په جلال آباد ښار کې د ترهګریزو بریدونو په اړه د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې اعلامیه

CSHRN-Logo
د لوی او بښونکی خدای په نامه

په جلال آباد ښار کې د ترهګریزو بریدونو په اړه
د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې اعلامیه

  د ۱۳۹۲ کال د زمری ۱۳ برابره ده د ۲۰۱۳ کال د اګست ۴
کابل ـ افغانستان
په خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې ترهګرو، د ۱۳۹۲ کال د زمری په ۱۳ د شنبې او یکشنبې په ورځو، د جلال آباد اوسیدونکی د روژۍ په مبارکه میاشت او د اختر د رارسیدو پرمهال د غم په تغر کینول.
     په لومړی برید کې، چې د شنبې په ورځ، په هغه ولایت کې د هند قنسولګرۍ ته څیرمه وشوه، د نهو تنو هیوادوالو ژوند ېې واخیست او ۲۱ تنه نور ېې ټپیان کړل. د دغه جنایت ډیری قربانیان ماشومان او تنکی ځوانان وو. دا برید په داسې حال کې وشو چې ماشومان او تنکی ځوانان په جومات کې د دینی زدکړو په حال کې وو او د دغه وحشی برید له امله ووژل شول.
     په دوهم برید کې چې یوه ورځ وروسته، د جلال آباد ښار په ختیځ کې رامنځته شو، ۱۶ تنه ملکی وګړی پکې ټپیان شول، چې د هغوۍ په منځ کې ښځې او ماشومان هم شامل وو.
     دا لومړی ځل ندی چې داشان ترهګریز بریدونه په افغانستان کې رامنځته کیږی؛ یادې چاودنې په افغانستان کې د بشریت ضد جنایتونه دی چې تل د هیواد په هره برخه کې رامنځته کیږی او دا کار د بشریت کرکه راپاروی.
     د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه، دا کرغیړل جنایت په کلکه غندی او د دغه کار د عاملانو په وړاندې خپل د کرکې او نفرت احساس بیانوی.
د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه، خپل ځان د دغو غمجنو پیښو د قربانیانو په غمونو کې شریک بولی او د پیښې پاتو کسانو ته تسلیت وایی. موږ د دغې پیښې ټولو ټپیانو ته د ژر روغتیا هیله کوو.
     زموږ په باور، ترهګر نشی کولای د بشری ضد جنایتونو په کولو او د دغه هیواد د وګړو په قربانولو سره، له سیاسی او دموکراتیک نظامه د خلکو ملاتړ، او له مدنی او اقتصادی ژوند څخه د هغوۍ ملاتړ مات کړی. موږ باور لرو چې زموږ خلک د ټولو قربانیو په منلو سره، به له وروستیو لاسته راوړنو ساتنه وکړی.
     د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه، د افغانستان له دولت په ځانګړې توګه له امنیتی ځواکونو غواړی، چې د هیواد د وګړو ساتنې لپاره زیاته هڅه وکړی او خپلو امنیتی پروګرامونو ته په بیا کتنې سره، د هیواد له وګړو د ملاتړ لپاره پیاوړی پروګرامونه په پام کې ونیسی؛
     د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه باور لری چې له ترهګرۍ او تروریزم سره مبارزه، د هیواد د ټولو وګړو ګډه دنده ده او د هیواد له وګړو غواړی تر څو د مسولو وګړو په توګه د هیواد له امنیتی ځواکونو ملاتړ وکړی او د هر ډول مشکوکو هڅونو په اړه امنیتی ځواکونه خبر کړی؛
     د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه، د افغانستان له حکومت په ځانکړې توګه د هیواد له عدلی او قضای ادارو غواړی، چې ژر تر ژره د قانون په وړاندې د بښنې فرهنګ لمنځه یوسی او د داشان پیښو عاملان او شریکان تر قانونی څار لاندې ونیسی. د ترهګرو او د هغوۍ د همکارانو په وړاندې له ناغیړۍ څخه کار اخیستل په خپله په هیواد کې د داشان جنایتونو د زیاتیدو لامل کیږی؛
     د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه، د یادې پیښې د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږی څرګندوی، له ټولو وګړو، مدنی ټولنو، سیاسی ګوندونو او سازمانونو او همداراز د افغانستان د خصوصی متشبثینو څخه غواړی، چې د دغې پیښې د قربانیانو په درملنه کې خپله ونډه ادا کړی.
د سولې د ټینګښت او له ترور او تاوتریخوالیو د پرته نړۍ په هیله!

ځواب دلته پرېږدئ