د ماشومانو د ملی او نړیوالو قوانینو ترپښو لاندې کیدو او د واټونو تر غاړې د ماشومانو د زیاتیدو په اړه د مدنی ټولنې د بنسټونو اعلامیه

CSHRN-Logo
د لوی او بښونکی خدای په نامه
د ماشومانو د ملی او نړیوالو قوانینو ترپښو لاندې کیدو او د واټونو تر غاړې د ماشومانو د زیاتیدو په اړه
د مدنی ټولنې د بنسټونو اعلامیه

د ۱۳۹۲ کال د وږی ۱۳، برابره ده د ۲۰۱۳ د سپتمبر ۴
کابل ـ افغانستان

دافغانستان د اسلامی جمهوری دولت له عمر څخه له یوې لسیزې زیاته موده تیریږی. د اساسی قانون له مخې، دولت باید پرخپلو ملی، نړیوالو او د بشری حقونو پر نړیوالې اعلامې ژمن اوسی او هغه عملی کړی. دولت مکلف دی چې په هیواد کې د هر ډول بې عدالتۍ او ظلم مخه ونیسی.

د ټولو ټولنیزو ستونزو ترڅنګ تر اوسه د هغو د لمنځه وړو لپاره علمی او عملی تدابیر ندی نیول شوی، په واټونو کې د ماشومانو او روږدو کسانو زیاتوالی، د دولت، مدنی ټولنې او نړیوالې ټولنې لپاره خطرناکه او ویرونکی خبرداری دی، دا په داسې حال کې ده چې د ماشومانو د حقونو د ټینګښت په نوم هیواد ته په میلیونونو ډالره راځی.

د واټونو تر غاړې ماشومان هغو ماشومانو ته ویل کیږی چې عمر ېې له اتلسو کلونو کم وی او د ژوندی پاتې کیدو لپاره د واټونو تر غاړې په شاقه کارونو بوخت وی.

د دغه نظام د بې عدالتۍ لومړنی قربانیان کارګر او د واټونو تر غاړې ماشومان دی.هغوۍ له لومړنیو حقونو چې دبشری حقونو په نړیوالې اعلامېې، د ماشومانو د حقونو په نړیوالې اعلامې او د معلولیت لرونکو افرادو او ماشومانو د حقونو په کنوانسیون کې راغلی برخمن ندی.

د فساد، بې وزلۍ، تاوتریخوالی، بې سوادۍ، فرهنګی بې وزلی، بې سرپناهی، بې روزګاری، ناکافی عاید، روږدی کیدل، بې مسولیته والدین، د ماشومانو بې سرپرستی، له کوره تیښته، د ښونځیو د استادانو او میندو او پلرونو په سمه توګه نه روزل کیدل، رسنۍ او د خلکو له مذهبی باورونو ناسمه ګټه اخیستنه، له هغومواردو څخه دی چې د واټ پر سره د کارکونکو ماشومانو د زیاتیدو لامل شوی دی او دا کار، د دې لامل شوی چې نن په هیواد کې له دوه میلیونو زیات د واټ تر غاړې کارګر ماشومان او له درې سوه زره زیاتو روږدو ماشومانو د شتون شاهد اوسو.

د واټ تر غاړې یوشمیر کارکونکی ماشومان د ځینو کسانو لخوا ځورول او ګواښل کیږی، له تاو تریخوالی سره مخامخ کیږی، له مخدره توکو ګتې اخیستنې ته هڅول کیږی، د کوکنارو په کروندو کې کارکولو ته ګمارل کیږی او جنسی ګټې اخیستوته هڅول کیږی.

دا ماشومان د افغانستان د دولت لخوا له ټولو نړیوالو منل شویو قوانینو او کنوانسیونو په خلاف چې غړی توب ېې هم لری په شاقه کارونو بوخت دی چې د هغوۍ ډیری کسان د کابل او یوشمیر نورو ولایتونو په واټونو کې په آسانۍ سره لیدلی شو. له دغو ماشومانو څخه د ارزانه کاری ځواک په توګه کار اخیستل کیږی او لویان له شفقت او محبت پرته له هغو ناوړه ګټه اخلی.

ناسم خوراک، جسمی ستړتیا، د خوب کموالی، په هډوکو کې نقص، عفونت، تناسلی ناروغۍ او ترافیکی پیښې هغه موارد دی چې د دغو ماشومانو روغتیا ګواښی.

