د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا ۱۳۲۵ ګڼې پریکړه لیک، په برخه کې د مدنی ټولنې او بشری حقونو موسسې کارونه

د مدنی ټولنې او بشری حقونو موسسې، د ۱۳۹۰ لمریز کال د وری په اتمه نیټه،چې د ۲۰۱۱ میلادی کال، د مارچ له ۲۸ سره سمون لری د « جنسیتی انډول پیاوړتیا » په نوم یو ځانګړی پروګرام جوړ کړ. د دې پروګرام موخه له وضعیت څخه څارنه او دملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا د ۱۳۲۵ ګڼې پریکړه لیک له مخې عدالت غوښتنه وه، چې د ASGP ، په مالی همکاری ترسره شو.

Report-1دا پروګرام چې د اووه میاشتو لپاره طرحه شوی وو. درې ولایتونه یعنې کابل، پروان او بامیان کې تر پوښښ لاندې ونیول، او په هر ولایت کې ۱۰۰ ښځې، د ځانګړو معیارونو لمخې وپیژندل شوې. چې له هغې وروسته په هر ولایت کې یاد شوی کسان د عدالت غوښتنې په ډلو او سلاکارو ډلو وویشل شول.

په هر یو یاد شوی ولایت کې عدالت غوښتونکې ډله، له ۷۵ لوستو ښځو څخه جوړه شوی وه، چې د ځینو لاملونو له امله ېې دندې نه درلودې. دا پروګرام د پریکړه لیکونو په اړه په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو سازمان دامنیت شورا د ۱۳۲۵ ګڼې پریګړه لیک په اړه د پوهاوی د کچې لوړولو او همداراز د افغانستان دولت لخوا د نړیوالو ژمنو په اړه د معلوماتو او د « عدالت غوښتنې پیژندنې » او د « عدالت غوښتنې بڼو » ښولو په موخه ترسره شو.

په هریو یاد شوی ولایت کې د سلاکارانو ډله ، د ۲۵ میرمنو څخه چې د ښځو د حقونو په برخه کې فعالیت لری، او په دولتی او یا غیر دولتی ادارو کې په کار بوختې وی جوړه شوی وه. دې ډلې په منظمه توګه د افغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو موسې په بحثونو او پروګرامونوکې ګډون کړی وو. ددغو پروګرامونو د جوړولو موخه د ښځو د وړتیاو لوړول، د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شوراد ۱۳۲۵ ګڼې پریکړه لیک په اړه د هغوې دنظر ترلاسه کول او بحث ته دموضوع ګانو راکاږل وو، ترڅو هغوۍ وشی کولای په خپلو دفترونوکې د ښځو د جنسیتی انډول څرنګوالی، د ملګرو ملتونو سازمان دامنیت شورا د ۱۳۲۵ ګڼې پریکړه لیک، او دهغه دفتر د پالیسیواو پروګرامونو په اړه معلومات راټول کړی او، له بحثونو وروسته دا معلومات د عدالت غوښتنې ډلې ته وسپاری.

Report-2د داشان معلوماتو راټولول له یوه پلوه د خپلو دفترونو د پالیسو او پروګرامونو په اړه پوهاوې لوړوی، له بل پلوه په دې اړه بحث او خبرې دهغوۍ وړتیاو لوړوی، ترڅو وشی کولای دخپلو دفترونو په غونډو کې فعالانه ونډه واخلی. همداراز د هغو معلوماتو له مخې چې « د سلا کارانو ډلې » ، « عدالت غوښتنې ډلې » ورکړی، دعدالت غوښتنې ډله دهغې پربنسټ خپل عدالت غوښتونکی فعالیتونه طرحه کوی. چې د دې لمخې په بامیانو ولایت کې دعدالت غوښتونکې ډلې په اعلامېې کې له بهرنیو ځواکونو څخه د مسولیت په لیږد کې د ملګرو ملتونو سازمان دامنیت شورا د۱۳۲۵ پریګړه لیک موضوع ته پام اړول کیږی. چې دا د دې ډلې د فعالیت یوه بیلګه ده.

