د نړیوالو بشر دوستانه حقونو د ترویج په اړه ژمنی مکتب

په افغانستان کې دنړۍ د څلویښتو زیاتو هیوادونو پوځی ځواکونه په کشفی او پوځی پروګرامونو لاس پورې کوی.
نړیوال راپورونه څرګندوی، چې په دغو پوځی پروګرامونو کې زیات شمیر ملکی وګړی چې ډیری ېې ماشومان او ښځی دی قربانی کیږی.
همداراز د دولت وسله وال مخالفان هم له ملکی وګړو څخه د ځان د سپر په توګه کار اخلی. په خواشینۍ سره باید ووایم چې په دې پوځی پروګرامونو په پراخه کچه نړیوال بشر دوستانه حقونه تر پښو لاندې کیږی.
همداراز د سیاسی نظام په جوړښت کې د بشرغوښتونکو حقونو د فرهنګ په اړه د بشپړ اطلاعاتو نشتوالی د دې لامل شوی چې د بشرغوښتونکو حقونو په اړه د مدنی ټولنو د عدالت غوښتنې ونډه څرګنده نوی.
دافغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې، د نړیوالو بشر غوښتونکو حقونو د فرهنګ د ترویج او تعمیم په موخه، د پوهاوی ورکولو او ظرفیت لوړولو یو پړاو پروګرامونه ترسره کوی. په دې لړ کې د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې په کابل د هیواد په شمال او شمال ختیځ، لویدیځ، سویل ختیځ او مرکزی سیمو کې د روزونکو د روزنې پلی کړی دی او له مخې ېې د « نړیوالو بشر دوستانه حقونو لاسوند طرحه شو »، او د مدنی ټولنو په واک کې ورکول شو.
Report04-22
په هغه ژمنی ښونځی کې چې د نړیوالو بشر دوستانه حقونو په اړه، د کابل په سنترال په هوټل کې ترسره شو، د افغانستان له مرکز او ولایتونو څخه د شبکې ۶۵ مهمو روزونکو او غړو ګډون کړی وو او د نړیوالو بشر غوښتونکو حقونو پر ارزښتونو او شته ستونزو پراخ بحثونه وکړل.
د دغه ښونځی د ګډونوالو په باور، د نړیوالو بشر غوښتونکو حقونو پر بنسټ، د افغانستان دولت، نړیواله ټولنه او ټولې ښکیلې ډلې باید دغو ارزښتونو ته خپله ژمنتیا او احترام په روښانه توګه مطرح کړی.
د پروګرام په دوهمه برخه کې د هیواد د تکړه سندر غاړی عبدالله میلاد کبیری لخوا د موسیقی ژوندۍ خپرونه وه چې د موسیقۍ له لارې د انسانیت ستر پیغام وړاندې کړ.
ټاکل شوې ده په نیږدې راتلونکی کې د نړیوالو بشر دوستانه حقونو په اړه، په پلازمینه او ولایتونو کې، د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو د شبکې روزونکو لخوا پراخ پروګرامونه ترسره شی.

ځواب دلته پرېږدئ