دا ماشومان ځانونه د خپلې کورنۍ د ژوندانه د اړتیاود پوره کولو مسول بولی، چې تر ټولو زیاتې ستونزې په کم عمر کې ګالی. دا شرایط د دې لامل شوې چې هغوۍ ونشی کولای د خپل ماشومتوب له پړاوه ګټه واخلی بلکې اړ دی نامطلوب،نا څرګند او سپکاوی ډک ژوند ته دوام ورکړی.

د افغانستان دولت مکلف دی د هیواد د اساسی قانون، د بشری حقونو نړیوالې اعلامېې، د ماشومانو د حقونو نړیوالې اعلامېې، د معلولیت لرونکو افرادو د حقونو کنوانسیون او د ماشومانو د حقونو کنوانسیون له مخې د واټونو تر غاړۍ کارګرو ماشومانو د کورنیو اړتیاو ته پاملرنه وکړی، او د ټولنیز ګواښ لمنځه وړو لپاره لازم او ځانګړی تدبیرونه ونیسی.

۱٫ د افغانستان دولت مکلف دی، چې د واټ تر غاړې د ماشومانو د کورنیو روغتیا، سلامتیا، خوراک، استونګنې ځای او ټولنیزو خدماتو ته پاملرنه وکړی او هغه تضمین کړی.

۲٫ دولت ملکف دی چې په پوره احترام، ماشومان له واټونو څخه راغونډ کړی او هغوۍ خپل عادی ژوند ته راوګرځوی. دا د حکومت له دندو څخه ده چې واټ تر غاړې ماشومانو ته د اجباری او وړیا زدکړو زمینه برابره کړی.

۳٫ حکومت مکلف دی چې د واټونو تر غاړې کارکونکو ماشومانو ته د مسلکی زدکړو شرایط پیاوړی کړی، او هغه عمومی کړی.

۴٫ ماشومان د بدنی او فکری ودې د نشتوالی له امله، باید د کورنیو، روزنیزو، روغتیایی او امنیتی ادارو تر جدی څارنې لاندې ونیول شی.

۵٫ د هیواد ښاروالۍ مکلفې دی چې تفریحی پارکونه د کوڅه ډبو کسانو له شتونه چې پکې قمار کوی، مخدره توکی کاروی او یا نور ناوړه اعمال ترسره کوی پاک کړی او د کورنیو او ماشومانو د تفریح لپاره سالم چاپیریال رامنځته کړی.

۶٫ ماشومان باید د هیڅ کس، بنسټ، یا ډلې لخوا تر وهلو ټکولو، ناوړې مالی ګټې اخیستو، جنسی، قاچاق، اعتیاد سوالګرۍ او په ټولو غیر انسانی او ظالمانه کړنو کې ونه کارول شی. امنیتی ځواکونه مکلف دی چې ټول هغه کسان او ډلې چې د واټ تر غاړۍ له کارګرو ماشومانو څخه نامشروع او غیر انسانی ګټه اخلی وپیژنی او عدلی او قضایی ادارو ته ېې معرفی کړی.

۷٫ د هیواد د اساسی قانون پر بنسټ، پر ماشومانو په زوره کار کول جواز نلری. په شاقه کارونو د ماشومانو ګمارل د هغوۍ د روزنې، روغتیا او ودې په وړاندې خنډونه رامنځته کوی او همداراز واټ تر غاړې د کارګرو ماشومانو د بدنی، فکری او اخلاقی اختلال لامل کیږی. د کابل ښاروالۍ، د کاراو ټولنیزو چارو، عامې روغتیا وزارتونه او همداراز امنیتی ځواکونه مکلف دی تر څو د داشان کړنو چې د افغانستان د قوانینو خلاف دی مخه ونیسی.

۸٫ د کار او ټولنیزوچارو وزارت، د عامې روغتیا وزارت او د سرې میاشتې اداره مکلفه ده چې د واټ تر غاړې کارګرو او د معلولیت لرونکو ماشومانو درملنې لپاره عملی تګلارې ترلاس لاندې ونیسی.

۹٫ لکه څنګه چې هیڅ داسې اداره نشته چې د خطر په معرض کې د ماشومانو د ستونزو په نیغه د اوارۍ مسوله اوسی، نو د افغانستان دولت مکلف دی د پورته ذکر شویو وزارتونو په چوکاټ کې د یادو مسایلو د اوارۍ لپاره ځانګړې ادارې رامنځته کړی.

په هیواد کې د ماشومانود حقونو د ټینګښت په هیله!

ځواب دلته پرېږدئ