د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو د شبکې اجرایی ریس لخوا، د شبکې عمومی غونډې ته د ( ۲۰۱۱ او ۲۰۱۲) کلونو ریپوټ

د لوی او بښونکی خدای په نامه
تاسو ټولو درنو همکارانو ته د سلام او احترام په وړاندې کولو!
لومړی له تاسو هریو څخه مننه کوم چې نن د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې د اوومې عمومی غونډې د جوړیدو شاهد یاست.Report03-20
د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې، خپل فعالیتونه د هغې مشروع تګلارې پر بنسټ چې د شبکې د غړو ټولنو لخوا تصویب شوی، عیار کړی او د هیواد په کچه ېې پلی کوی.
د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې، مدنی ټولنو ته د بشری حقونو د ارزښتونو د ترویج لپاره لاره اواره کړې ده. اوس د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه، د روښانه، اغیزمنو او ګټورو پروګرامونو په طرحه کولو او پلی کولو سره د هیواد په کچه د بشری حقونو د ارزښتونو د عدالت غوښتنې په برخه کې په سترې چتر ټولنې بدله شوې ده. له نړیوالې ټولنې، د بشری حقونو فعالانو او د ښځو چارو له فعالانو سره د کارنده اړیکو لرل د دې ښکارندویی کوی.
د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې په تیرو دوه کلونو کې، په لاندو برخو کې فعالیت کړی دی:
۱ـ د بشری حقونو د ارزښتونو د مفاهیمو په اړه د ظرفیت پالنې په اړه
د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې، د بشری حقونو د روزنیزو لاسوندونو په جوړولو او خپرولو سره، په هیواد کې د بشری حقونو د مفاهیمو د خپرولو په تر ټولو سترې سرچینې بدله شوې ده. دا لاسوندونه، مدنی ټولنو او دولتی ادارو ته د پروګرامونو د پلی کولو تګلاره او څرنګوالی روښانه کوی. د دغه لاسوند پر بنسټ، د روزونکو ډلې رامنځته کیږی او په کابل او نورو ولایتونو کې د شبکې د غړو ټولنو لپاره د روزونکو د روزلو زمینه رامنځته کیږی.
موږ په تیرو دوه کلونو کې د درې، با اهمیته روزنیز لاسوندونه جوړ او خپاره کړل.
لومړی لاسوند « عدالت ته د لاسرسی روزنیز لاسوند » وو چې د انتقالی عدالت او دهغې مفاهیمو په اړه په افغانستان کې لومړی روزنیز لاسوند و چې په ښکلی قطع او صحافت، په پنځه زره ټوکو کې خپور شو.
دوهم لاسوند « د بشری حقونو د نړیوالو میکانیسمونو روزنیز لاسوند » دی. دا لاسوند د بشری حقونو په اړه د ملګرو ملتونو سازمان کارونه څیړی او نړیوالې ټولنې ته د غړو دولتونو، مدنی ټولنو او بشری حقونو فعالانو لخوا د ملی ریپوټ په جوړولو کې او نړیوالې ټولنې ته د هغې په وړاندې کولو کې د یادو ادارو ونډه څیړی. دا لاسوند د نړیوالې تولنې په وړاندې د افغانستان د حساب ورکونې او روڼتیا لپاره راه اواروی او د بشری حقونو پر وضعیت د مدنی ټولنې د څار ونډه پیاوړې کوی.
دریم لاسوند « د ستراتیژۍ روزنیز لاسوند » دی چې ډیر ژر به خپور شی. دا لاسوند، له مدیریتی او تطبیقی پلوه د ستراتیژیکو پروګرامونو د جوړولو چارې څیړی. « د ستراتیژۍ روزنیز لاسوند » د ټولنو، د ستراتیژیکو پروګرامونو د څیړنې، څارنې او پرمختګ بڼې تعریف کوی. د ستراتیژۍ روزنیز لاسوند، د مدنی ټولنو لپاره با رازښته منبع ده، ترڅو له دې څخه په ګټې اخیستو خپل پروګرامونه جوړ او وړاندې کړی. دا پروګرام د دې لاره اواروی ترڅو د مدنی ټولنو ترمنځ د هیواد په کچه د بشری حقونو د فعالیتونو په اړه همغږی، پیاوړی شی.
