د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه د توانمندۍ له لوری د بشری حقونو د اصلی پارتنر په توګه ومنل شوه

له دوه زره لسم کال راهیسې په افغانستان کې د بشری حقونو د ټولنو ملاتړو بنسټونو پریکړه وکړه، تر څو په افغانستان کې د مدنی ټولنود ملاتړ لپاره یو صندوق جوړکړی چې له مخې وشی کولای د مدنی ټولنې د ظرفیت د لوړلو په برخه کې لازم ملاتړ وکړی او په دې برخه کې کارنده پروګرامونه همغږی کړی. دا ملاتړی دولتونه عبارت دی له بریټانیا، سویډن، ناروې، دنمارک او سویس. د دغو دولتونو مهم هدف، د افغانستان له مدنی ټولنې د ملاتړ په برخه کې د نړیوالې ټولنې د مرستو همغږی کول دی. له همدې امله ده چې توانمندۍ له دوه زره لسم میلادی کال راهیسې له مدنی ټولنو سره مشورتی غونډې جوړې کړې. د دغو خبرو او بحثونو پایله د «توان‌مند ۍ» په نوم د مدنی ټولنود همغږۍ د ملاتړی مرکز جوړیدل دی. توانمندۍ په ۲۰۱۲ کال کې خپل فعالیت پیل کړ. دغې ادارې په دریو پړاونو کې خپل فعالیت همغږی کړی دی. د توانمندۍ د فعالیتونو،لومړی برخه تشکیلاتی پروګرام جوړوی. په دې پړاو کې د توان مندۍ، اداری او مدیریتی تګلارې او موازین رامنځته شول.
دوهم پړاو، لومړنی ملاتړ دی چې په دغه پړاو کې د مدنی ټولنو یوه برخه له ترلاسه شویو لارښونو څخه په ګټې اخیستو د توانمندۍ له اقتصادی او تخصصی ملاتړ څخه برخمن کیږی. د توانمندۍ د پروګرامونو دریم پړاو په بیلابیلو برخو کې د توانمندۍ، د اصلی پارتنرانو ټاکل دی. بشری حقونه په افغانستان کې د توانمندۍ له پروګرامونو څخه اصلی پروګرام بلل کیږی. د اصلی پارتنرانو د ټاکلو لپاره دغه بنسټ د بیلابیلو ادارو مدیریتی او څارنیزې پروګرامونه وه ارزول. د توانمندۍ څارنیزو ډلو هغو ادارو ته چې له توانمندۍ سره ېې د ستراتیژیک مشارکت غوښتنه کړې وه، دغو ادارو ته ورغلی او د هغو ادارو جوړښتونه، مدیریتی، اداری او اجرایی برخې وه ارزولې. له بلې خوا توانمندۍ د دغو ادارو ستراتیژیک پروګرامونه او پالیسۍ وه ارزولې. چې په پایله کې د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه وتوانیده چې د ارزونې دا پړاو په بریا سره ترسره کړی او د بشری حقونو د پیاوړتیا د پروګرامونو په تړاو د توانمندۍ د اصلی پارتنر په توګه د افغانستان د مدنی ټولنې په جوړښت کې په رسمیت وپیژندل شی. د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې اجرایی پروګرامونه له توانمندۍ سره په همغږۍ کې له دوه زره څوارلسم کال راهیسې پیلیږی. دا پروګرامونه د بشری حقونو په اړه دعدالت غوښتنې، د بشری حقونو په برخه کې د مدنی ټولنو د ظرفیتونو لوړوالی، د بشری حقونو د ارزښتونو په اړه پوهاوی او په افغانستان کې د بشری حقونو له وضعیت څخه څارنه جوړوی. د مدنی ټولنې او بشری حقونو د شبکې دارالانشا، دا ګډ بریالیتوب خپلو ټولو غړو ټولنو ته مبارکی وایی.

ځواب دلته پرېږدئ