د توکیو د کنفرانس په اړه د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو موسسې نظرونه

CSHRN-Logo

د لوی او بښونکی خدای په نامه

د توکیو د کنفرانس په اړه د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو موسسې نظرونه

مقدمه

افغانستان د طالبانو له حضوره لس کاله ورسته په بیلابیلو ټولنیزو او سیاسی برخه کې له زیاتو ستونزو سره لکه نا امنۍ، د ګاونډیو هیوادونو پراخه لاس وهنه، د نړیوالو پروګرامونو په پلانونه کې ضعف، اداری فساد، د مخدره توکو کرنه او قاچاق، د اصلاحاتو د پروګرام کمرنګوالی او… سره مخ دی.

زموږ زیات شمیر وطنوالو د امنیت د نشتوالی له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی او یوشمیر نور له پراخو ستونزو سره مخ دی.

په دې موده کې په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې ونډه د ارزښت وړ وه. نړیوالو پوځیانو په افغانستان کې بیلا بیل ستراتیژیک پوځی پروګرامونه پلی کړل؛ خو په خواشینۍ سره چې د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې په عملیاتو کې ملکی وګړی هم شهیدان شول او یوشمیر نور بې کوره شول. د ټولو دغو ستونزو ترڅنګ د افغانستان خلکو یولړ لاسته راوړنې هم لرلی دی. په دغو لسو کلونو کې تر ټولو مهمه لاسته راوړنه د افغانستان د اساسی قانون طرحه او تصویب وو چې د ملی حقوقی وثیقې په توګه، ستر ارزښت لری.

دافغانستان د اساسی قانون پر بنسټ، ملی ادارې او بنسټونه چې دولتی او غیر دولتی دی رامنځته شول. د افغانستان اسلامی جمهوری دولت د دموکراسۍ او بشری حقونو ارزښتونو ته ژمن شو او د ښځو حقونو ته د درناوی په برخه کې یولړ پروګرامونه جوړ کړل.

په افغانستان کې رسنیو پراخ پرمختګ وکړ. د بیان آزادی، درسنیو په پروګرامونو کې د مهمې ښکارندې په توګه، عملی شوه.

د ټکنالوژۍ او الکترونیک په برخو کې هم یولړ پرمختګونه د افغانستان د خلکو په نصیب شول. د افغانستان د کانونو د راویستو په برخه کې هم یو لړ پروګرامونه پلی شول او د هیواد د کانونو د وضعیت د ښه والی لپاره یوشمیر نوښتونه هم رامنځته شوی دی.

د کرنې په برخه کې هم افغانستان د پام وړ، پرمختګونه تجربه کړی دی.

د بانکدارۍ سیستم هم د پام وړ پرمختګ کړی دی.

د افغانستان وګړو د ولسمشرۍ او پارلمانی ټاکنو څلور پړاونه تجربه کړل. په افغانستان کې د دیموکراسۍ د بنسټیزه کیدو او د دموکراسۍ د فرهنګ د پلی کیدو لپاره ټاکنې ترسره کول ښه تجربه وه.

د افغانستان مدنی ټولنو په کابل او افغانستان کې خپل فعالیتونه پراخ کړل چې پایله کې په افغانستان کې د دغو ټولونو په بې ساری توګه د پرمختګ شاهد هم یو.

د توکیو غونډه له دوه زره څوارلسم میلادی کاله وروسته د افغانستان لپاره مناسب فرصت بلل کیږی. د افغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه، دافغانستان د ستونزو په اړه د دې غونډې له ګډونوالو سره لاندې نظرونه شریکوی:

