په «بن کې د افغانستان په اړه په نړیوال کنفرانس» کې د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې حضور

د بن کنفرانس چې په اوسنیو شرایطو کې د زیات اهمیت وړ دی، له ۲۰۱۴ میلادی کاله وروسته په افغانستان کې د امنیت ټینګښت او ملاتړ تعریف کوی. دا کنفرانس چې د مدنی ټولنې په پراخ حضور سره د آلمان په بن ښار کې جوړ شو، په نړیواله کچه د رسنیو لخوا خپور شو. د دې کنفرانس تر ټولو مهم پیغام د افغانستان په وړاندې د نړیوالې ټولنې ژمنتیا ده. په دې کنفرانس کې د امریکامتحده ایالاتونو، د اروپایی ټولنې غړو هیوادونو، هند، جاپان، کاناډا، آسترالیا او د افغانستان په بیا رغونه او دامنیت په ټینګښت کې ټولو شاملو دولتونو د خپلونو استازو په استولو سره له نوی نظام څخه د دموکراسۍ د ارزښتونو په ساتنې سره، بشری حقونو او د قانون حاکمیت ته په احترام له افغانستانه خپل ملاتړ اعلان کړ.Report01-10-5
په دغه کنفرانس کې د امریکامتحده ایالاتونو د بهرنیو چارو وزیرې، هیلری کلنټن په خپلې پنځه دقیقه یی وینا کې له افغانستانه د خپل دولت پر مرلاتړاو د مدنی ټولنې پر پیاوړتیا، د بشری حقونو او دموکراسې ارزښتونو ته پر احترام ېې ټینګار وکړ.
د آلمان لومړۍ وزیرې میرمن مرکل، د خپل هیواد او اروپایی اتحادېې په استازی توب، له افغانستانه د دې اتحادېې د ملاتړ په وړاندې یو اصلی وارخ مخکی شرط د بشری حقونو ارزښتونو ته احترام وباله. په دغه کنفرانس کې یوشمیر نورو ګډونکونکو هیوادونو هم په افغانستان کې د اساسی قانون پربنسټ له یوه قانونمند نظام څخه ملاتړ اعلان کړ، له دې امله د افغانستان خلکو ته د دغه کنفرانس جوړیدل ډیر د اهمیت وړ وو.
له دغه کنفرانسه یوه ورځ مخکې، په بنُ کې د مدنی ټولنو غونډه جوړه شوه. په دې غونډه کې د مدنی ټولنې ۳۴ تنو استازو چې په دیموکراتیکه بڼه د مدنی ټولنو لخوا انتخاب شوی وو ګډون کړی وو.
په بنُ کې د مدنی ټولنو په غونډه کې د افغانستان دمدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکې لس غړو هم ګډون کړی وو، چې په دغه مهمه غونډه کې د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې پیغام خپور کړ. په دې غونډه کې د افغانستان د مدنی ټولنو استازو دبنُ د غونډې په اړه خپل نظرونه څرګند او جمعبندی کړل. په بنُ کې د مدنی ټولنې کنفرانس د یوه مهم اصل ښکارندوی وو او هغه دا چې نړیواله ټولنه په افغانستان کې د مدنی ټولنې ونډې ته زیات اهمیت ورکوی. بلخوا په بنُ کې د مدنی ټولنو د غونډې جوړیدو د بن د نړیوالو کنفرانس پر مشروعیت مثبته اغیزه وکړه. مدنی ټولنه چې نړیوالې ټولنې او د افغانستان دولت ته د افغانستان دخلکو د پیغام رسونې مسولیت لری، په افغانستان کې د بشری حقونو او دموکراسۍ پر بنسټیزه کیدو ټینګار کوی.
د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې، په دواړو کنفرانسونو کې فعاله ونډه ولوبوله. په بنُ کې دمدنی ټولنې د کنفرانس غړو، د نظام په جوړښت کې د ښځو پرونډې، د افغانستان په نظام کې د دموکراسۍ پر پیاوړتیا، د قانون د حاکمیت پر ټینګښت، د بشری حقونو دارزښتونو پر تعمیم او په افغانستان کې د مشروعیت پر ترویج بحث وکړ.
په بنُ کې د افغانستان په نړیوالو کنفرانس کې، چې د نړۍ کابو نیوی هیوادونو استازو په ګډون جوړ شوی وو، د افغانستان د مدنی ټولنې دوه استازو ګډون درلود. په کابل کې د بنُ نړیوال کنفرانس ته د مدنی ټولنې د استازو د ټاکلو په انتخاباتو کې دواړه کاندیدان د افغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې غړی وو چې بریالی شول. او د هیواد په کچه ېې د شبکې ونډه مطرح کړه. ښځو او ماشومانو ته د انسانی مرستو د موسسې ریسه، او د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې د بورد ریسه، میرمن سیلۍ غفار او د شبکې ویاند او د راډیو سهار پخیر افغانستان ریس، ښاغلی باری سلام د رایو په اکثریت د مدنی ټولنې لخوا دغه کنفرانس ته وټاکل شول. دواړو استازو په دغه کنفرانس کې په خپلې فعالې ونډې سره د افغانستان دمدنی ټولنې پیغام ګډونوالو ته مطرح کړ.
د افغانستان د مدنی ټولنې د پیغام په یوه برخه کې چې «په بن کې د افغانستان په اړه نړیوال کنفرانس ته» مطرح شو راغلی دی چې په افغانستان کې ټول بدلونونه باید د افغانستان د اساسی قانون د ارزښتونو پر بنسټ وی او د دغو ارزښتونو پر سره هیڅ معامله ترسره نشی. د افغانستان د وضعیت په ښه والی کې د ښځو ونډې ته احترام وشی، او د بشری حقونو او دموکراسۍ ارزښتونه په افغانستان کې د هر بدلون زمینه برابره کړی. همداراز په پیغام کې دافغانستان د مدنی ټولنې پر با اهمیته ونډې او د مدنی ټولنې د ونډې له لارې د افغانستان دولت او وګړو ترمنځ د یوه کارنده ډیالوګ پر رامنځته کولو بحث وشو.
په دغه کنفرانس کې د مدنی ټولنې فعاله ونډه اخیستل، د دې ښکارندویی کوی، چې د افغانستان مدنی ټولنه د افغانستان د راتلونکی لپاره د یوه مهم پیغام لرونکې ده او د افغانستان مدنی ټولنه باید تجرید شوې ښکارنده ونه بلل شی. که څه هم چې د افغانستان مدنی ټولنه د نورو ښکارندو په څیر په هیواد کې د نظام جوړونې په لړۍ کې د نړیوالې ټولنې مرستو پورې تړلی ده، خو د هرې ورځې په تیریدو سره مدنی ټولنې په افغانستان کې خپله ونډه او ځای ترلاسه کړی دی.
د بنُ په دواړو مهمو غونډو کې د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې د غړو فعال ګډون، د هیواد په کچه د دغې ټولنې د فعال او پراخ پرستیژ د شتون څرګندونه کوی. د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو د شبکې دارالانشا، په دواړو غونډو کې د خپلو غړو ټولنو له فعالې ونډې مننه کوی او هیله لری چې په با اهمیته ملی خپرونو کې فعاله او کارنده ونډه ولوبوی.

ځواب دلته پرېږدئ