نړیوالې جنایی محکمې ته دقربانیانو دلارښود کتاب لنډه پیژندنه

روح الامین امینی
د کتاب ځانګړتیاوېArticle11-16-1
دکتاب نوم: نړیوالې جنایی محکمې ته د قربیانو لارښود
ژباړونکې: نیلوفرمهدیان
اوډنه او ترتیب : ګیسو جهانګیر/ دآرمان شهر ټولنه
اوډنه او حروف چینی : کبیر احمد نشاط
جوړونکی : دآرمان شهر ټولنه
ناشر: دافغانستان دبشری حقونو خپلواک کمیسیون
بیا صفحه آرایی او نوې طرحه : مرتضی علیزاده
چاپ: دافغانستان د بشری حقونو خپلواک کمیسیون مطبعه
لومړی چاپ : د ۱۳۸۸ اوړی
دچاپ شمیر: ۳۰۰۰ ټوکه
د نړیوالې جنایی محکې ته دقربانیانو لارښود کتاب، د لومړی ځلپاره په افغانستان کې په دری- فارسی ژبه ، د لومړی ځل لپاره د آرمان شهر ټولنې له خواچې د افغانستان دمدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکې غړۍ ټولنه ده، چاپ شوو. چې دغه کتاب، په اووه څپرکیو کې ( د ضمیمو له فصل پرته) ترتیب شوی او له فرانسوی ژبې څخه فارسی دری ته ژباړل شوی او ددغې محکمې دجوړیدو او د هغې دفعالیت دحوزې او اختیاراتو په اړه مالومات ورکړی.
نړیواله جنایی محکمه
لکه څنګه چې په کتاب کې لیکل شوی: « دیو حقوقی نړیوالې محکمې جوړول د لومی ځل لپاره په ۱۸۷۴ میلادی کال کې د ګوستاو مونیه له خوا، چې د سره صلیب له بنسټ ایښونکو څخه دی مطرح شو » .
دغه آرمانی فکر د یوقرن له تیریدو وروسته ، واقعیت ته نږدی شواو د ۲۰۰۲ میلادی کال داپریل په یولسمه چې د ۱۳۸۲ کال د وری له ۲۳ سره سمون لری د نړۍ شپیتو هیوادونو له خوا د نړیوالې جنایی محکمې اساسنانامه لاس لیک کړه.
ددغه کتاب په سرلیک کې راغلی: دغه تړون د ۲۰۰۲ میلادی کال دجولای په لومړۍ نیټه داجرا وړ شوو او دا په نړیواله کچه د جنایی جرمونو د څیړنې لپاره د یو قضایی نظام تاسیس دی، چې په هغې کې دنسل وژنې او بشریت په وړاندې د جنګی جنایتونو ترټولو بد عاملین محاکمه کیږی.Article11-16-2
ددغه کتاب لومړی څپرکی د( محکمه څه کوی؟) سرلیک او ددغې محکمې قانونی اختیاراتو او دهغې د کار حوزې په اړه بحث کړی ، او د مخکینۍ یوګسلاوی او رواندا، له محکمو څخه ېې د نړیوالې محکمې د جوړیدو لپاره ګټوره تجربه بللې او ددغه څپرکی د «الف» په برخه کې دمهمو اطلاعاتو په نو لوستونکو ته ددغې محکمې په اړه مالومات ورکړل شوی. له هغې وروسته د دغې محکمې د پرمختګ په وړاندې له شته ستونزو، لکه د عدالت په پلی کولو سره د سولې ټینګښت په وړاندې دتناقص او تضاد شتون ته اشاره شوې. همداراز په دغه برخه کې د امریکا متحده ایالتو ونډې ته ددغې محکمې په اړه د ( امریکا متحده ایالاتو له خوا ضربو ) ترنامه لاندې اشاره شوې، چې جورج بوش د ۲۰۰۲ میلادی کال دمې په شپږمه نیټه د نړیوالو جنایی جرمونو د محکمې له اساسنامې څخه دامریکا لاسلیک وویست، او دغه کار دښمنانه عمل بلل شوی.
دوهم څپرکی، ( د محکمې ترقانونی اختیاراتو لاندې جنایتونه) نوم لری، چې د نسل وژنې، تیریو، د بشریت په وړاندې جنګی جنایتونو ته اشاره شوې، چې دهغو څیړنه د نړیوالې جنایی محکمې له صلاحیتونو څخه دې.
دکتاب دریم څپرکی، په ځانګړې توګه، پرماشومانو او ښځو واردو شیویو جنایتونو ته اشاره شوې، اوډیره پاملرنه هم دجنایتونو په برخه کې ماشومانو او ښځو ته له ترټولو زیات زیانمونکو ټولنیزو ډلو په توګه یادونه کړې. چې هغه ېې په درې برخو ،نسل وژنه، جنګی جنایات او دبشریت په وړاندې جنایتونو باند ویشلی، چې د دغې محکمې د مهمو او مثبتو کارونو له ډلې څخه د ښځو حقونو موضوع په اړه یادول کیږی.
څلورم څپرکی، په محکمو کې د مشارکت حق او دهغوی د غرامت غوښتنې حق توضیح کوی.
پنځم څپرکی، د شاهدانو او قربانیانو د امنیت ساتلو میکانیزوېې وړاندې کړی.
شپږم څپرکی، د زیانونو جبیره کول، اووم څپره کې، پایلې او وروستی څپره کی د( ضمیمې) په نوم نومول شوی.
دهغو د لا بریا په هیله چې ددغه کتاب په جوړونه کې ونډه اخیستې!

ځواب دلته پرېږدئ