د ښونې او روزنې بنسټونوته د پاملرنې له امله د ټولنیز وضعیت ښه والی

له طالبانو ورورسته افغانستان د ماشومانو او ځوان نسل د روزنې او پوهنې لپاره د زدګړې ښه فضا مساعده کړه. دې لړۍ وښودله چې د پام وړ شمیر ځوانان، ښونځیو، پوهنتونونو او نورو تعلیمی موسسو ته مخه وکړه. دولت هم په دې برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې لرلی. همدا اوس د ولایتونو او ولسوالیو په کچه ښونځی او پوهنتونونه د نړیوالې ټولنې په مرسته او د افغانستان دولت په هڅو فعالیت لری. خو په ځینو سیمو کې د امنیت د نشتوالی له امله د زدکړۍ لړۍ له ستونزو سره مخ شوې ده. په یوشمیر ولایتونو کې ځینې کورنۍ نشی کولای د لازم امنیت د نشتوالی له امله خپل ماشومان ښونځیو ته واستوی. په یوشمیر نورو برخو کې بیا د ماشومانو د روزلو لپاره لازم ظرفیت نشته؛ خو دغه سیمې د امکاناتو او لړ تیاریو له نشتوالی رنځیږی. په افغانستان کې د پوهنې او روزنې بله ستونزه د مسلکی استادانو کموالی دی. که څه هم چې د هیواد د پوهنې وزارت، د پوهنې د وضعیت د ښه والی په اړه زیاتې هڅې کړی دی؛ خو دا هڅې نشی کولای د ماشومانو اساسی ستونزې له منځه یوسی.

سپارښتنې

۱ . د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو موسسه، د توکیو په غونډه کې له ټولو ګډونکونکو هیوادونو غواړی ترڅو د پوهنې او روزنې، موضوع ته خپل د بحث وړ موضوع په توګه پام وکړی؛

۲ . د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو موسسه، د افغانستان له اسلامی جمهوری دولت څخه غواړی ترڅو د روزونکو د کادری پیاوړتیا په موخه د بیلابیلو ښونځیو د ښونکو لپاره روزنیز پړاونه ترسره کړی او تر ډیره د هیواد پر لیرو پرتو سیمو تمرکز وکړی؛

۳ . د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو موسسه، له ملی او نړیوالو امنیتی ځواکونو غواړی ترڅو دښونکو او زدکونکو د امنیت لپاره د هیواد له ښونځیو په ځانګړې توګه په لیرو پرتو سیمو کې څارنه وکړی.

د روغتیا په برخه کې

په افغانستان کې دوامداره جګړو، د روغتیا په برخه کې زیاتې ستونزې راپیدا کړی دی. د دغو جګړو له امله د هیواد روغتونونه په کلکه زیانمن شوی دی.

همداراز متخصصو طبی، کادرونو د امنیت د نشتوالی له امله ندی توانیدلی چې په لیرو پرتو سیمو کې لازم روغتیایی خدمتونه وړاندې کړی. له دې امله د روغتیایی لازمو توکو کموالی له یوې خوا او د مسلکی وړتیاو کموالی له بلخوا، د دې لامل شوی تر څو د وګړو په ځانګړې توګه په میندو او ماشومانو کې د مړینې کچه لوړه کړی.

که څه هم چې دهیواد د عامې روغتیا وزارت، د اصلاحاتو وپه راوستو او ګټورو پروګرامونو په پلی کولو سره هڅه وکړه چې د نړیوالې ټولنې پام ځانته راواړوی؛ خو بیا هم ډیره لیرې ده چې موږ دې ټولو وګړو ته د فعال روغتیایی خدمتونو وړاندې کونکی جوړښت لرونکی اوسو.

د هیواد ستر ښارونه لکه، کابل، هرات، مزارشریف قندهار،لشکرګاه او جلال آباد ښه روغتیایی وضعیت لری خو لیرې پراته ولایتونه او ولسوالۍ ناسم روغتیایی حالت لری.

اخوا د هیواد یوشمیر شمالی ولایتونه، چې په دې وروستیو کې له طبعی ناخوالو زیانمن شوی له زیاتو ستونزو سره لاس او ګریوان دی.

سپارښتنې

۴ . دافغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو موسسه، د توکیو په غونډه کې له ګډنکونکو هیوادونو څخه غواړی ترڅو د افغانستان له روغتیایی سیستم څخه خپل ملاتړ په خپلو مهمو کاری پروګرامونو کې شامل کړی؛

د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو موسسه دافغانستان له حکومته غواړی چې د عامې روغتیا وزارت له لارې د هیواد په لیرو پرتو سیمو کې د روغتیایی خدمتونو پروګرام د نړیوالې ټولنې په مرسته پلی کړی او د هیواد د روغتیایی حالت د ښه والی لپاره ګټورې تګلارې جوړې کړی؛

