بیا هم ملکی وګړی د خپل سروټوپکیانو او د دولت د وسله والو مخالفینو په بریدونو کې ووژل شول

۱۰٫۰۹٫۲۰۱۲

 

بیا هم دهیواد په بېلابېلو سېمو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ملکی وګړوته مرګ ژوبله واوښته.Sada09-10-2012
په دې وروستیو کې په شمالی ولایت کندز کې یوه ځایی قوماندان چې ویل کیږی د سیمه ییزو پولیسو په لیکوکې هم دنده ترسره کوی، تر هغه وروسته چې د ده دوه پلویان د ناپیژانده کسانو له لوری ووژل شول د پیښی ځای ته پر څیرمه کلی یرغل اوکابو ۲۰ ملکیان یې له خپلو کورونونه ترایستلو وروسته ښکاره په نغاره مړه اوټپیان کړل.
په یاده پیښه کې کابو۱۳ ملکیان ووژل شول او یو شمېر نورټپیان شول. د هیواد په ختیځ ولایت ننګرهار کې بیا د یوه ځانمرګه برید په سبب، کابو ۸۰ ملکیانو ته مرګ ژوبله واوښته. یاده پیښه د دغه ولایت په دُربابا ولسوالۍ کې د جنازې په مراسمو کې رامنځ ته شوه.
داپه داسی حال کې ده چې هره ورځ په هیواد کې دخپل سرو وسله والو، د دولت د وسله والو مخالفینو او دولت پلوه ځواکونو په بریدونوکې عام وګړی خپل سر او مال له لاسه ورکوی.
Sada09-10-2012-1
د بشری حقونو په اړه د غږ برخه دا اوونۍ د همدی موضوع په اړه خبرو اتروته بېله شوی ده.
د بحث درانه میلمانه دی:
۱- د ولسی جرګې غړې آغلې شینکی ذهین کړوخیل.
۲- د افغانستان د بشری حقونو په خپلواک کمیسیون کې د انتقالی عدالت مسوول رحیم الله رامح.
۳- د کورنیو چارووزارت مرستیال ویاند محمد نجیب دانش.

ځواب دلته پرېږدئ