همداراز په دې پروګرام کې « د ملګرو ملتونو سازمان د ۱۳۲۵ ګڼې پریکړله لیک ملاتړه ډله » د درې ولایتونو په کچه رامنځته شوه، چې ډیره مهمه ونډه ېې هم ولوبوله. دا ډله چې د یو شمیر دولتی او غیر دولتی ادارو د ریسانو او مسولینو څخه جوړه شوې وه، په هردو دوه میاشتوکې یوځل غونډه کوله او په ټولو برخو کې ترلاسه شوی معلومات ېې ارزول، او په اړه ېې خپل نظر وړاندې کاوه.

یاد شوی پروګرامونه چې د مدنی ټولنې او بشری حقونو دموسسې ستراتیژۍ، له مخې طراحی شوې وې، لاندې مهمې برخې تر پوښښ لاندې نیولې:

۱- همغږی: په دې برخه کې هڅه شوې هغه ښځې چې تحصیل ولری خو په رسمی کارونوکې بوختې ندی، له هغو ښځو سره چې په عمل کې له دولتی یا غیر دولتی ادارو سره کار کوی، دخپل ولایت په کچه همغږی کړی. همداراز هر یو د بل ولایت له دوه نورو ښځو او د هغو ولایتونو له مدنی ټولنو سره همغږی شوې؛

۲- ظرفیت روزنه: په دې برخه کې هڅه شوې ده ترڅو له یادو ولایتونو څخه درې سوه ښځې، د « د ملګرو ملتونو سازمان د پریګړه لیکونو ، او په نړیوالو مناسباتو کې دهغې د ونډې په اړه » ، « د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا د ۱۳۲۵ ګڼې پریګړه لیک، په اړه چې په نړوالې سولې او امنیت کې د ښځو ونډې په اړه صادر شوې » ، « جنسیت یا جندر » ، « دعدالت غوښتنې څرنګوالی » ، « دعدالت غوښتنې بڼې » ، « عدالت غوښتنې په عمل کې » ، « لابی کول » ( Lobbying )» ، اعلامیه څه ده او څه ډول رامنځته کیږی؟ « پرانیستی لیک څه دی او څه ډول لیکل کیږی؟ » او … د بحثونو او ورکشاپونو په جوړولوسره د هغوۍ ظرفیتونه وروزل شی.

۳- عامه پوهاوی: په دې برخه کې پرله پسې او سیستماتیک راډیویی پروګرامونه په هره اونۍ کې خپریدل، چې په یادو شویو، دریو ولایتونو کې د ښځو، د دولتی ادارو دمسولینو، او دمدنی ټولنې غړو او نورو مهمو کسانو په پوهاوی کې کارنده ونډه ولوبوله.

Report-7داپروګرام چې د مدنی ټولنې اوبشری حقونو موسسې لخوا تنظیم اوجوړ شوی وو، د « عدالت غوښتونکې ډلې، د سلاکارانو ډلې »،« دملاتړوډلې »، د « کارپوهانو او د پوهنتون داستادانو ډلې »،« د دولتی ادارو مسولینو »،« دبشری حقونو فردی فعالانو »،« ټولنیز او سیاسی فعالانو »،« دینی علماو »، او … په ونډې اخیستو سره، ددغو دریو ولایتونو په ځایی راډیوګانوکې خپاره شول:

  • د ملګرو ملتونو سازمان پریکړه لیکونه او په نړیوالو مناسباتو کې د هغې ونډه؛
  • دملګرو ملتونو سازمان دامنیت شورا ۱۳۲۵ ګڼې پریکړه لیک چې په نړیواله کچه د سولې او امنیت په ټینګښت کې د ښځو د ونډې په اړه دی؛
  • د ملګر ملتونو د امنیت شورا د ۱۳۲۵ ګڼې پریکړه لیک د ارزښتونو په تعمیم کې د مدنی ټولنې ونډه؛
  • د ملګروملتونو د امنیت شورا د ۱۳۲۵ ګڼې پریکړه لیک د ارزښتونو په تعمیم کې د ښځو وزارت ونډه؛
  • د ملګروملتونو د امنیت شورا د ۱۳۲۵ ګڼې پریکړه لیک د ارزښتونو په تعمیم کې، د بشری حقونو فعالانو ونډه؛
  • د ملګروملتونو د امنیت شورا د ۱۳۲۵ ګڼې پریکړه لیک د ارزښتونو په تعمیم کې، د پولیسو ونډه؛
  • د ملګروملتونو د امنیت شورا د ۱۳۲۵ ګڼې پریکړه لیک، په اجرا کې د دولتونو ونډه؛
  • د ملګروملتونو د امنیت شورا د ۱۳۲۵ ګڼې پریکړه لیک د ارزښتونو په تعمیم او تریج کې د رسنیو ونډه؛
  • ولې د ملګروملتونو د امنیت شورا د ۱۳۲۵ ګڼې پریکړه لیک، نړیوال ارزښت پیدا کړ؛
  • څه ډول کولی شو د ملګروملتونو د امنیت شورا د ۱۳۲۵ ګڼې پریکړه لیک مفاد په ساده ژبه واړوو او هغه په د کورونو په منځ کې دود کړو؛
  • د ملګروملتونو د امنیت شورا د ۱۳۲۵ ګڼې پریکړه لیک د ارزښتونو په تعمیم کې، د سیاسی او ټولنیزو فعالانو ونډه؛
  • د ملګروملتونو د امنیت شورا د ۱۳۲۵ ګڼې پریکړه لیک د ارزښتونو په تعمیم کې،څه ونډه لری؛
  • څه ډول باید عدالت غوښتنه وکړو؛
  • حکومتونه او د عمل پروګرامونه؛
  • ولې د د ملګروملتونو د امنیت شورا د ۱۳۲۵ ګڼې پریکړه لیک، افغانانو لپاره ملی ارزښت لری؟
  • د ملګروملتونو د امنیت شورا د ۱۳۲۵ ګڼې پریکړه لیک په وړاندې، د یوناما او نورو ادارو ونډه؛
  • څه ډول کولی شو د ملګروملتونو د امنیت شورا د ۱۳۲۵ ګڼې پریکړه لیک، له مخې جنسیتی انډول رامنځته کړو؟
  • څه ډول کولی شو دهیواد په کچه د سولې په ټینګښت کې د ښځو د ونډې فعالولو په برخه کې بدلون راړو؟
  • د سولې پالنې په اړه څیړنه او په هغې کې د ښځو ونډه؛
  • ځوانې نجونې په افغانستان کې، د سولې او ثبات مخکښې دی؛
  • څه ډول کولی شو دملی قوانینو مفاد او منځ پانګه له نړیوالو قوانینو سره همغږې کړو؟
  • څه ډول کولی شو د تاوتریخوالی کموالی د ښځو په فرهنګ، بدل کړو؛
  • د سولې پالنې د فرهنګ په ترویج کې د علماو او دینی علومو فعالانو ونده، په ځانګړې توګه په هیواد کې د سولې پالنې په برخه کې د ښځو نډې په برخه؛
  • آیا وروسته له هغه چې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې ونډه محدوده شی، د افغانستان دولت به نړیوالو قوانینو له هغې ډلې، د ملګروملتونو د امنیت شورا د ۱۳۲۵ ګڼې پریکړه لیک ته زیان ونرسوی؟
  • په افغانستان کې د ملګروملتونو د امنیت شورا د ۱۳۲۵ ګڼې پریکړه لیک، په وړاندې شته ستونزې؛
  • په « بن کې د افغانستان په اړه نړیوال کنفرانس » او د سولې او امنیت په ټینګښت کې د ښځو ونډه؛
  • د ملګروملتونو سازمان د ۱۳۲۵ ګڼې پریکړه لیک، په رڼا کې د ښځو د حقونو سیاسی شعار؛
  • د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۳۲۵ ګڼې پریکړه لیک، پر پلی کیدو د پارمان څارنیزه ونډه. او دې پریکړه لیک پورې د تړلو قوانینو تصویب؛

۴- څارنه: په دې برخه کې درې سوه ښځو، په دریو ولایتونو کې « د اطلاعاتو د راټولو د څرنګوالی »« د لاسته راغلو معلومات د څیړلو څرنګوالی » او « د وضعیت څیړنه او تحلیل » ېې زدکړ، ترڅو وتوانیږی د عدالت غوښتنې موضوع او بڼه څرګنده کړی.