۵ . په مخدره توکو روږدی کیدل په افغانستان کې یوه ستره ستونزه بلل کیږی چې د زرګونو ځوانانو ژوند اخلی. دافغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو موسسه، د توکیو د غونډې له ټولو غړو هیوادونو او د افغانستان له دولته غواړی ترڅو د دغې سترې ټولنیزې ستونزې اوارۍ په موخه اغیزمن پروګرامونه ترلاس لاندې ونیسی او دافغانستان اسلامی جمهوری دولت، د عامې روغتیا وزارت له لارې د روږدو کسانو د درملنې د مرکزونو په زیاتولو سره د دې ستونزې په اوارۍ کې هڅه وکړی؛

۶ . د رسنیو د ریپوټونو له مخې، د هیواد په یوشمیر ولایتونو کې، ولادتونه، د غرونو په سوړو او یاهم نا مناسبو خونو کې له روغتیایی امکاناتو پرته ترسره کیږی چې دا کار د میندواو ماشومانو لپاره زیات ځانی تلفات اړوی. دافغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو موسسه، د توکیو د مهم کنفرانس له لارې دې سترې ټولنیزې ستونزې ته د نړیوالې ټولنې پام راجلبوی او د افغانستان له اسلامی جمهوری دولت څخه غواړی ترڅو په دې برخه کې خپلې هڅې ګړندۍ کړی.

داقتصادی وضعیت ښه والی

دافغانستان اساسی قانون دولت موظف کړی دی ترڅو د هیواد د ملی اقتصاد د پیاوړتیا لپاره ګټور پروګرامونه پلی کړی. د ملی اقتصاد د پیاوړتیا په برخه کې د حکومت او نړیوالې ټولنې له هڅو سره سره تر اوسه هم د افغانستان دولت په وړاندې سترې ستونزې موجودې دی. په خواشینۍ سره باید ووایو چې دافغانستان بازار د ګاونډیو هیوادونو په لګښتی بازار بدل شوی دی، چې دا کار د دې لامل شوی تر څو هیواد ته کم کیفیته توکی وارد شی او د ملی اقتصاد د پرمخګ د خنډ وګرځی.

د ملی تولیداتو د کچې پراختیا، د هیواد په ملی اقتصاد کې له مهمو ټکو څخه شمیرل کیږی؛ خو په خواشینۍ سره باید ووایو هغو موسسو او فابریکو چې ملی تولیدات وړاندې کوی او هغه نړیوالو بازارونو ته لیږدوی، د پام وړ پرمختګ ندی کړی. که څه هم چې د یوشمیر اقتصادی ښکارندو د پرمختګ لپاره هڅې شوی دی؛ خو دا لاسته راوړنې د ګټورو اقتصادی پروګرامونو د نشتوالی له امله د لمنځته تلو له خطر سره مخ دی. د مثال په ډول د واټونو جوړول او د لیږد رالیږد د لارو جوړول یو له دغو لاستو راوړنو څخه شمیرل کیږی؛ خو دا واټونه د ناسم کار اخیستو او د واټونو په جوړولو کې له ټیټ کیفیت لرونکو توکو څخه په کارا خیستو بیا ویجاړیږی چې بیا رغونه ېې یوه ستره ستونزه ده.

سپارښتنې

۷. کانونه د هیواد یو له مهمو تولیدی سرچینو څخه شمیرل کیږی. د افغانستان دولت هوډ لری چې د نړیوالې ټولنې په ملاتړ د افغانستان د کانونو په راویستنه کې اقدام وکړی، چې له هغې ډلې کولې شو د لوګر ولایت د عینکو د مسو کان او د بامیانو د حاجیګک د اوسپنې کان یادونه وکړو. دافغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو موسسه د توکیو د غونډې له ګډونوالو غواړی ترڅو د افغانستان له اسلامی جمهوری سره د دغو کانونو د استخراج په برخه کې خپلې اقتصادی مرستې ونه سپموی؛

۸ . د افغانستان یوه بله طبیعی سرچینه اوبه دی. دا په داسې حال کې ده چې افغانستان د بریښنا د انرژۍ د نلرلو له پلوه یو له تر ټولو ناداره هیواد شمیرل کیږی. خو د افغانستان اوبه نه د کرنې په برخه کې په سمه توګه لګیږی او نه هم د بریښنا د تولید په برخه کې ترې لازم کار اخیستل کیږی. دافغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو موسسه، د توکیو دغونډې له ګډونوالو غواړی چې له افغانستان سره د بریښنا د تولید دبندونو په سمبالتیا کې مرسته وکړی. او همداراز هیله لری چې د افغانستان اسلامی جمهوری سره د کرنې په برخه کې د اغیزمنو پروګرامونو په جوړولو او پلی کولو کې مرسته وکړی، ترڅو په هیواد کې د کرنې وضعیت ښه شی؛

