د تیرو جګړو له قربانیانو او د افغانستان له خلکو څخه د جنرال عبدالرشید دوستم د عذرغوښتنې په اړه د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې اعلامیه

CSHRN-Logo

د لوی او بښونکی خدای په نامه

د تیرو جګړو له قربانیانو او د افغانستان له خلکو څخه د جنرال عبدالرشید دوستم د عذرغوښتنې په اړه
د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې اعلامیه

د ۱۳۹۲ کال د تلې ۱۸، برابره ده د ۲۰۱۳ اکتوبر ۱۰
کابل ـ افغانستان

د افغانستان وګړو، په تیرو دیرشو کلونو کې ډیرې سختې ورځې تیری کړی دی او تر اوسه هم په هیواد کې د بشری حقونو د سرغړونې له ناوړه اغیزو رنځیږی. سربیره پر دې چې د افغانستان حکومت نه یواځې ” د ملی روغې جوړې او سولې لپاره د عمل د پروګرام ” په اړه پر خپلو ژمنو عمل ونکړ په تیرو دولسو کلونو کې هڅه وشوه چې په افغانستان کې د « هیرولو سیاست » د بښنې او عفو په نوم پر قربانیانو تحمیل شی، چې د هغې ښه بیلګه د « ملی روغې جوړې د منشور »، په نوم د قانون تصویب دی. خو د افغانستان د خلکو او جګړو قربانیانو په زخمونو پټۍ ایښودل د ملی روغې جوړې ترویج او د عدالت پلی کیدل دی، چې دا ښکارنده د مدنی ټولنو او د جګړو له قربانیانو د دفاع ادارو د مبارزو په اجندا کې د تل په څیر ځای لری.

د قربانیانو پر دردونو او رنځونو اعتراف، انسانی شان او هیثیت ته احترام کول دی، چې په دې اړه په جګړو کې د ښکیلو خواو د پښیمانۍ او عذر غوښتنې بهیر، د تیرو کړنو په اړه د ملی بحث د جوړیدو په لور لومړی ګام بلل کیږی، تر څو د حقایقو په روښنایی او د همدردۍ د حس په لرلو سره د تیر په اړه حساب او کتاب ته لاره اواره شی.

د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه، چې له ۱۲۴ مدنی ټولنو څخه جوړه اداره ده، د افغانستان د اسلامی جنبش ګوند مشر جنرال عبدالرشید دوستم لخوا د جګړۍ له قربانیانو د عذر غوښتنې او نورو ته دعذرغوښتنې له بلنې څخه د انتقالی عدالت د بنسټیزو اصولو د یوې برخې په توګه ستاینه کوی او هغه په افغانستان کې د تیرو بشری حقونو سرغړونې په اړه د ملی بحث جوړیدو په تړاو اغیزمن بولی او د دغې پیښې په اړه لاندې ټکی مطرح کوی:

۱٫ د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه، د افغانستان دخلکو په دردونو او ځورولو اعتراف د دغه هیواد د قربانیانو اساسی حق بولی، او هغه د تیرو حقیقتونو دستونزې پرانیستې او همداراز د تیرو میراثونو د څیړنې لپاره وار مخکې شرط بولی او غواړی چې دا مدنی میړانه ولری چې د قربانیانو په ځورونې او دردونو اعتراف وکړی او له هغوۍ بښنه وغواړی.

۲٫ زموږ له نظره بښنه غوښتل، د پرمختګ یو اقدام، میړانه او په تیرو جګړو کې د اعمالو په اړه مسولیت منل دی، خو دا بښنه غوښتل په هیڅ ډول نشی کولای،و د تیرو جګړو میراثونه، له سیاسی او ټولنیز بهیر څخه لیرې کړی، تر څو دعذر غوښتنې په نوم د « یاده ویستو سیاست » پلی کړی. زموږ په نظر په جګړه کې د ښکیلو لوریو په ځانګړې توګه د بشری حقونو په سرغړونکود مشهورو څیرو لخوا عذر غوښتنه او پښیمانی، په تیرو وختونو کې د بشری حقونو د سرغړونې د میراثونو د څیړنې لپاره د ملی بحث د جوړیدو په لور یو ګام دی چې په هغې کې راتلونکی حکومت ته ټاکلی ژمنې په نښه شی.

۳٫ د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه، له مدنی ټولنو، د بشری حقونو له دفاع کونکو ډلو، د جګړې زیانمنو او د بشری حقونو د سرغړونې قربانیانو څخه غواړی چې د خپلو بشری حقونو د آرمانونو ترلاسه کیدو لپاره خپلو مبارزو ته دوام ورکړی او په دې برخه کې همغږۍ او یوالی ته لاره اواره کړی. موږ باور لرو چې له دې وروسته هیڅ څوک او لوری نشی کولای، په سیاسی او سرنوشت سازه محاسباتو کې ستاسو مدنی ځواک له پامه وغورځوی. دا زموږ دنده ده چې له خپل مدنی ځواک د خپل روښانه راتلونکی په اړه ګټه واخلو؛ داسې راتلونکی چې په هغې کې د تیرو ستونزو او ناخوالو د راتګ امکان ونلری.

۴٫ د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه، د بشری حقونو د سرغړونې د میراثونو په اړه چې په پراخه کچه د افغانستان په ټولو برخو کې ترسره شوی څیړنې لپاره پر یوه هر اړخیزې تګلارې چې پکې پر حقیقت موندنې، د قربانیانو پر ځورونې اعتراف، ملی روغې جوړې، قربانیانو ته پاملرنه، په نظام کې اصلاحات او عدلی او حقوقی څیړنه شامل وی ټینګار کوی. له دې امله د ملی بحث پر جوړیدو، د نظام په ځانګړې توګه د عدلی او حقوقی بنسټونو پیاوړی کولو ټینګار کوی تر څو هغوۍ وشی کولای په خپلواکه او کارنده توګه عمل وکړی.

په افغانستان کې د سولې، عدالت او ښې حکومتدارۍ د ټینګښت په هیله!

 

ځواب دلته پرېږدئ