د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې اعلامیه

CSHRN-Logo

د لوی او بښونکی خدای په نامه

د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې اعلامیه

زموږ هیواد د خپل تاریخ په تر ټولو مهمو پړاو کې دی. له یوې خوا، له هیواده د نړیوالو ځواکونو په پراخه کچه وتل له بلې خوا، د ملی پروګرامونو لکه د ولسمشریزو ټاکنو ترسره کول،د سیاسی او اقتصادی ځان بساینې او د دولتی ادارو د پیاوړتیا لپاره د لارو اوارول د اوسنی دوران له مهمو ښکارندو څخه شمیرل کیږی. په دې لړ کې د نړیوالې ټولنې او له افغانستان سره د نیږدې همکارو هیواددونو ونډه د زیات همیت لرونکې ده. نړیوالې ټولنې په وروستیو دولسو کلونو کې د افغانستان له خلکو په بیساری توګه ملاتړ وکړ. په داسې حال کې چې د افغانستان مدنی ټولنه په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې له ونډې ستاینه کوی، د هغو دوستو هیوادونو له دولتونو او خلکو د زړه له کومی مننه کوی چې زموږ هیواد او ملت ېې په داسې حساس پړاو کې یواځې پرې نښود. د افغانستان مدنی ټولنه په ښه توګه پوهیږی په دې مهم پړاو کې، چې نړۍ له ستر اقتصادی کړکیچ سره مخامخ ده، د افغانستان له خلکو داشان ملاتړ د زیات اهمیت لرونکی دی.

په دې وروستیو کې په روښانه توګه لیدل شوی دی چې د افغانستان دولت او نړیوالې ټولنې ترمنځ همغږی له ستونزو سره مخامخ شوې ده. د افغانستان د دولت سیاسی مشران د امریکا متحده ایالاتونو په مشرۍ د نړیوالې ټولنې په آدرس چندان دوستانه ویناوې نکوی. دا کړنې د دې لامل کیږی چې نړیواله ټولنه هم د افغانستان د وضعیت په اړه ورته غبرګون وښیی. افغانستان داسې یو هیواد دی چې دوامداره جګړو دا هیواد نړیوالې ټولنې د مرستو پورې په تړلی هیواد بدل کړی دی. د افغانستان دولت او خلک له دغه احتیاج څخه د خلاصون په موخه د نړیوالې ټولنې د ملاتړ راجلبولو ته اړتیا لری ترڅو د افغانستان دولت له نړیوالې ټولنې سره په همغږۍ کې خپل پروګرامونه ترسره کړی.

د افغانستان مدنی ټولنه، له دولت څخه غواړی ترڅو د خپلو کارنده پروګرامونو او تګلارو په جوړولو کې د ملی ګټو، ملی حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا په پام کې نیولو له نړیوالې ټولنې سره خپل پروګرامونه همغږی او پلی کړی. د افغانستان مدنی ټولنه د هیواد دخلکو په استازی توب، په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې له ونډې ستاینه کوی او د افغانستان له ستراتیژیکو همکارانو غواړی ترڅو د خپلو همکاریو په دوام د افغانستان په بیا رغونه کې خپلې هڅې ونسپموی.

 

ځواب دلته پرېږدئ