۹ . په افغانستان کې د بیکارې کچه په بیساری توګه مخ په لوړیدو ده. په زرګونو تنه لوستی ځوانان، د دندو د نه لرلو له امله بې سرنوشته دی. له هغې ډلې یوشمیر د دښمن له لیکو سره یوځای شوی او د خپل هیواد د ویجاړۍ لاره اواروی. یوشمیر نور بیا د بیکارۍ او بې وزلۍ له امله له جنایت کارو شبکو سره یوځای شوی دی او ورځ په ورځ د سازمان شویو جرمونو کچه مخ په لوړیدو ده. د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو موسسه، د توکیو د غونډې له ګډونوالو او د افغانستان داسلامی جمهوری دولت له چارواکو غواړی ترڅو په هیواد د کار موندنې په برخه کې مناسب او اغیزمن پروګرامونه پلی کړی؛

۱۰ . خصوصی برخه په هیواد کې د اقتصادی وضیعت د ښه والی په برخه کې یو له فعالو بنسټونو څخه شمیرل کیږی، بلخوا د مخدره توکو مافیا د هیواد د خصوصی برخې د پرمختګ په وړاندې ستر خنډ بلل کیږی. دا په داسې حال کې ده چې د خصوصی برخې په چارو کې د حکومت د پراخې لاسوهنې له امله، په افغانستان کې د خصوصی برخې د پرمختګ په وړاندې خنډ پیداکړی دی. دافغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو موسسه، د افغانستان له اسلامی جمهوری دولت او د هغه له نړیوالو ملاتړو غواړی چې له خصوصی برخې د هیواد د فعال اقتصادی بنسټ په توګه ملاتړ وکړی او د هغو د پرمختګ زمینه برابره کړی. خصوصی برخه کولی شی د کارموندنې د ستونزې په اوارۍ او د ملی اقتصاد په پراختیا کې مهمه ونډه ولوبوی؛

۱۱ . افغانستان یو کرنیز هیواد دی. د کرنې پراختیا کولی شی د هیواد دملی اقتصاد په پرمختګ کې اغیزمنه ونډه ولوبوی. دا په داسې حال کې ده چې افغانستان د خپلو وګړو د اړتیا وړ غله له ګاونډیو هیوادونو واردوی. د اقتصادی چارو د څیړنو او وړاند وینو له مخې که چیرې د صنعتی کرنې په برخه کې په افغانستان کې لازم پروګرامونه پلی شی نو کیدای شی افغانستان په ملی او سیمه ایزه کچه د غلې د تولید ستره سرچینه وی. دافغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو موسسه، د افغانستان له اسلامی جمهوری او د توکیو په غونډه کې له ګډونکونکو هیوادونو څخه غواړی ترڅو د افغانستان د کرنې صنعتی کیدو او میکانیزه کیدو په پرخه کې ګټور او لازم پروګرامونه پلی کړی.

۱۲ . افغانستان د سیاسی موقعیت له پلوه په سیمه کې له زیات اهمیته برخمن دی. دا سیاسی با اهمیته جغرافیا باید په اقتصادی با اهمیته جغرافیا بدله کړو. افغانستان کولی شی له نړیوالو تجرو څخه په کار اخیستو، په سیمه کې خپل سوداګریز پروګرامونه پراخ کړی او د اروپا او امریکا په کچه خپل مهم اقتصادی ملاتړی وپیژنی. دافغانستان مدنی ټولنه، د توکیو د غونډې له ګډونوالو غواړی ترڅو د افغانستان سوداګرۍ ته په خپلو هیوادونو کې پراختیا ورکړی. دافغانستان دولت باید دهیواد، د اقتصاد او سوداګرۍ وزارتونو له لارې داقتصادی پراختیا پروګرامونه طرحه کړی او د نړۍ له هیوادونو سره د اقتصادی اړیکو ښه والی لپاره اقتصادی مشارکت وکړی؛

