د ښځو کارنده ونډې ته هم ستر زیان اړوی؛ ځکه له پوهنې او روزنې څخه د زدکونکو نجونو لیرې پاتې کیدل د افغانستان د راتلونکی په ټولنیزو فعالیتونو کې د ښځو فعالې ونډې د لمنځه تلو په معنا دی.

•  د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه، په افغانستان کې له ټولو ښکیلو ډلو غواړی چې خپلو موخو ته د رسیدو لپاره له ملکی وګړو څخه د انسانی ډال په توګه کار وانخلی او همداراز د جګړې او منازعاتو پرمهال د ملکی وګړو په اړه د ۱۹۴۹ کال د ژینوا څلور ګونی کنوانسیونونه جداْ مراعات کړی.

•  غچ اخیستنه چې د بیګناه کسانو د قربانئ لامل کیږی د اسلام دمبارک دین له ارزښتونو او همداراز د هیواد د نورو ملی او فرهنګی ارزښتونو په خلاف کار دی. د اسلام دین د ارزښتونو پر بنسټ هیڅ څوک حق نلری چې بیګناه کسان وځوروی؛ چې دا ښکارنده د ماشومانو په وړاندې له زیات اهمیته برخمنه ده. دافغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه له بیګناه ماشومانو څخه سیاسی غچ اخیستنه د خپلو معنوی ارزښتونو په خلاف کار بولی او هغه په کلکه غندی.

•  د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه، دهیواد له رسنیو غواړی تر څو د ملی رسنیو له لارې؛ په دې اړه د افغانستان خلکو ته ستر معلوماتی او روزنیز پروګرامونه خپاره کړی او د داشان بریدونو د کابو کولو لپاره د خلکو ذهنیتونه پیاوړی کړی.

•  د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد (ص) د ویناو پربنسټ چې ټول مسلمانان ېې زدکړې او پوهې ته رابلل، د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه، په هیواد کې له ټولو دینی عالمانو او مشرانو غواړی چې په ټولو غونډو او خطبو کې د زدونکو پر مسموولو چې غیر اسلامی عمل دی بحث وکړی او خلک د هغې مخنیوی ته راوبولی. د دینی عالمانو دا خطبې د دې لامل کیږی چې کورنۍ، ښونځیو ته د خپلو لوڼو له استولو اغیزمنې نشی او داسلام د ستر دین د حکوم له مخې د پوهې په ترلاسه کولو کې پراخې هڅې وکړی.

•  د افغانستان د مدنی ټولنه او بشری حقونو شبکه د هیواد له امنیتی ځواکونو غواړی، ترڅو د هیواد د ښونځیو اومدرسو د امنیت د ټینکښت لپاره زیات ځواکونه وکماری او د هیواد زدونکو ته د امن فضا رامنځته کړی.

•  د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه، د هیواد له عدلی او قضایی ارګانونو غواړی چې ژر تر ژره دې؛ د دغو غیر انسانی کړنوعاملان محکمه کړی او خلکو ته د محکمو د پریکړو په اړه معلومات ورکړی.

 

ځواب دلته پرېږدئ