د حکومتدارۍ د برخې د فکری سرچینو (مبانی فکری عرصۀ حکومتداری) کتاب له چاپه را ووت

مهدی زرتشت
Article08-16-1دکتاب نوم: مبانی فکری عرصۀ حکومتداری
لیکوال: علی پیام
د خپریدو نیټه: ۱۳۹۰
د چاپ پړاو: لومړی
دچاپ ځای: د بهیر چاپ خونه، کابل، افغانستان
خپرونکی: لیکوال
مالی تمویل: د PBGF بودجه
بیعه: ۳۰۰ افغانۍ
د پاڼو شمیر: ۵۴۴
دا کتاب، د ملی ستراتیژۍ پرځینو برخو کتنه کوی، له هغې ډلې د حکومتدارۍ سکتور، د قانون حاکمیت او بشری حقونه، بنسټیز سکتورونه او د امنیت سکتور تر بحث لاندې نیسی. دا کتاب له لاندو برخو څخه جوړ شوی دی:
د حکومتدارۍ او د حکومتدارۍ سکتورتعریفونه ،دافغانستان په تقنینی اسنادو او په لازم الرعایه نړیوالو اسنادو، د افغانی مسلمانانو اړیکې له غیرمسلمانو سره ، د اغیزمنې رجوع حق، دافغانستان په سیاسی نظام کې دانتقالی عدالت کتنه، د قضا او عدالت برخې، لکه د آزادیو سلبول او د آزادیو د سلبولو بنسټونه، د افغانستان د قضا په سیستم کې دعدالت ورکونه، د ستونزو د اوارۍ عرفی لارې د نورو هیوادونو د ګټورومعیارونو له مخې، دافغانستان په تقنینی اسنادو کې د رشوت څیړنه، د نړۍ په کچه د افغانستان د هوکړه لیکونو څیړنه، د لاتری تکتیکونو په څیر بحثونه، دافغانستان په مدنی قانون کې د لاضرر قاعدې لیدل، د ملکیت د حریم څیړنه، او همداراز د بنسټیزو سکتورونه، دافغانستان د ښاروالې د حقوقی چوکاټ او د امنیت سکتور څیړنه، لکه د هیواد په تقینیی اسنادو کې د پولیسو او د هغوۍ د دندو تعریف ځای او د سیاسی جرم څیړنه د افغانستان د کورنی او بهرنی امنیت په وړاندې د جرم څیړنه دقانون له مخې.
په عین حال کې چې دا کتاب د حکومتدارۍ د سکتور مسایل، بنسټونه او امنیت په ستراتیژیکه توګه څیړی، د حکومتدارۍ پر تفکر اوپر سیاسی آند بیاکتنه اونقد هم دی. بې له شکه چې د دې کتاب ځینې بحثونه ، هغه هم په جدی توګه دلومړی ځل لپاره په افغانستان کې د کتاب په ډول وړاندې کیږی. دا کتاب سربیره پر دې چې د لیکوال د تجربو له مخې لیکل شوی، یو څیړنیز اثر هم دی.
لیکوال، له څو کلونو راهیسې د وسله وال پوځ د تقنینی کارپوه ، د حکومتدارۍ او پراختیا شنونکی په توګه دنده ترسره کړی ده. او همداراز، د انتقالی عدالت او له بشری حقونو څخه د سرغړونو پرسر د څارونکی په توګه رسمی فعالیت لری، له دې مخې دا کتاب د څیړنیزې روحېې پر لرلو سربیره د لیکوال د کاری تجربو زیږنده هم ده.
دا کتاب د څو تګلارو له مخې لیکل شوی دی. هیله ده چې دا کتاب ټولو حکومتدارانو، څیړونکو او فرهنګیانو ته ګټور پرې وځی. تر دې وړاندې د دې لیکوال درې نور کتابونه لکه: د «سنگِ ملامت» (کارِ مشترک)، «قطعه یی از بهشت» او «حقوقِ اقتصادیِ زن» چاپ شوی دی. اوسمهال د نوموړی، څلور نور کتابونه هم چاپ ته چمتو دی.
لیکوال، د لیکوالې د کار په موده کې، د بیلابیلو ستاین لیکونو او جایزو ګټونکی هم شوی دی لکه: د لومړۍ جایزې چې د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت لخوا ورکول شوه، د یلدا د ادبی جایزې ګټونکی، د طوبی د نړیوالې جایزې ترلاسه کونکی، د شعر او داستان نړیوالې کنګرې د جایزې ګټونکی په توګه پیژندل شوی دی.
همداراز هغه د بلورینې مجسمې، د افتخاری دیپلوم او له نړیوالو او ملی جشنوارو څخه د ستاین لیکونو لرونکی هم دی.
لیکوال، د فوق لیسانس (ماسترۍ) فارغ التحصیل هم دی او اوسمهال د حکومتدارۍ او پراختیا، د کارپوه په توګه دنده ترسره کوی.
ښاغلی پیام ته د لازیاتو بریاو غوښتنه کوو.
یادونه: دا کتاب په فارسی ژبه لیکل شوی دی او لا تر اوسه پښتو ژبې ته ندی ژباړل شوی.

ځواب دلته پرېږدئ