۱۳ . د ترانسپورتی پروګرامونو ښه والی او دهیواد د مهمو او ستراتیژیکو ولایتونو له یوبل سره نښلول، د هیواد داقتصاد د پراختیا لپاره له مهمو لارو شمیرل کیږی.د افغانستان دمدنی ټولنې اوبشری حقونو موسسه، د توکیو په غونډه کې له غړو هیوادونو غواړی ترڅو د افغانستان د اوسپنې پټلۍ د پراختیا چاره دافغانستان په اقتصادی تګلاره کې د مهم لومړی توب په توګه ځای کړی. د اوسپنې پټلۍ له لارې د هیواد د ولایتونو نښلول کیدل او د سیمې له هیوادونو سره دافغانستان نښلول کولی شی په افغانستان کې د کار بازار پراخ کړی او د سیمې په کچه ترانسپورتی لیږد رالیږد آسانه کړی. دافغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو موسسه د افغانستان له دولته غواړی ترڅو د ملی اقتصاد د پراختیا په لړ کې د اوسپنۍ پلۍ پراختیا په خپل اقتصادی لومړی توب کې شامل کړی.

د ښې حکومتدارۍ زمینه

په تیرو لسو کلونو کې په افغانستان کې د ښې حکومتدارۍ په برخه کې بې شمیره ملی او نړیوال پروګرامونه، طرحه شوی دی. دا پروګرامونه د نړیوالې ټولنې په مرسته، د نوی حکومت د جوړښت له لارې عملی شوی دی؛ خو په خواشینۍ سره چې تر اوسه هم د ښې حکومتدارۍ په برحه کې د افغانستان دولت له زیاتو ستونزو سره مخ دی. اداری فساد هم یو له دغو ستونزو څخه دی چې د افغانستان خلک ورسره لاس او ګریوان دی.

سپارښتنې

۱۴ . د قانون د حاکمیت ضعف، د دې لامل شوی چې یو شمیر ډلې په هیواد کې ټول حقوقی موازین تر پښو لاندې کړی او د انسانی ټولنې ارزښتونه په پام کې ونه نیسی. دافغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو موسسه، د توکیو د غونډې د ګډونوالو له لارې، دافغانستان له ټولو ملاتړو غواړی چې په افغانستان کې د ښې حکومتدارۍ په موخه، د قانون د حاکمیت موضوع د افغانستان له حکومت سره د مرستو په برخه کې د مهمې ښکارندې په توګه په رسمیت وپیژنی او هغه د خپل مشارکت د وار مخکې شرط په توګه وټاکی.

۱۵ . د افغانستان قانونی په افغانستان کې د حقوقی اصلاحاتو نوی زمینه برابره کړې ده؛ دافغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقون موسسه، دافغانستان له دولته غواړی ترڅو دقوانینو او لوایحو د تصویب په برخه کې د پر وګرامونو په پلی کولو سره د افغانستان په قضایی سیستم کې اصلاحات، راولی؛

۱۶ . اداری فساد په هیواد کې یو له سترو ټولنیزو ستونزو څخه شمیرل کیږی. دافغانستان خلک په هیواد کې د عامه سیستم په برخه کې د فساد پورې د تړو غیر تخصصی کړنو څخه ستړی شوی دی. دافغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو موسسه د افغانستان له دولته غواړی ترڅو د اداری فساد د لمنځه وړو په برخه کې جدی او سالم پروګرامونه پلی کړی؛

۱۷ . ټاکل شوې راتلونکې ټاکنې په ۲۰۱۴ میلادی کاله کې ترسره شی، چې دا د افغانستان خلکو ته د ډیر اهمیت وړ دی. دافغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو موسسه، له نړیوالې ټولنې غواړی چې په تاکنو کې هم په سیاسی او هم په اقتصادی برخه کې له افغانستان سره خپل ملاتړ ونه سپموی او د هیواد له خلکو په دغه اساس وخت کې ملاتړ وکړی. دافغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو موسسه، له نړیوالې ټولنې غواړی ترڅو د ټاکنو له لړۍ څارنه وکړی او پرې نږدی چې دا تاریخی فرصت د درغلی کونکو لخوا برمټه شی؛

د بشری حقونو په برخه کې

په تیرو لسو کلونو کې بشری حقونه، د افغانی ټولنې یوله مهمو بحثونو شمیرل کیږی؛ خو په خواشینۍ سره چې تر اوسه هم له بشری حقونو سرغړونه د ناوړه ټولنیزې ښکارندې په توګه په خپل ځای پاتې ده. په لیرو پرتو ولایتونو کې وسله وال کسان آن وګړو کوچنی او لومړی حقونه هم تر پښولاندې کوی. کورنی تاوتریخوالی، د ښځو حقونو ته بې حرمتی، د ماشومانو حقونو ته بې پامی او همداراز اقتصادی، فرهنګی او وګړنیزو حقونو ته بې پامی په افغانستان کې د بشری حقونو په وړاندې له نورو ستونزو څخه شمیرل کیږی.