د یادولو وړ ده چې په دې ځای کې له خپلو درنو همکارانو هر یو، زرقا یفتلی، صدیقه نورزیان، سهیلا وداع خموش، احمد جاوید شکیب، حسین سرامد، احسان قانع، یحیی عمار، ضیا مبلع او مجبتی رسولی چې د یادو روزنیزو لاسوندونو په جوړولو، مسولانه همکاری کړی ده د زړه له کومی مننه کوم.
په تیرو دوه کلونو کې، دافغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې د کابل او ولایتونو په کچه ۸۴ روزنیز پروګرامونه پلی کړی دی. په دغو روزنیزو پروګرامونو کې ۲۹۵۳ تنو نارینه او ۸۹۱ تنو ښځو، ګډون درلود. همداراز شبکې په تیرو دوه کلونو کې، ۷۴ بحثونه ترسره کړی چې په دغو ګفتمانونو کې، ۲۰۰۵ تنو ګډون کړی وو چې له هغې ډلې زر تنه ېې ښځی دی.
په دې کې هیڅ شک نشته چې، د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې دهیواد د مدنی ټولنې په کورنۍ کې د بشری د ارزښتونو په تعمیم کې مهمه ونډه لوبولې ده.
۲- د عدالت غوښتنې په اړه
په تیرو دوه کلونو کې، د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې، په ملی کچه د عدالت غوښتنې مهم پروګرامونه پلی کړی دی. له دغو مهمو پروګرامونو څخه یو ېې « اطلاعاتو ته د لاسرسی قانون » دی.
په هیواد کې د لومړی ځل لپاره اطلاعاتو ته د لاسرسی په اړه روزنیز پروګرامونه او بحثونه د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې لخوا عملی شول.
اطلاعاتو ته لاسرسی، په هیواد کې د دموکراسۍ د مهم بنسټ په توګه د وګړو ترمنځ د بشری حقونو د فرهنګ د تعمیم په برخه کې مهمه ونډه لوبوی. له همدې امله شبکې دهیواد په کچه اطلاعاتو ته د لاسرسی حق، په اړه ملی کنفرانسونه او سیمینارونونو پلی کول وڅیړل او اطلاعاتو ته د لاسری بحث ېې د هیواد په کچه ارزښتمن بحث بدل کړ.
په ۲۰۰۹ میلادی کال کې په مزارشریف ښار کې، اطلاعاتو ته د لاسرسی د حق سمپوزیم ترسره کیدو په هیواد کې اطلاعاتو د لاسرسی د حق، لاسرسی ته لاره پرانیسته.
دغه سمپوزیم په افغانستان کې، اطلاعاتو ته د لاسرسی او اهمیت په اړه له څیړنې او بحث وروسته، وړاندیز وکړ ترڅو کاری ډله رامنځته شی او دا ډله له مدنی ټولنو، رسنیو، د افغانستان له اکاډمیکو ادارو او روڼ اندو سره اطلاعاتو ته دلاسرسی د قانون لومړۍ مسوده جوړه کړی. په دې اړه کاری کمیټه رامنځته شوه او دا کمیټه وتوانیده چې د یوه کال په موده کې اطلاعاتو ته د لاسرسی لومړۍ مسوده جوړه کړی او هغه پراخ بحث ته وړاندې کړی.
