هغه څه چې باید ترسره شی؛

” ژوره کتنه “

د بشری حقونو په اړه دارزښتی فرهنګونو په تړاو دڅیړنیزو بحثونو دپروګرامونو له لړڅخه

۱۸٫۰۵٫۲۰۱۱

څلیرویشتمه خپرونه:

هغه څه چې باید ترسره شی؛

څیړونکی ملک ستیز: د نړیوالو چارو شنونکی

د خپرونی مجری: حشمت الله رادفر

 

د ژورې کتنې څلیرویشتمه او وروستۍ خپرونه په ټولو خپرونوکې د مطرح شویو موضوع ګانو څیړنې ته ځانګړی شوې ده.Human-Rights05-18-2
ددې خپرونې ځانګړی میلمه ښاغلی ملک ستیز د ټولو هغو موضوع ګانو چې په دغو خپرونو کې تربحث لاندې نیول شوی په مثبت ارزولو، په افغانستان کې د بشردوستانه حقونو رعایت کولو په موخه رسنیو، مدنی ټولنې، دولت، په جګړی کې ښکیلو ډلو(دافغانستان امنیتی ځواکونه او نړیوال ځواکونه) او همداراز، نړیوالې ټولنې ته ځانګړی وړاندیزونه مطرح کړل.
دې ته په پام سره چې د ژورې کتنې په ټولو بحثونو کې په افغانستان کې د بشری حقونو او بشردوستانه نړیوالو حقونو په اړه خبرې شوې دی، همداراز هڅه شوې ترڅود ملکی وګړو د ځان د مصونیت او په جګړې کې د قوانینو په اړه بحثونه خپاره کړی دی او ددغو بحثونوپه پایله کې دا موضوع ګانې جنګی قوانینو راعایت په افغانستان کې د رسنیو او مدنی ټولنې ترمنځ په یوستر بحث بدل شوی دی.
په دې خپرونه کې ښاغلی ستیز ددغو ټولو خپرونو د اصلی پیغام، د ترسره کولو وړ کارونو اوپه افغانستان کې سولې پالنې د لارو چارو اوارول، په داسې توګه چې نړیوال بشردوستانه حقونه پکې مراعات شی ځواب ورکړ.

ځواب دلته پرېږدئ