سپارښتنې

۱۸ . دافغانستان مدنی ټولنې، د توکیو د غونډې له ګډونوالو غواړی ترڅو له افغانستان سره دهمکارۍ په پروګرامونو کې، د بشری حقوو تامین وارمخکې او مهم شرط وټاکی؛

۱۹ . د بشری حقونو فعالان، او د بشری حقونو ټولنې، د نړیوالې ټولنې، مرستو ته جدی اړتیا لری. دافغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو موسسهو له نړیوالې ټولنې غواړی ترڅو په افغانستان کې له بشری حقونو ملاتړ ونسپموی او پرې نیږدی په افغانستان کې د بشری حقونو غږ چوپ شی؛

۲۰ . دافغانستان ښځې د دې ټولنې نیمه برخه جوړوی؛ خو به خواشینۍ سره باید ووایو چې د ښځو فعاله ونډه تل څنډې ته ساتل شوې او د هغې د پراختیا په برخه کې سیاسی اراده محدوده ده. دافغانستان دمدنی ټولنې اوبشری حقونو موسسه، د توکیو په غونډه کې له ټولو ګډونکونکو هیوادونو غواړی چې په افغانستان کې د ښځو د وضعیت د ښه والی لپاره خپل ملاتړ پراخ کړی او د جنسیتی انډول په برخه کې د افغانستان حکومت ته خپل وارمخکې شرطونه وړاندې کړی. د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو موسسه، د افغانستان له دولته غواړی چې یواځې د پالیسویو په جوړولو بسنه ونکړی، بلکې د ښځو د وضعیت د ښه والی په برخه کې د ګټور پروګرامونو په پلی کولو کې هم هڅه وکړی. دا چاره باید له دولتی چارونو پر ګټورو او اغیزمنو ټولنیزو پروګرامونو بدله شی.

د مدنی ټولنې زمینه

تیره لس کاله په افغانستان کې د مدنی ټولنې د نوی نسل د رامنځته کیدو شاهد وو. دافغانستان اساسی قانون، دافغانستان خلکو ته دا با ارزښته فرصت رامنځته کړ. په دې لړ کې د افغانستان مدنی ټولنه وتوانیده خپل پیغامونه او نظرونه دافغانستان له دولت سره شریک کړی، او نړیوالو ادارو هم په افغانستان کې د سیاسی، ټولنیز او فرهنګی وضیعت ښه والی لپاره زمینه برابره کړه؛ خو د افغانستان د مدنی ټولنې په وړاندې تر اوسه ستونزې شته. یو له دغو پروګرامونو څخه په ځان د بساینې د پروګرامونو نشتوالی دی. دا کار د دې لامل شوی، ترڅو دافغانستان مدنی ټولنه په هیواد کې د نړیوالې ټولنې شتون پورې تړلې وی.

سپارښتنې

۲۱ . د افغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو موسسه، دتوکیو د غونډې له ګډونوالو غواړی، چې دافغانستان له مدنی ټولنې ملاتړ د خپلو پروګرامونو په لړ کې ځای کړی او په افغانستان کې له دغو ارزښتمنو ټولنو سره له هیڅ ډول مرستې دریغ ونکړی؛

۲۲ . دافغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو موسسه، دافغانستان له اسلامی جمهوری دولت څخه غواړی، چې د مدنی ټولنې د پروګرامونو د لا همغږۍ په موخه د دغو ارزښتمنو ادارو د رامنځته کیدو په وړاندې حقوقی خنډونه رامنځته نکړی؛

۲۳ . د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو موسسه، د هیواد له ټولو مدنی ټولنو غواړی، چې د دافغانستان له دولت او نړیوالې ټولنې سره په همغږۍ او یو والی سره، د دې سند د غوښتنو په پلی کولو کې خپلې مرستې ونسپموی.

ځواب دلته پرېږدئ