اطلاعاتو ته د لاسرسی دوهم سمپوزیم، د هیواد د ملی شورا د استازو په ګډون سره جوړ شو او اطلاعاتو ته د لاسرسی قانون مسودې ته لازیات مشروعیت ورکړ. په دې ترتیب د مدنی ټولنې، پوهنتونونو، رسنیو، روڼ اندو او د افغانستان د بشری حقونو فعالانو نظرونه د کاری ډلې لخوا جمع بندی شول او د دغې مسودې سره یوځای شول. اطلاعاتو ته د لاسرسی قانون مسوده، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د رسنیو د عالی شورا لخوا وڅیړل شو او دعدلې محترم وزارت ته د قانونی پړاونو تیرولو په موخه وړاندې شو.
د بشری حقونو د ارزښتونو لپاره د عدالت غوښتنې دوهمه مبارزه، په هرات ولایت کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالیو د راکمولو کمپاین وو.
دا پروګرام په هرات ولایت کې « د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالیو د څیړنیز سمپوزیم » پایله وه. د دغه سمپوزیم د سپارښتنو پر بنسټ، د هرات ولایت د متخصصو کسانو یوې پیاوړې ډلې ته دنده وسپارل شوه، ترڅو د « ښځو په وړاندې له تاوریخوالیو سره د مبارزې او تګلارو » په نوم یوه کتاب جوړ او خپور کړی. دغې ډلې دکارنده سپارښتنو په وړاندی کولو سره وړاندیز وکړ ترڅو د ټول ولایت په کچه د ښځو په وړاندې دتاوتریخوالیو د لاملونو د څیړلو او څه کارونو ترسره کولو په موخه روزنیز پروګرامونه پلی کړی. د دغه کمپاین ترسره کولو یو کال وخت ونیوه چې په دې موده کې په هرات ولایت کې د ښځو په وړاندې د کورنیو تاوتریخوالیو په اړه دوه تحلیلونه د مد نی ټولنې او بشری حقونو شبکې لخوا خپاره شول. د دغه تحلیل د سپارښتنو پر بنسټ، « د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالیو د راکمولو کمیټه » د مدنی تولنو، رسنیو، د بشری حقونو د خپلواک کمیسیون، ولایتی شورا ګانو او دولتی ادارو په همکار رامنځته شوه چې په دغه ولایت کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالیو وضعیت څیړه او په دغه ولایت کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالیو د راکمیدو په موخه مهم پروګرامونه پلی کول.
په تیرو دوه کلونو کې، د شبکې لخوا د عدالت غوښتنې دریم پروګرام « دسولې په بهیر کې د ښځو د ونډې د پیاوړتیا » په اړه ترسره شو چې د ټولو زونونو په کچه د سترو کنفرانسونو د جوړیدو لامل شو.
د دغه پروګرام په لومړۍ برخه کې، هغه پریکړه لیکونه چې د زونونو په کچه په کنفرنسونو کې صادر شوی وو، په ملی کنفرانس کې د هیواد له څلور دیرشو ولایتونو څخه د استازو په حضور کې توحید شول او دهغوۍ سپارښتنې او وړاندیزونه په مشخصه توګه مهمو ملی او نړیوالو ادارو ته مطرح شول.
د یاودونې وړده چې دا داشان سترو پروګرامونو جوړولو له یوې مودې کم وخت ونیوه، چې دا په خپله د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې د ظرفیت د لوړوالی ښکارندویی کوی.
د بشری حقونو د وضعت څارنه او د هغې په وړاندې به وخت غبرګون ښودل
شبکې، په نظامنده توګه، په هیواد کې د بشری حقونو د وضعیت څارنه وکړه او له بشری حقونو ارزښتونو څخه د هرډول سرغړونې په وړاندې، پر ځای غبرګون وړاندی کړی دی، چې دا غبرګونونه د ملی او نړیوالو رسنیو لخوا خپاره شوی دی. په دې برخه کې د اعلامیو د کمیټې د کارکونکو هڅې د ستاینې وړ بولو.