Report-5۵- عدالت غوښتنه: په دې برخه کې درې سوه ښځې د عدالت غوښتنې، او د عدالت غوښتنې د بڼو او یوشمیر نورو برخو کې تمرینونه ترسره کړل او د مدنی ټولنې او بشری حقونو موسسه ډاډه شوه، چې دا ډلې د پام وړ وړتیا او هغږی لری، او د لا زیاتې پانګونې په صورت کې دا ډلې کولی شی، په ډیرو اغیزمنو ډلو بدلې شی.

د پروګرامونو پایلې او لاسته راوړنې

دې پروګرام د اووه میاشتو په موده کې لاندې لاسته راوړنې لرلی دی :

•  د ښځو حقونو او شرعی موضوع ګانو په اړه د ښځو د پوهاوی د کچې لوړول او سیمې او کورنیو غړو ته ددغو پوهاویو لیږد؛

•  دعدالت غوښتنې د عملی لارو زدوکول او په دې برخه کې د ښځو ونډه؛

•  د ښځو ترمنځ شبکه راجوړونه او دولتی او مدنی تولنو سره د هغوۍ د اړیکو ټینګول؛

•  په دریو ولایتونو کې له مشاورو ډلو سره د اړیکو او پیژندنو په پایله کې د څو ښځو لپاره د کار موندنه،

•  په ولسی جرګه کې د پروان ولایت استازې ُ ذکیه سنګین په مشرۍ په دې ولایت کې په دولتی ادارو کې د ښځو ونډې اوهمغږۍ څیړلو په موخه د ښځو کمیسیون رامنځته کول؛

•  په سیاسی او ټولنیزو چارو کې د ښځو وڼدې اخیستو لپاره، د لیوالتیا راپیدا کول؛

•  دعدالت غوښتنې او حق ترلاسه کولو په برخه کې، د ښځو هڅول؛

•  د ملګرو ملتونو سازمان د ۱۳۲۵ ګڼې پریکړه لیک، د پلې کونکو د پوهاوی لوړول؛

Report-4د پروګرامونو د پایلو له مخې وړاندیزونه

•  باید د پوهاوی د لوړولو په برخه په ځانګړې توګه د مدنی ټولنې،دولتی ادارو او نورو برخو کې پروګرامونه طرحه او پلې شی؛

•  د پالیسې جوړونې په برخوکې د روزنیزو پروګرامونو جوړول چې وشی کولی د افغانستان په ادارو کې د جنسیتی انډول په برخه کې ځوب وینکی وی؛

•  د ملګروملتونو سازمان دامنیت شورا د ۱۳۲۵ ګڼې پریکړه لیک له مخې د ملی عمل یو پروګرام جوړول؛

•  د ښځو لپاره د کارموندنې د پروګرام جوړولو ته چې وشی کولی د ښځو اقتصاد تضمین کړی، اړتیا ده؛

•  په اداراتو کې د جنسیتی انډول په برخه کې د مثبت تبعیض د پالیسې لپاره هڅې، په ځانګړې توګه د ملی پولیسو او قضا په برخو کې؛

•  د ښځو د ظرفیت لوړوالی په موخه د سرچینو او امکاناتو راجلبول، او د ښځو د ظرفیت لوړولو په برخه کې د مدنی تولنې له اوږد مهاله پروګرامونو څخه د نړیوالې ټولنې ملاتړ؛

ځواب دلته پرېږدئ