د افغانستان د اسلامی جمهوریت او د امریکا متحده ایالاتونو ترمنځ د امنیتی همکاریو د تړون په اړه د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو د شبکې اعلامیه

CSHRN-Logo
د لوی او بښونکی خدای په نامه
د افغانستان د اسلامی جمهوریت او د امریکا متحده ایالاتونو ترمنځ د امنیتی همکاریو د تړون په اړه
د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو د شبکې اعلامیه

د ۱۳۹۲ کال د چنګاښ ۱۰ سمون لری د ۲۰۱۳، دسمبر ۱
کابل ـ افغانستان

د افغانستان خلکو له تیرو سختو ناخوالو څخه د تجربې په اخیستو، د امنیتی او پراختیایی نړیوالو همکاریو اړتیا ته په پام سره د دغو همکاریو په اهمیت په ښه توګه پوهیږی. مدنی ټولنه د وګړو د نظامند او ارګانیک ټاټوبی په توګه د ټولنې له بیلابیلو برخو او قشرونو سره پراخې اړیکې لری. د مدنی ټولنې لاسته راوړنې په صراحت سره ښیی چې دافغانستان ډیری وګړی د امریکامتحده ایالاتونو او د افغانستان اسلامی جمهوری ترمنځ د امنیتی او دفاعی همکاریو د تړون له لاسلیک څخه په صراحت او قاطعیت سره ملاتړکوی. د « افغانستان او امریکامتحده ایالاتونو ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو تړون په اړه د عنعنوی لوېې جرګې» او « د امریکامتحده ایالاتونو او د افغانستان جمهوری حکومت ترمنځ د امنیتی او دفاعی همکاریو تړون په اړه د مشورتی لوېې جرګې » پیغامونه هم د دغې غوښتنې عینی بیلګې دی. له دغو جرګو ترلاسه شوی پیغامونه، په روښانه توګه څرګندوی چې د افغانستان خلک د بشری حقونو د ټینګښت، ثبات او اقتصادی ودې په موخه له نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه له امریکامتحده ایالاتونو سره د ستراتیژیکو همکاریو غوښتونکی دی.

د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه، د افغانستان له دولت څخه غواړی چې په څرګنده او زړورتیا د خلکو دغې غوښتنې په اړه، د افغانستان د خلکو ملی ګټو په پام کې نیولو سره پریکړه وکړی. موږ باور لرو چې له دغې غوښتنې سره مخالفت په هیڅ ډول د افغانستان د ثبات، امنیت او پراختیا په ګټه ندی. د دغې غوښتنې نه منل نه یواځې دموکراتیک بنسټ نلری بلکې د هغو کسانولاسوهنې ته لاره برابروی چې غواړی د افغانستان په ضعف او ماته کې خپلې ګټې ترلاسه کړی.

د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه، د افغانی مرکه کونکی پلاوی له مسولانه هڅو ستاینه کوی، خو د امنیتی او دفاعی تړون د لاسلیک دځنډ په اړه د ولسمشر کرزی له تندو خبرو څخه اندیښنه څرګندوی او لاندې ټکی اعلانوی:

۱ . د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه، چې له ۱۲۹ مدنی ټولنو څخه جوړه ده، د مشورتی لوېې جرګې د ۱۳۹۲ کال د لړم د ۳۰ پر صادر شوی پریکړه لیک پر ملاتړ په ټینګار سره چی د هغې په یو بند کې د افغانستان د اسلامی جمهوری له ولسمشر څخه غوښتل شوی دی چې له امریکامتحده ایالاتونو سره دفاعی او امنیتی تړون د ۲۰۱۳ کال تر پایه لاسلیک او د نورو مراحلو د بشپړولو لپاره ېې د افغانستان ملی شورا ته ولیږی. شبکه، د افغانستان د اسلامی جمهوری له جلالتماب ولسمشر څخه غواړی چې له ستونزه رامنځته کونکې دیپلوماسی او سخت ګیرانه دریځ څخه چې کیدای شی د امریکا متحده ایالاتونو او افغانستان دولتونوترمنځ پر اړیکو منفی اغیزه وکړی او بې اعتمادی رامنځته کړی ډډه وکړی او په دې برخه کې د خلکو غوښتنې ته احترام وکړی؛

۲ . لکه څنګه چې څرګنده ده، د ګاونډیو هیوادونو لاسوهنه، ترهګری، افراط پالنه، بې وزلی او بیکاری د افغانستان د سوله ایز راتلونکی او امنیت لپاره جدی ګواښونه دی، له پیاوړو هیوادونو لکه امریکامتحده ایالاتونو سره د ستراتیژیکو اړیکو لرل په هیواد کې د ثبات او امنیت د ټینګښت، د نړیوالې ټولنې د مرستو د دوام او په سیمه کې دافغانستان د اعتبار او ځای د ټینګیدو لامل کیږی. د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه، د دغه واقعیت په منلو سره د اسلامی جمهوری له ولسمشر څخه غواړی، ترڅو د دغه تړون د لاسلیک په اړه د هیله منونکو او اغیزمنو خبرو او اقداماتو بهیر جاری وساتی؛

۳ . ملی شورا چې په سیاست جوړونه کې د ملت د ارادې ممثله ده، باید د دغې مهمې ملی موضوع په اړه خپله کارنده ونډه ادا کړی. د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه، د هیواد له ملی شورا غواړی، چې د خلکو پر غوښتنې په ټینګار او ملاتړ د افغانستان او امریکامتحده ایالاتونو ترمنځ د امنیتی تړون موضوع د «ولسی جرگې»او «مشرانو جرگې» په کاری اجندا کې شامله کړی او په روښانه دریځ غوره کولو سره له ولسمشر څخه وغواړی چې زر تر زره نوموړی امنیتی او دفاعی تړون، د تاید لپاره ملی شورا ته ولیږی؛

۴ . لکه څنګه چې د مشورتی لوېې جرګې غړو په وروستی پریکړه لیک کې له نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه له امریکامتحده ایالاتونو او افغانستان څخه وغوښتل چې باید د دغه تړون لاسلیک په ټول افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت لامل شی. زموږ په باور دا د افغانستان د خلکو لخوا نړیوالې ټولنې ته روښانه پیغام دی چې افغانان له جګړې او تاوتریخوالیو ستړی شوی دی او سوله غواړی؛ له دې امله له امریکامتحده ایالاتونو سره د ستراتیژیکو همکاریو له تړونه د ملاتړ موخه، په افغانستان کې د سولې او ثبات راتلل دی. له دې امله د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه، د افغانستان له دولت او امریکامتحده ایالاتونو غواړی چې نوی او هیله منونکی نوښتونه چې په افغانستان کې د سولې او ثبات ډ ټینګښت په برخه کې د عملی اقداماتو ښکارندوی وی په پام کې ونیسی.

په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت په هیله!

ځواب دلته پرېږدئ