زه هم د دغې کمیټې یو غړی وم او اړتیا ده چې له خپلو محترمو همکارانو هر یو ملک ستیز، احمد جاوید شکیب، یونس اختر، نجیبه ایوبی، باری سلام او خان علی رادمند څخه د هغوۍ د خدمتونو له امله ستاینه وکړم.
د اعلامیو کمیټې، په تیرو دوه کلونو کې له بشری حقونو څخه د سرغړونې په غبرګون کې دیارلس اعلامېې خپرې کړی دی.
دا اعلامیې د معتبرو ملی او نړیوالو رسنیو لخوا، په پراخه کچه خپرې شوی او په هیواد کې د بشری حقونو به اړه په عدالت غوښتنه کې ځانګړی ځای لری.
۳- د همغږۍ په اړه
د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې په تیرو دوه کلونو کې هڅه کړې ده ترڅو د خپلو غړو ټولنو ترمنځ لامه همغږی رامنځته کړی او د بشری حقونو د ارزښتونو تعمیم لپاره یو والی رامنځته کړی. اوسمهال د همغږۍ پروګرامونه د شبکې د ستراتیژۍ له اصلی پایلو څخه بلل کیږی.
په تیر کال کې شبکه، وتوانیده، خپل فعالیتونه دهیواد سویل ختیځې حوزې ته هم پراخ کړی او په خوست ولایت کې خپله څانګه پرانیزی. همداراز په تیر کال کې په کندهار، هلمند، فاریاب، کندز، ډایکنډی پنجشیر او لوګر ولایتونو کې د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې فوکل پایټونه وټاکل شول. هیله ده چې په دغو ولایتونو کې هم زموږ پروګرامونه پراخ شی او په ټول هیواد کې د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې پراخیدو ته لاره اواره شی.
په تیرو دوه کلونو کې د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې د غړو ټولنو شمیر له ۷۵ څخه ۱۱۲ ټولنو ته لوړ شو، چې دا په خپله د هیواد په کچه د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې د اعتبار لوړوالی او اغیزمنتیا څرګندوی. د یادولنې وړ ده چ ې د ” غړو منلو کمیټه ” په معیاری توګه د مدنی ټولنو اسنادو په کتلو او څړلو سره هغوۍ د مدنی ټولنې د شبکې په غړیتوب منی. په دغې کمیټې کې زموږ همکاران هر یو، وږمه رحیمزی، احسان قانع، مدینه حکمت، صمد حکیمی او ښاغلی رضایی غړیتوب لری چې په منظمه توګه خپلې دندې ترسره کړی دی. دهغو ادارو په معیاری توګه څیړل چې د شبکې د غړیتوب وړاندیز کوی د دغې شبکې د فعالې ونډې ښکلارندودی دی.
د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې هڅه کړې، ترڅو د مدنی ټولنو او دولت ترمنځ همغږی رامنځته کړی. د شبکې استازو په با اعتباره ملی غونډو لکه، لویو جرګو، ملی کنفرانسونو او پالیسی جوړونکو غونډو کې په ګډون سره له عدلې، مالې، کورنیو چارو، اطلاعاتو او فرهنګ، کانونو او د کار او ټولنیزو چارو وزارتونو سره دوامداره همکاری کړی ده.
همداراز د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې استازو په تیرو دوه کلونو کې، له ولسمشر کرزی او د کابینې له مهمو غړو سره د مدنی ټولنې لپاره د عدالت غوښتنې په غونډو کې ګډون کړی دی.
په تیرو دوه کلونو کې، شبکې هڅه کړې ده ترڅو له نړیوالو ادارو سره د کارنده بحثونو او خبرو په کولو سره، د مدنی ټولنې او نړیوالې ټولنې ترمنځ لازیاته همغږی رامنځته کړی. دا غونډې دوه مهمې موخې لری.
