“د ملګرو ملتونو سازمان د ترهګروتور لیست لنډ کړ”

” ژوره کتنه “

د بشری حقونو په اړه دارزښتی فرهنګونو په تړاو دڅیړنیزو بحثونو دپروګرامونو له لړڅخه

۱۰٫۰۱٫۲۰۱۱

دری ویشتمه خپرونه:

“د ملګرو ملتونو سازمان د ترهګروتور لیست لنډ کړ”

څیړونکی ملک ستیز: د نړیوالو چارو شنونکی

د خپرونی مجری: حشمت الله رادفر

 

څه موده وړاندې دملګرو ملتونو سازمان اعلان وکړ چې د ترهګرو تورلیست ېې لنډ کړ. دا پریکړه دامریکامتحده ایالاتونو، بریټانیا او افغانستان حکومتونو له هڅو وروسته وشوه. په هغه پیغام کې چې په دې اړه خپور شو راغلی چې د ملګرو ملتونو سازمان دا پریکړه د امنیت، سولې او مناسبې فضا رامنځته کیدو په موخه کړی ده.
د ملګرو ملتونو سازمان د خپل منشور له مخې، یو نړیواله ټولنه ده چې انسانی ارزښتونو ته د احترام پربنسټ او بشری او بشر دوستانه حقونو ته په پام سره رامنځته شوی. له همدې مخې د دې ادارې ټولو ارګانونو بشری او بشر دوستانه حقونو ارزښتونه د خپلو ادارو د اوږمهالو ستراتیژیو په توګه جوړ کړی. د ملګرو ملتونو سازمان د اقتصادی، ټولنیزې او فرهنګی شورا په اجرایوی لایحه کې چې د دې سازمان یو له ترټولو مهمه ټولنه ده راغلی چې د ملګروملتونو سازمان هیڅ پروګرام نشی کولی چې بشری او بشر دوستانه حقونوته له احترام پرته رامنځته شی. له همدې امله دې سازمان د ملګروملتونو سازمان د بشری حقونو شورای او په سلګونو نورې دایمی او غیر دایمی کمیټې جوړی کړې ترڅو پربشری او بشردوستانه حقونو څارنه وکړی.
خو د ملګرو ملتونو سازمان لخوا له تورلیست څخه د ځینو کسانو نومونو لیرې کول چې د نړیوالو حقونو او اړیکو په بندیزونو کې شامل وو، د یوشمیر حقوق پوهانو او سیاستوالو له سخت غبرګون سره مخ شول. لویدیځو رسنیو هم دا پریکړه « ډیره سیاسی » بللې ده.ډیلی تیلګراف ورځپاڼې د یو بریټانیایی حقوق پوه له قوله لیکلی: « که څه هم چې دا پریکړه کولی شی د نړیوالې ټولنې پام ځانته واړوی، خو په هیڅ ډول دا کار د دې سازمان له منشور سره سمون ندی » .
خو په کابل کې څه تیریږی؟ د نظر خاوندان په دې اړه څه نظر لری؟ په افغانستان کې د بشری او بشر دوستانه حقونو فعالان څه نظر لری؟ او دا پریکړه به په افغانستان کې پر بشر دوستانه حقونو څه اغیزه وکړی؟ دا ټولې هغه پوښتنې دی چې د ژورې کتنې په دری ویشتمې خپرونه کې تربحث لاندې نیول کیږی.
د خپرونې میلمانه:
– منتقد او ورځپاڼه لیکونکی، قسیم اخګرHuman-Rights01-10-2
– د افغانستان د بشری حقونو د کمیسیون حقوقی سلاکار، ومحسن فرید
– په کابل کې د یونما یو ویاند نظیف الله سالارزی
د ملګرو ملتونو د سازمان کړنې
د پوښتنو لومړی پړاو، د رسنیو په ادبیاتو کې د بشر دوستانه حقونو کلمه:
– لومړی پوښتنه له ښاغلی سالارزی څخه مطرح کیږی. د ملګرو ملتونو سازمان له نظره د بشری حقونو سرغړونکو او جنګی جنایت کارانو څخه تعریف څه دی؟
– ښاغلی اخګر، آیا کیدای شی جنګی جنایت کاران د محکمې له فیصلې پرته تعریف کړو او یا د هغوۍ پر وګړنیزو آزادیو پریکړه وګړو؟ 
– ښاغلی فرید! په دې اړه د افغانستان د بشری حقونو خپلواک کمیسیون موقف څه دی؟Human-Rights01-10-3
دوهم پړاو د ملګرو ملتونو سازمان پر پریکړو نیوکه:
ښاغلی اخګر!
– آیا تاسو د ملګرو ملتونو سازمان د وروستیو پریکړ په اړه نیوکی سره موافق یاستئ؟ که تاسو موافق یاست نو په کومو دلایلو کولی شو ادعا وکړو چې دملګرو ملتونو سازمان دا پریکړه نړیوال عدالت ته زیان رسوی؟
– ښاغلی سالار زی!
آیا د ملګرو ملتونو سازمان دا پریکړه یو سیاسی پریکړه ده چې پر نړۍ دحاکمو هیوادونو د فشار له مخې شوې؟ تاسو ددې نیوکې په اړه څه ځواب لرئ؟
د بحث له ټولو ګډونوال څخه وغوښتل شول ترڅو په دې اړه خپل نظر وړاندې کړی.
– آیا د ملګرو ملتونوسازمان دا پریکړه به په هیواد کې د بشردوستانه حقونو پر ترویج کومه اغیزه وکړی؟
د پوښتنو دریم پړاو پایلې او وړاندیزونه:
په پای کې هر محترم میلمه ته درې دقیقې وخت ورکړل شو ترڅو بحث جمع بندی کړی:

ځواب دلته پرېږدئ