د افغانستان په ټاکنیزو جوړښتونو کې د نړیوالو متخصصینو د حضور په اړه د افغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې اعلامیه

CSHRN-Logo

د لوی او بښونکی خدای په نامه

د افغانستان په ټاکنیزو جوړښتونو کې د نړیوالو متخصصینو د حضور په اړه
د افغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې اعلامیه

۱۳۹۱، لړم ۹ – ۲۰۱۲، اکتوبر ۳۰
کابل ـ افغانستان

۲۰۱۴ میلادی کال د افغانستان لپاره مهم او سرنوشت جوړونکی کال دی. په دې کال کې هم نړیوال ځواکونه له افغانستانه وځې او هم په افغانستان کې ولسمشریزې ټاکنې ترسره کیږی.

په یوه کال کې د دغو دوه مهمو پیښو ترسره کیدو، د افغانستان د دولت راتلونکی په اړه د نړیوالې ټولنې او د هیوادوالو عامه ذهنیت اندیښمن کړی دی.

د افغانستان مدنی ټولنه، په داسې حال کې دواړه پیښې په دقت سره څاری، چې د دغو مهمو پروګرامونو په سالمه توګه ترسره کیدو کې د یوشمیر ستونزو په اړه جدی اندیښنه څرګندوی.

د افغانستان د مدنی ټولنې اندیښنه هغه مهال پراخه شوه، چې د هیواد ولسمشر، جلالتمآب حامد کرزی، د ټاکنیزو شکایتونو په کمیسیون کې د نړیوالو متخصصینو له شتون سره خپل مخالفت اعلام کړ.

د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه، د دې ترڅنګ چې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون او د شکایت اوریدنې د کمیسیون په جوړښتونو کې د نړیوالو متخصصینو حضور په اوسنی وخت کې یوه اړتیا بولی، لاندې ټکی هم مطرح کوی:

  • زموږ هیواد، د ټاکنو په چارو کې د یو زیات شمیر افرادو او جوړښتونو له غیر قانونی لاسوهنې اندیښمن دی او په معیارونو برابر د آزادو او رڼو ټاکنو ترسره کیدل له زیاتو ننګونو سره مخ دی. زموږ له نظره د ټاکنو په جوړښتونو کې د نړیوالو متخصصینو حضور، د ټاکنو د خپلواکۍ او روڼتیا زمینه برابره وی. دا شان ډیرې بیلګې شتون لری آن د پرمختللوهیوادونو په ټاکنیزو جوړښتونو کې هم د بهرنیو متخصصینو حضور تضمین شوی دی.
  • زموږ د هیواد ټاکنیز جوړښتونه، ډیر نوی دی او ظرفیت روزنې اوهمکارۍ ته زیاته اړتیا لری. د ټاکنو په چارو کې د نړیوالو متخصصینو حضور د دې لامل کیږی چې په ټاکنو کې له نړیوالو تجربو کار واخیستل شی او د هیواد د ټاکنو په جوړښتونو کې نړیوال ظرفیتونه جذب شی. دا د هغو هیوادونو لپاره چې له جګړې وروسته دیموکراسۍ په لور د لیږد په پړاو کې وی منل شوی او معقوله لاره ده او هیڅ کله دا شان کار له ملی حاکمیت څخه سرغړونه او د ټاکنو په چارو کې لاسوهنه نه بلل کیږی.
  • د افغانستان د ټاکنو پورې په اړوندو جوښتونو کې د نړیوالو متخصصینو او نړیوالو ادارو حضور د افغانستان د ټاکنو نړیوال مشروعیت پیاوړی کوی او په عامه ذهنونو کې د ولسواکۍ لړۍ دود کوی. په خواشینۍ سره باید ووایو چې، د تیرو ټاکنو ننګونو په افغانستان کې د دیموکراسۍ د بهیر په اړه د نړیوالې ټولنې ذهنیت زیانمن کړی دی. دافغانستان دولت باید د ټاکنو په بهیر کې د بهرنیو متخصصینو د حضور په محدودولو سره د افغانستان د ټاکنو مشروعیت په اړه نړیوالو ذهنیتونه زیانمن نکړی.
  • د افغانستان مدنی ټولنه، د هیواد له ولسمشر څخه غواړی ترڅو د ټاکنو په بهیر کې د نړیوالو متخصصینو د حضور په اړه پر خپلې پریکړې بیا کتنه وکړی او د ملګروملتونو سازمان د څانګې او د افغانستان د نړیوالو همکارانو په مرسته د کارپوه او بې پرې ټاکنیزو متخصصینو په ګمارلو کې جدی اقدام وکړی.

د افغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه، چې له ۱۰۵ غړو ټولنو څخه جوړه ده د ټاکنو بهیر به له نیږدې وڅاری او په دې ملی او با ارزښته بهیر کې خپله همکاری اعلانوی.

په افغانستان کې د دیموکراسۍ او د قانون د حاکمیت د ټینګښت په هیله!

ځواب دلته پرېږدئ