لومړی، له نړیوالې ټولنې سره همغږی او هم نوایی؛
دوهم په نړیواله کچه د بشری حقونو ارزښتونو لپاره عدالت غوښتنه؛
په تیرو دوه کلونو کې د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې د نړیوالې ټولنې له استازو سره ۲۷۴ غونډې لرلی دی. یوشمیر دا غونډې له ولسمشر، صدراعظم او د افغانستان د نړیوالو ملاتړو له لوړپوړی پلاوی سره جوړې شوی دی. دغو غونډې په ملی ټولنې د شبکې بدلولو کې مهمه ونډه درلوده.
د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې په تیرو دوه کلونو کې، په دوه مهمو نړیوالو کنفرانسونو یعنې د بن په نړیوال کنفرانس او توکیو په کنفرانس کې فعاله ونډه درلوده. په دواړو کنفرانسونو کې شبکې د خپلو نظرونو په وړاندې کولو او د اعلامیو او پیغامونو په خپرولو سره هڅه کړې ده ترڅو د بشری حقونو د ارزښتونو لپاره عدالت غوښتنه وکړی او له نړیوالې ټولنې سره ښه همغږی رامنځته کړی. د یادونې وړ ده چې په دواړو کنفرانسونو کې د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې د نړیوالې ټولنې په آدرس کارنده وړاندیزونه او سپارښتنې خپاره کړل چې زموږ د نړیوالو همکارانو له تود هرکلی سره مخامخ شول.
۴- د پوهاوی ورکونې په اړه
په تیردو دوه کلونو کې، د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه د بشری حقونو، مدنی ټولنې دموکراسۍ او قانون د حاکمیت دارزښتونو په اړه د پوهاوی په برخه کې پر مهمې ټولنې بدله شوې ده. د افغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې د بشری حقونو په اړه ” د غږ ” په نوم د راډیویی خپرونې په جوړولو او همداراز د ” انګارې ” په نوم د مجلې په خپرولو او د کلید په اونیزه کې د یوې پاڼې په ځانګړی کولو سره هڅه کړې چې په بیلابیلو برخو کې د بشری حقونو بحثونه وڅیړی. د دغو دریو مهمو رسنیو له لارې شبکه وتوانیده خپل روزنیز، څیړنیز پروګرامونه، مقالې، بحثونه، د ښځو او بشری حقونو مدافعانو معرفی خپرې کړی همداراز په دې برخه کې د شبکې ویب پاڼې هم کارنده ونډه لوبولې ده. په دوه زره یولسم او دوه زره دولسم کلونو کې، ۱۲۶۹۱۲ ځلې د ۴۲۹۴۷ لیدونکو لخواپه ټوله نړۍ کې پرانیستل شوې ده. د شبکې ویب سایټ په دوامداره توګه نوی کیږی او د شبکې له کارونو او فعالیتونو څخه ریپوټونه په فارسی، پښتو او انګریزی ژبه خپریږی. همداراز راډیویی خپرونې په انلاین ډول د شبکې له ویب پاڼې څخه خپریږی.
په دغې موده کې د افغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې همکارانو په ملی او نړیوالو رسنیو کې په فعالې ونډې سره د بشری حقونو، قانون حاکمیت او دموکراسۍ د ارزښتونو په ترویج کې فعاله ونډه اخیستې ده.
۵- د بشری حقونو له وضعیت څخه څارنه
د بشری حقونو پر وضعیت څارنه، د مدنی ټولنې د شبکې نوی خو با ارزښته کار بلل کیږی. په تیر کال کې دافغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې، د بشری حقونو مشورتی بورد جوړ کړ. دا مشورتی بورد د مدنی ټولنې او بشری حقونو له دارالانشا سره په همغږۍ کې د هیواد د بشری حقونو وضعیت څاری. د افغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې دارالانشان په کابل اوولایتونو کې، د بشری حقونو د وضعیت له بورد سره خپل نظرونه شریکوی. د دغه پروګرام پر بنسټ د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې دارالانشا یو پوښتنپاڼه جوړوی چې د هغې پر بنسټ په د هیواد له وګړو سره د خبرو له لارې د هیواد د بشری حقونو وضعیت وڅیړل شی. دا پوښتنپاڼه د آسانو او ساده پوښتنو په مطرح کولو سره، له بشری حقونو سرغړونې له خلکو سره د خبرو له لارې څیړی. ترلاسه شوې پایلې په هیواد کې د بشری حقونو د وضعیت په اړه د ریښتینی تحلیل زمینه برابروی. دا تحلیل نړیوالو او ملی ټولنو ته د سپارښتنو په وړاندې کولو سره، هڅه کوی ترڅو په هیواد کې د بشری حقونو وضعیت ښه شی او د بشری حقونو سرغړونکی افشا شی. په تیر کال کې د افغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې، د بشری حقونو د وضعیت په اړه لومړی تحلیل جوړ کړ چې د بشری حقونو د مشورتی بورد له ارزونې وروسته به ډیر ژر، د مدنی ټولنې د شبکې غړو ټولنو او نړیوالو ادارو په واک کې ورکول شی.
ستونزې
درنو همکارانو! په تیرو دوه کلونو کې، موږ د ځان په وړاندې مهمې ستونزې تجربه کړې. تر ټولو مهم ضعف په هیواد کې د امنیت ضعف په ګوته کیږی. زموږ یوشمیر همکارانو د امنیتی ستونزو له امله ونتوانیدل د هیواد لیرو پرتو سیمو ته خپل فعالیتونه وغځوی.
بله ستونزه د مدنی ټولنو اقتصادی محدودیتونه دی. په تیرو دوه کلونو کې مو هڅه وکړه تر څو له خپلو غړو ټولنو څخه د نړیوالو ادارو ملاتړ راجلب کړو خو په خواشینۍ سره چې مدنی ټولنې تر اوسه هم د اقتصادی ملاتړ له نشتوالی سره مخامخ دی چې دا د دې لامل کیږی تر څو موږ ونشو کولای دهیواد په کچه پراخ او با اهمیته پروګرامونه ترسره کړو.
بله ستونزه د مدنی ټولنو په منځ کې د کادرونو د دوام ضعف دی. موږ تل خپل یوشمیر پیاوړی همکاران چې په ځینو برخو کې جذب شوی دی له لاسه ورکوو او دا د دې لامل کیږی تر څو زموږ د ونډې اغیزه لکه څنګه چې لازمه ده لاټیټه کړی.
بله ستونزه زموږ د همکارانو په وړاندې د وګړنیزوحقونو په وړاندې ګواښونه دی. زموږ یوشمیر همکاران د خپلو عقیدتی او فکری نظرونو په وړاندې کولو سره د یوشمیر شاته پاتې ځواکونو لخوا ګواښل کیږی. دا بهیر د دې لامل کیږی تر څو د بشری حقونو د فعالانو اغیزې محدودې شی.
هیله لرم چې په راتلونکو کلونو کې د دوامداره هڅو په کولو سره د یادو ستونزو لپاره د حل لاره پیدا کړو.
په پای کې غواړم د افغانستان د مدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکې د بورد له محترمو غړو، هر یو ثریا پرلیکا، سیلی غفار، ملک ستیز، قاسم رحمانی، حیات الله جواد، عبدالستار خلیل، راضیه حسینیو ګلثوم صدیقی، اجمل بلوچ زاده، جواد دروازیان، علی شیر رستګار، ښاغلی ظاهر او غړو ټولنو او اجرایی برخې له ټولو همکارانو څخه د خپلو ژمنو او بیساری او دوامداره، خدمتونو په اړه مننه وکړم.  
له پاملرنې مو یوه نړۍ مننه
په هیواد کې د قانون د حاکمیت، بشری حقونو او دموکراسۍ د فرهنګ د ټینګښت په هیله!

ځواب دلته پرېږدئ